افغانستان

مالیې وزارت د ټیټ رتبه مامورینو د معاشونو د لوړولو خبر ورکړی

مالیې وزارت ویلي چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې به د ښوونکو او ټیټ رتبه دولتي مامورینو په معاشونو کې پام وړ زیاتوالی راشي. د مالیې وزارت سرپرست خالد پاینده تېره شپه ناوخته په ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د ښوونکو او ټیټ رتبه دولتي مامورینو د معاشاتو زیاتوالې لپاره به د ولسمشر، د هغه مرستیالانو او کابینې د نورو غړو معاشات، مصارف او دغه راز شمېر هم راکم کړل شي. د یادونې ده چې ولسي … نور ولولئ
افغانستان

ټېلر کاټسکي: د دوحې پر هوکړه نه عمل به امریکا نړیوالو ته دروغجنه کړي

مشهور امریکایي مبصر ټيلر کاټسکي نیوز ویک نشریې ته په یوه لیکلې مقاله کې وایي چې بایډن باید د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او د مې تر میاشتې دې خپل سرتېري له افغانستان وباسي. د نوموړي په خبره که امریکايي لوری پر خپله هوکړه عمل و نه کړي نو دا به امریکا په نړیواله کچه بې باوره کړي، ځکه دغه هېواد تر دې وړاندې له ایران سره اټومي هوکړه ماته کړې ده او … نور ولولئ
افغانستان

نیویارک ټایمز:طالبانو پر ښارونو بریدونه نور هم زیات کړي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې هوا سړه ده او په تېرو کلونو کې به په دې موسم کې جګړې نه کېدې، خو روان ژمی طالبانو د تېر پر خلاف خپلې جګړې ډېرې کړې دي. نیویارک ټایمز لیکلي، چې کندهار او کندوز ددې هڅو ښې بېلګې دي چې روان ژمی طالبانو پرې د بریدونو ګڼې هڅې کړې دي. ورځپاڼه دغه راز خبرداری ورکوي چې ښايي د پسرلي په راتګ سره … نور ولولئ
افغانستان

سټولټنبرګ: تر هغه چې شرایط برابر نه شي، سرتېري نه وباسو

د ناټو عمومي منشي د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې خبریالانو ته ویلي، دوی اجازه نه ورکوي چې افغانستان شل کاله مخکې وضعیت ته ستون شي. د سټولټنبرګ په وینا د ناټو ملګري ټول په یوه خوله دي چې په افغانستان کې به د شرایطو تر سمېدو پورې خپل نظامي حضور ته ادامه ورکوي. هغه ټینګار کړی چې د سولې له هوکړې ملاتړ کوي خو ددې هوکړې تر ټولو مهمه غوښتنه … نور ولولئ
افغانستان

واشنګټن ټایمز: د سرتېرو بې وخته ایستل امریکا ته سرخوږی جوړوي

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې په افغانستان کې د امریکا ماموریت او د سولې بهیر ته کتنه کړې ده. سرچینه وایي امریکا په افغانستان کې له تېروتنو ډک ماموریت ترسره کړی دی خو تر ټولو ستره تېروتنه به یې له افغانستان د سرتېرو ایستل وي. ورځپاڼه وایي تر هغه د سولې خبرې نه بریالۍ کېږي څو چې نظامي فشار موجود نه وي او دواړه خواوې سولې ته نه وي هڅول شوې. سرچینه لیکي، … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان د درد درمل جمهوریت که امارت

لیکنه: استاد احمد جاوید مومند د هېواد په تېرو څلورو لسیزو کې چې کومه موضوع په سیاسي او ټولنیزه سطحه د سیاست پوهانو، ځوانانو او ولسونو ترمنځ په زیاته کچه ښکته او پورته کېږي هغه دنظام د ډول او د نظام د مشروعیت موضوع ده. د امارت او جمهوریت تاریخي شالید ته په کتو سره آیا کوم امارت چې وروسته د محمد ص رحلت څخه رامنځته شو آیا هغه امارت او خلافت د پلې کېدو … نور ولولئ
افغانستان

یونما: روان تاوتریخوالي د سولې پر پروسې د خلکو باور ته زیان رسولی

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د تاوتریخوالي ډېرېدو ډېر افغانان کډوالۍ ته اړ کړي دي. یوناما په خپل وروستي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر له ۱۲مې د ۲۰۲۱ کال د جنوري تر ۳۱مې په هدفي وژنو کې ۱۱ مدني فعالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي چې دا د اندېښنې وړ مسئله ده. راپور زیاته … نور ولولئ
افغانستان

نبیل: امنیتي ځواکونو لپاره مې له استخباراتي رازونو پرده پورته کړه

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د هغه کسانو نومونه او انځورونه خپاره کړي چې د ده په خبره، د اې اس اې په مرسته په کابل کې هدفي وژنې ترسره کوي. رحمت الله نبیل په خپلو څو ټویټونو کې د درېیو کسانو نومونو او انځورونو خپاره کړي او وایي، دا هغه کسان دې چې په مستقیمه توګه د پاکستان د استخباراتي ادارې اې اس اې څخه ملاتړ کېږي او په … نور ولولئ
نړۍ

جو بایډن: د ټرمپ نه محاکمه کېدل د امریکا د ولسواکۍ کمزورتیا ښایي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د ټرمپ پر نه محاکمه کېدو غبرګون ښودلی دی. وروسته تر هغه چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا له سنا برات واخیست، بایډن په خپلو څرګندونو کې وویل چې دا مسئله په امریکا کې د ولسواکۍ کمزوري ښيي. د هغه په وینا، په دې هېڅ سترګې نه شي پټېدلی چې ټرمپ پر کانګریس د لاریون کوونکو د برید لامل او هڅوونکی و، خو د امریکا سنا لکه … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: د سولې خبرو سره هممهاله په افغانستان کې جګړه شدیده شوې

د ملګرو ملتونو یوې ډلې ددغه سازمان د امنیت شورا ته په خپل یوه راپور کې ویلي، چې لا هم افغانستان د نړۍ په کچه له ترهګریزو فعالیتونو اغېزمن هېواد دی. راپور کې راغلي، سره له دې چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې پيل شوې دي خو په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی او ددغه هېواد وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي. د ملګرو ملتونو دغه ډله کارپوهانو زیاته کړې، چې طالبان لا … نور ولولئ