افغانستان

مک کینزي: طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی

د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مک کینزي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي د دوی معلومات ښيي چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی او د افغانستان په هره برخه کې هدفي بریدونه کوي. نوموړي دا نه دي ویلي چې اوس به امریکا پر کوم اقدام لاس پورې کوي خو ټینګار یې کړی چې د خبرو له لارې د افغان جګړې ختمولو ته لومړیتوب ورکوي. جنرال کېنټ مک کنیزي همدا راز … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: که امریکایان نه وځي سختو جګړو ته تیار یو

د طالب وسله والو جنګي قومندانان او مشران وايي دوی له امریکا سره جګړې ته چمتو دي. د میدان وردګو په تنګي کې د طالبانو یوه قومندان مولوي توکل له پي بي ایس امریکایي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دوی ته د ټرمپ او بایډن د حکومت توپیر نشته بلکې امریکا ته په کار ده چې ژر تر ژره خپل ځواکونه له افغانستان وباسي. دغه طالب قومندان ویلي که امریکا پر خپلو ژمنو عمل … نور ولولئ
افغانستان

جوبایډن په افغانستان کې، د خپلو سرتېرو د ماموریت ستاینه کړې

په داسې حال کې چې د امریکا نوې ادارې د امریکا او طالبانو د هوکړې او د خپلو سرتېرو د تګلارې ارزونې خبره کړې ده، جو بایډن په افغانستان کې له مېشتو امریکایي پوځیانو سره ټلیفوني خبرې کړې دي. نوموړي له خپلو سرتېرو سره تر ټلیفوني مکالمې وروسته پر خپل ټوېټر په افغانستان کې له خپلو مېشتو سرتېرو مننه کړې او د هغوی د خدمتونو ستاینه یې کړې ده. بایډن لیکلي: « په کابل او … نور ولولئ
افغانستان

بلخ کې د پسونو پر رمه وسله‌وال برید شوی

بلخ ولایت کې وسله والو طالبانو د پسونو په یوه رمه برید کړی. د بلخ ځایي چارواکي وایي، وسله‌والو طالبانو تېره ورځ په دغه ولایت کې د یوه کس د ۴۰۰ پسونو پر رمه برید کړی او غوښتل یې چې په زور پسونه ترې یوسي. چارواکي زیاتوي، چې وروسته د کلي د خلکو او طالبانو تر منځ جګړه رامنځته شوې او څلور کسان په کې وژل شوي دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان وچې مېوې تر کاناډا ورسیدي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، کاناډا ته د افغانستان د وچو مېوو صادرات پیل شوه او په نژدې راتلونکې کې به د خلیج او منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم دغه صادرات پیل شي. د کرنې وزارت په وینا، په همدې موخه پرون شنبه د کابل په بادام باغ کې د صادراتو غونډه جوړه شوې وه او کاناډا ته د هېواد د ۱۴ ډوله وچو مېوو لېږدیدل پیل شول. د کرنې وزارت د … نور ولولئ
افغانستان

م.م: طالبانو لا هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څارنې ډلې په خپل ۲۷م راپور کې له طالبانو سره د القاعده ډلې او نورو ترهګرو ډلو له اړیکو پرده پورته کړې ده. راپور کې راغلي چې طالبانو له ژمنې سره سره د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې. راپور کاږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د القاعده ډلې د یو شمېر غړو وژل کېدل … نور ولولئ
سیاست

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي، پاکستاني پولیسو زموږ غړي نیولي

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، چې نن یې د ارمان لوڼي د دویم تلین او د یاد غورځنګ د ځينو غړو د راخلاصېدو په پار غونډه کوله، خو تر غونډې مخکې یې ځینې مشران د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي دي. په پام کې وه، چې د پي ټي ایم له خوا د ارمان لوڼي د دویم تلین او د دوی د ځينو مشرانو د راخوشې کېدو یاده غونډه، د پېښور سپېرير ساینس … نور ولولئ
افغانستان

کرنې وزارت: هېواد کې د زعفرانو سږني حاصلات ۲۱ ټنو ته رسېدلي

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې په هېواد کې د زعفرانو سږني حاصلات ۲۱ ټنو ته رسېدلي. د یاد وزارت په وینا، هرات، بلخ، فاریاب، کندز، فراه او دایکندي هغه ولایتونه دي، چې د هېواد تر ټولو ډېر زعفران تولیدوي. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي، د زعفرانو ۴۰۷ ننداریزې کروندې جوړول،۸۶۰ زعفران کارو مېرمنو ته روزنه ورکول، یو زر او ۸۸۸ نارینه زعفران کارانو ته روزنه ورکول، زعفران کارانو ته … نور ولولئ
افغانستان

محب: طالبان د نظام ړنګېدل غواړي

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي، طالبان د قدرت د ترلاسه کولو په لټه کې دي او هڅه کوي چې نظام را نسکور کړي. د محب په خبره طالب ته له ځان بغیر بل څوک نه مسلمان معلومېږي او نه هم افغان. د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن د لوړپوړو امنیتي مسوولانو د خبري ناستې پر مهال د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، طالبانو د مذاکراتي پلاوو ناستې پرېښودې … نور ولولئ
افغانستان

د طالب پلاوي سفرونه؛ افغان پلاوی د مذاکراتو پر دوام ټینګار کوي

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د سولې د بهیر پر چټکتیا ټينګار کړی. معصوم ستانکزی ویلي، د سولې بهیر باید چټک شي خو ټینګار کوي چې په دغه بهیرکې بېړه باید د افغانستان د خلکو ګټې له خطر سره مخ نه‌ کړي. نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه ملي، سیمه‌ ييزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده او زیاته کړې یې ده چې د سولې په بهیر … نور ولولئ