افغانستان

له ۷۰۰ کلونو وروسته د کمال خان بند یو وار بیا له اوبو ډک شو

د اوبو د تنظیم ملي ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کمال خان بند د هېواد لویه او ملي پروژه ده چې د جوړېدو چارې یې د دې ادارې له لوري بشپړې او د اوبو ذخیره کول په کې پیل شوي دي. د یادې ادارې د خبرپاڼې په وینا د نورو هېوادوالو تر څنګ ولسمشر غني هم د کمال خان بند په جوړېدو خوښي ښودلې ده. سرچینه زیاتوي: «د نورو هېوادوالو تر … نور ولولئ
افغانستان

منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره وصل کېږي

افغانستان، ازبکستان او پاکستان د مرکزي او سویلي آسیا ترمینځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د ریل پټلۍ یو سند لاسلیک کړ. د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغو هېوادونو چارواکیو ددې سترې پروژې د لاسلیک په مراسمو کې چې په تاشکند کې تر سره شول برخه اخیستې وه. په دې مراسمو کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار اموروزاکوف وویل، سوله او ثبات کولی شي چې په افغانستان کې … نور ولولئ
افغانستان

المان:چې د سولې خبرې بریالۍ شوې بهرني عسکر به ووځي

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په تازه څرګندونو کې ویلي د بهرنیو ځواکونو ایستل دې په دې پورې مشروط کړل شي چې د افغانستان په سوله کې پرمختګ رامنځ ته کېږي او کنه. د هغه په وینا که په سوله کې پرمختګ راغی او د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شوه تر هغه وروسته دې په دې تړاو پرېکړه وشي. هایکو ماس وايي همدا چې مذاکرات په بریالۍ توګه پایلې ته … نور ولولئ
افغانستان

امنیتي ځواکونو بهسودو ولسوالۍ کې د علیپور له کسانو شاتګ کړی

د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا ځینې غړي وایي د عليپور غیر مسوولو وسله والو تېره شپه د ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی دی چې له امله یې امنیتي ځواکونو شاتګ کړی و. د ولایتي شورا غړي وایي دمګړی ولسوالي د عليپور وسله والو ته پرېښودل شوې ده. دا پېښه داسې مهال کېږي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا یو پلاوی د مرکزي بهسودو ولسوالۍ ته تللی او هڅه کوي ستونزه د خبرو … نور ولولئ
افغانستان

سیګار:پوځ ته ۳ میاشتو کې د ۸۴ میلیونو ډالرو تجهیزات اخیستل شوي

سیګار په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې تېر کال د اګسټ له ۳۱مې بیا د اکټوبر تر ۳۱مې امریکایي لوري افغان ځواکونو ته د ۸۴،۱ ډالرو په ارزښت نظامي وسایل او وسایط اخیستي دي. په دې کې ۲۱۷ هاموې ټانکونه هم شامل دي چې بیه یې ۵۱،۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي. سیګار وایي چې امریکا له ۲۰۰۵ز کال تر ۲۰۱۸ز کال پورې د افغان پوځ پر تجهیز او روزنه ۱۲،۶ میلیارده ډالر لګولي … نور ولولئ
افغانستان

ارګ: حکومت به تر ټاکلې مودې فعالیت کوي

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې حکومت به د اساسي قانون په رڼا کې تر ټاکلې مودې پورې فعالیت کوي او ولسمشر به د ټاکنو له لارې واک خپل ځای ناستې ته پرېږدي. د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ویلي چې افغانانو ته له جمهوریت پرته بله هره بڼه د منلو نه ده. نوموړي زیاته کړې، د اوسني اسلامي جمهوري نظام د ساتنې په اړه د ولس هوډ واضح دی. د هغه په خبره، د … نور ولولئ
افغانستان

ازبکستان په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په تاشکند کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر سردار اوکتاموېچ اموروزاکوف سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه د شپې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي. سرچینه زیاتوي: « دواړه لورو د مزارشریف … نور ولولئ
افغانستان

دفاع وزارت: د طالبانو د دروغجنو ژمنو له امله ښایي بهرنیان و نه وځي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شامحمود میاخیل په خپله یوه مرکه کې ویلي طالبانو پر خپلو ژمنو هېڅ راز عمل نه دی کړی او ښایي له همدې امله بهرنیان ونه ووځي. د میاخېل په وینا دغه ډلې نه تاوتریخوالی کم کړی، نه اوربند ته تیار شوي او نه یې هم په مذاکراتو کې پرمختګ ته لار هواره کړې ده. میاخیل وایي همدې مسایلو ته په کتو ښایي طالبان د دې لامل شي چې … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو د اروپايي ټولنې وروستۍ څرګندونې رد کړي

وسله والو طالبانو د اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو هغه راپور رد کړی چې دغه ډله یې د وروستیو هدفي بریدونو او ورانکاره فعالیتونو مسووله بللې وه. د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي چې د اروپايي ټولنې او څو نورو هېوادونو وروستۍ څرګندونې بې اساسه دي او دوی یې ردوي. هیره دې نه وي چې تیره ورځ اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو په … نور ولولئ
افغانستان

اردوغان: طالبان دې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او اوربند دې وکړي

ترکیه هیواد په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي او جګړې اندېښنه ښودلې ده. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ولسمشر غني سره په تلیفوني خبرو کې ویلي چې د طالبانو له لوري په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي، له افغان حکومت سره خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسوي او دایمي اوربند رامنځ ته کړي. دواړو … نور ولولئ