افغانستان

جواد ظریف: په افغانستان کې د قانوني حکومت ملاتړي یو

ایران طالبانو ته ویلي چې په افغانستان کې له یوه قانوني او ټولشموله حکومت ملاتړ کوي. د الجزیرې د راپور له مخې جواد ظریف له طالبانو سره په خپله وروستۍ لیدنه کې دوی هڅولي چې د جګړو پر ځای د سولې او خبرو له لارې له افغان حکومت سره توافق ته ورسېږي. جواد ظریف ویلي په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت ملاتړ کوي، د داسې یوه حکومت چې قوانینو په تېره اساسي قانون عملي … نور ولولئ
افغانستان

د بهسود ولسوالۍ د پیښې د څېړلو په موخه یو پلاوی میدان وردګ ته ورسېد

د افغانستان د ملي امنیت شورا د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ملي امنیت شورا، سیمه ییزو ارګانونو او ملي امنیت ادارو یو ګډ پلاوی د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ ته تللی او په دغه ولسوالۍ کې وروستۍ رامنځ ته شوې پېښه په هر اړخیزه توګه ارزوي. په دغه ولسوالۍ کې د علي پور غیر مسوولو او ناقانونه وسله والو د افغان حکومت پر پوځ برید کړی دی … نور ولولئ
افغانستان

افراسیاب خټک: د نظام دښمنان غواړي افغانستان نویمو کلونو ته بوځي

د پښتونخوا وتلي سیاستوال او د پاکستان د سنا پخواني غړي افراسیاب خټک په خپله یوه مرکه کې ویلي دي دا چې طالبان په مسکو کې د بل حکومت د رامنځ ته کېدو خبره کوي، په افغانستان کې جګړې زور اخلي او هدفي بریدونه دوام کوي په دې مانا ده چې په دغه هېواد کې د یوه پیاوړي نظام دښمنان ډېر دي او غواړي افغانستان نویمو کلونو ته بوځي. نوموړي ویلي د سیمې استخباراتي کړۍ … نور ولولئ
افغانستان

محب: موقت حکومت د پردیو د لاسوهنې لپاره لوی فرصت دی

 د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، موقت حکومت د پردیو لاسوهنې لپاره د دایمي فرصت مانا لري او دغه پردۍ اجنډا په افغانستان کې نه‌ شي تطبیق کېدای. د ملي امنیت شورا سلاکار دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په مسکو کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې د دوحې د تړون له مخې دې په افغانستان کې لنډ مهاله حکومت رامنځ … نور ولولئ
افغانستان

عمران خان: پاکستان د پیسو په بدل کې د بهرنیو جګړو برخه ګرځیدلی

د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپل هېواد په مخکنیو حکومتونو او چارواکو نیوکه کړې چې ولې یې د افغانستان جګړې کې ګډون کړی دی. عمران خان ویلي،‌ چې دا د پاکستان د پخوانیو واکمنانو لویه تېروتنه وه چې په افغانستان کې يې د امریکا په مشرۍ له ترهګرۍ سره په جګړې کې دخيل شول. نوموړي دا نه دي ویلي، چې په دغې جګړې کې پاکستان ته کوم زیان رسېدلی، خو د ده په خبره … نور ولولئ
افغانستان

غني: ناټو غړي هیوادونه د امریکا له ملاتړ پرته پاتې کېدای نه شي

ولسمشر غني ویلي، د ناټو غړي هیوادونه لېواله دي چې ځواکونه یې په افغانستان کې پاتې شي خو هغوی د امریکا له ملاتړه پرته نه شي پاتې کېدای. ولسمشر غني د اسپین انسټیټیوت انلاین غونډې ته په وینا کې وویل چې ده د کاناډا، ناروې او جرمني له مشرانو او د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره خبرې کړي او ورته څرګنده شوې چې ناټو ډېره لېواله ده چې په افغانستان کې یې ماموریت دوام … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني طالبانو ته د خپلې استعفا ځواب ورکړ

ولسمشر غني وایي، مؤقت حکومت هیڅ راز مشروعیت نه لري او دی ددې صلاحیت نه لري چې جمهوریت منحل کړي. ولسمشر غني چې د اسپن امنیتي مجمع لخوا رابلل شوي بحث کې یې خبرې کولې وویل،افغانان له مؤقت حکومت بدې خاطرې لري، ځکه په وینا یې د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ وروستیو پېښو وښوده چې دغه چاره د نظام د پاشل کېدو سبب شوه. نوموړی وایي، زه په هیڅ ډول د سولې مخالف نه … نور ولولئ
افغانستان

د پکتیا اوسیدونکي؛ د جګړې دواړه لوري دې اوربند وکړي

پکتیا ولایت کې د سولې په تړاو جوړې شوې غونډه کې د دې ولایت قومي مشرانو هېواد کې د جګړې پر زیاتوالي اندېښه وښوده او د جګړې له دواړو غاړو یې وغوښتل چې نور دې خپلو کې اوربند وکړي. د پکتیا یو شمېر قومي مشرانو د هېواد په ډیری ولایتونو کې بیا د وسله والو طالبانو لخوا وروستیو بریدونو ته په اندېښنې سره وویل، چې دغه ډله باید جګړه ودروي او د سولې لار خپله … نور ولولئ
افغانستان

طالب مشرانو د سیمې هیوادونو ته سفرونه پیل کړې

تهران ته د ملابرادر له سفر وروسته د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو بل پلاوی پرون د روسيې مرکز مسکو ته رسیدلی دی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، د طالبانو پلاوی، د عباس ستانکزي په مشرۍ روسیې ته تللی او هلته یې، د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د ولسمشر مرستیال او د روسیې د … نور ولولئ
افغانستان

د المان د بهرنیو چارو وزیره: له افغان سولې سره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو یو

د ولسمشرۍ مانۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د المان له لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل سره پر افغان سوله، دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي. مېرکل په دې خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او د یوه خپلواک، پرمختللي او با ثبات افغانستان هیله لري. نوموړې ویلي له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په … نور ولولئ