افغانستان

بلېنکن: خلیلزاد به د سولې مذاکرات حل کړي

د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر انتوني بلېنکن وايي، غواړي پوه شي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په شوې هوکړه کې څه راغلي دي، او طالبان څه غواړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د خپلې دندې د پیلولو په لومړۍ ورځ خبریالانو ته د خبرو پر مهال وویل، د افغان سولې لپاره د دوی د استازي زلمي خلیلزاد دنده مهمه ده او له هغه یې غوښتي چې خپل کار ته … نور ولولئ
افغانستان

د دین او دود ترمنځ توپیر، دین پریږدم، خو دود مې نه پریږدم

لیکنه: شبانه پوپلزۍ پښتنو ته له پخوا نه تر اوسه پورې د دوی دود او رواج ډېر ارزښت لري ان تر دې، چې دین ته یې هم رواجي بڼه ورکړې ده. دا چې دود تر کومه حده د دین ځای نیولی او د دین او دود ګډول څه زیان لري، په دې اړه به په دې لیکنه کې درته معلومات وړاندې شي. دین هغه لاره او طریقه ده، چې د حضرت محمد (ص) په واسطه … نور ولولئ
افغانستان

ارګ: د باختر ګنجینې په اړه د ولسي جرګې څرګندونې خواشینونکې دي

ارګ د ولسي جرګې د رییس میر رحمان رحماني څرګندونې خواشینونکې بللې دي. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې باختر ګنجینه د افغانانو له لویو پانګو څخه ده چې د تاریخ په لوړو ژورو کې هغه مهال چې د هیواد پانګې لوټ شوې، خوندي پاتې شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي ، دغه قېمتي ګنجینه د افغانستان د ویاړلو خلکو ملکیت دی او د افغانستان د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون به … نور ولولئ
افغانستان

غني: د بندونو په جوړیدو دې ژر کار پیل شي

ولسمشر محمد اشرف غني د اوبو چارو د تنظیم ادارې ته امر کړی چې ژر تر ژره دې پر هغه بندونو کار پیل کړي چې بهر ته د اوبو د بهېدلو مخه نیولی شي. ولسمشرغني دغه څرګندونې تېر ماښام د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا ځانګړې غونډه کې کړې دي. په دغه غونډه کې ولسمشرغني د ځمکې لاندې اوبو د کموالي او بې رویې استفادې په اړه چې د وطنوالو د … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: د امریکا د خزانې وزارت وروستی راپور بیخي غلط دی

طالبانو د امریکا د خزانې وزارت وروستی راپور په کلکه رد کړی دی. د طالبانو له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی هغه راپورونه ردوي چې ګوندې د القاعده ډلې غړي لا هم په افغانستان کې دي او ګویا لا فعاله شوي دي. راپور زیاتوي، وروسته تر هغه چې په افغانستان کې جګړو زور واخیست په عربي هېوادونو کې هم مهم بدلونونه راغلل نو د القاعده ډلې غړي چې په افغانستان کې اوسېدل بېرته … نور ولولئ
افغانستان

نجونې او هلکان ولې نکریزي استعمالوي؛ د ځوانانو نظرونه

نکریزې د افغانستان په ګډون د اسيا په نورو هيوادونو كي د خوښيو شپو ورځو او د رواجونو پر وخت ترې استفاده کېږي. د ننګرهار اوسیدونکې سکینه یاران ته وایي، نجونې له نکریزو سره زیاته مینه لري او ډېری وخت د خوښۍ د مراسمو پر مهال نکریزې استعمالوي. هغه وایي نکریزې مو د هیواد یو ملې دود دی او کله چې خوښي راځي نو د نکریزو استعمال یې یو له مهمو برخو څخه ګڼل کیږي. … نور ولولئ
افغانستان

بلېنکن: پر طالبانو باور نه لرو چې امریکا دې له ګواښونو وژغوري

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر انتوني بلینکن د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د خبرو پر مهال ویلي پر طالبانو دومره هم باور نه دی په کار چې ګواکي دغه ډله دې امریکا د القاعده او داعش له خطره وساتي. د هغه په وینا امریکا د خپل امنیت د تامین لپاره پر ټولو لارو چارو غور کوي او د سرتېرو ایستل به هم په شرایطو پورې تړلي وي. بلینکن همدا راز ویلي … نور ولولئ
افغانستان

محمود قریشي د افغان سولې په تړاو د خلیلزاد د ماموریت هرکلی وکړو

پاکستان وايي د امریکا له نوي حکومت سره د افغان سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په یوه خبري غونډه کې د بايډن له لوري د خلیلزاد د کار دوام ګټور اقدام بللی او په خبره یې دا په دې مانا ده چې امریکا افغان سولې ته ژمنه ده. هغه ویلي ټول اړخونه په دې پوهېږي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې … نور ولولئ
افغانستان

ملا عبدالغني برادر ایران ته په سفر تللی

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی ایران ته تللی دی. ددغه دفتر ویاند ډاکټر نعیم په ټوېټ پیغامونو کې ویلي دي چې د ملا برادر په مشرۍ دغه پلاوی به له ایراني چارواکو سره د افغانستان د سولې او په سیمه کې د نورو روانو مسایلو په اړه خبرې وکړي. نوموړی به همدا راز په ایران کې له مېشتو کډوالو سره ګوري او د ډاکټر نعیم په خبره له … نور ولولئ
نړۍ

ډیورنډ کرښې ته نیږدې وسله والو کسانو په پاکستاني پوځیانو برید کړی

د راپورونو له مخې د کویټې د چمن په اڅکزیو توبه سیمه کې نن ماښام وسله والو کسانو د پاکستاني پوځیانو پر پوسته برید کړی، چې ۸ پاکستاني پوځیان یې وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي. پاکستاني پوځ هم تایید کړې، چې نن ماښام یې په چمن کې ۸ پوځیان وژل شوی دي، خو تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې د یاد برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی. د پاکستان په … نور ولولئ