افغانستان

طالب پلاوی ترکمنستان ته تللی

د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی، چې مشري یې د یادې ډلې سیاسي مرستیال ملا برادر اخند کوي، د ترکمنستان  په رسمي بلنه دې هیواد ته تللی دی. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه پلاوی تېر ماښام ترکمنستان ته رسیدلی دی. هغه لیکلي: «په دغه سفر کې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ مسائلو، تجارتي اړیکو، سیاسي پرمختګونو او نورو اړوندو موضوعاتو بحث او … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني د امریکا د دفاع له وزیر سره پر سولې خبرې کړې

ولسمشر غني د امریکا د دفاع له وزیر لوید استین سره ټلیفوني خبرې کړې دي. ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په دې ټلیفوني خبرو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وشوې. خبر پاڼه کې همدا راز راغلي، چې د امريکا دفاع وزير د دې ترڅنګ چې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ یې … نور ولولئ
افغانستان

د مصالحې شورا: طالب پلاوي د مذاکراتو پر ځای په سفرونو بوخت دي

د مصالحې عالي شورا په دوحه کې د مرکچي پلاویو تر منځ د خبرو ځندېدو پړه پر طالبانو اچوي او وایي، دې ډلې په نامعقوله دلایلو د خبرو بهیر ځنډولی دی. په اعلامیه کې زیاته شوې، د افغان حکومت مرکچي پلاوی د مخکینۍ هوکړې پر اساس د دویم پړاو خبرو لپاره دوحې ته تللی او د مصالحې شورا، جمهوري نظام، سیاستوالو او د افغانستان د خلکو له ملاتړه برخمن دی. د سرچینې په وینا، که … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو هرکلی کړی

افغان حکومت له راتلونکې مې میاشتې وروسته هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د امریکا کانګرس لپاره د چمتو شوي راپور هرکلی کړی، خو طالبانو يې مخالفت کړی. امریکا کې د افغانستان د وضعیت ارزولو یوې ډلې سپارښتنه کړې چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو نېټه دې وځنډول شي او دا چاره دې د طالبانو له خوا د دوحې په هوکړه کې د شویو ژمنو عملي کولو … نور ولولئ
افغانستان

انتوني بلېنکن له خلیلزاد سره خبرې کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي. بلېنکن په ټوېټر پاڼه لیکلي، له زلمي خلیلزاد سره یې افغانستان کې د راتلونکو ګامونو، د ترهګرۍ له ګواښه د امریکا د خوندي ساتلو، په افغانستان کې د یو منصفانه او دوامداره جوړجاړي او دې هېواد کې پر دایمي او بشپړ اوربند خبرې کړې دي. زلمي خلیلزاد هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي … نور ولولئ
افغانستان

کندوز کې سپین زر شرکت د غوړیو تولید بیا پیل کړو

د کندوز ولایت د سپين زرشرکت له دوو لسیزو وروسته د غوړیو فابریکې د بېرته فعالېدو لپاره پنځه ماشینونه نصب شول او کار یې پیل کړ. د یاد ولایت ځایي چارواکي وايي، دغه نوي ماشینونه له ازبکستان څخه اخيستل شوي چې په ۲۴ ساعتونو کې د لس ټنو غوړیو پر پروسیس سربېره د هر ډول تیلي دانو د پروسیس ظرفیت لري. د کندوز ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپانه کې ویلي: « د کندوز … نور ولولئ
افغانستان

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه، تیر کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تازه راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۰ کال کې دغې کمېټې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت کړي. د خبریالانو د خوندیتوب له کمېټې زیاته کړې، په دغه پیښو کال کې ۷ تنه خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي چې پنځه یې د هدفي وژنو په پایله کې وو او ۲ د ماین د چاودنې له امله، ۱۸خبریالان او د … نور ولولئ
افغانستان

د افغان دولت مرکچي پلاوي له هیوادوالو سره آنلاین ناسته کې خبرې وکړې

په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د خبرو ټکني کېدو سره افغان مرکچي پلاوي له خلکو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې ده. د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د حکومت د مرکچي پلاوي ځینو غړیو پرون د کندهار ولایت له اوسېدونکو سره آنلاین غونده کړې. ددې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې ګډونوالو د سولې په چوکاټ کې پر بشري حقونو، زده‌کړو، … نور ولولئ
افغانستان

ایران: د طالبانو په دریځ او تګلاره کې بدلون نه دی راغلی

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره لیدلي دي. طاهریان په دې لیدنه کې ایران ته د طالبانو د وروستي سفر په اړه وضاحت او معلومات ورکړي دي. نوموړي ویلي ایران د سولې په اړه له طالبانو سره اوږدې خبرې لرلې خو داسې ښکاري چې دغه ډله پر خپل پخواني دریځ او … نور ولولئ
افغانستان

اروپايي ټولنه: افغان سوله کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوو

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د اروپايي ټولنې له یوه پلاوي سره کتلي او پر بیلا بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې تر ډېره د اروپايي ټولنې پر بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي او دغه ټولنې ژمنه کړې چې دوی به په افغانستان کې خپلې مرستې او همکارۍ ډېروي. ددې تر څنګ دواړو لورو پر افغان سولې هم خبرې کړې دي. ولسمشر … نور ولولئ