افغانستان

ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړي

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېر ماښام د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي. خبرپاڼه لیکي، چې په دې تلیفوني خبرو کې همدا راز په سیمه کې پر روان وضعیت، د امنیت په ټینګولو او د ترهګرۍ سره په مبارزه هم خبرې شوې دي. د خبرپاڼې په وینا، دواړو لورو همدا راز د سولې … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: د نیوزیلنډ په څیر له نورو هېوادونو هم ورته تمه لرو چې سرتېرې وباسي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د نیوزیلنډ هېواد دا اقدام چې د دوحې د تړون پر اساس خپل عسکر له افغانستان څخه باسي، د هرکلي وړ دی. هغه زیاته کړې، دوی له ټولو هغو هېوادونو څخه د ورته اقدام غوښتنه کوي چې د خپل هېواد عسکر يې د افغانستان په اوږده او نه ګټونکي جګړه کې ستړي کړي دي. طالبان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نن د نیوزیلنډ هېواد لومړۍ وزیرې په … نور ولولئ
افغانستان

رویټرز: د سولې روانه پروسه له جدي ګواښونو سره مخ ده

رویټرز خبري اژانس ویلي چې د سولې خبرې له جدي ګواښ سره مخ دي، ځکه چې طالبان پسرلنیو عملیاتو ته چمتوالی نیسي. رویترز زیاته کړې، چې د طالبانو له وروستیو څرګندونو او کړنو څخه داسې معلومیږي چې سولې ته لازمه لېوالتیا نه لري. راپور وړاندې لیکي، شاوخوا یو کال وړاندې طالبانو له امریکا سره په دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه او په هوکړه کې په ښکاره ټکو لیکل شوي وو چې طالبان به … نور ولولئ
افغانستان

بهرنیو چاور وزارت: د ناټو دریځ ستایو، طالبان باید خپلې ژمنې پوره کړي

د هیواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي په لیدنه کې اتمر ته ډاډ ورکړی چې د افغان امنیتي ځواکونو سره به همکاري کوي او ملاتړ ته به یې دوام ورکړي. د بهرنیو چارو له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پیل کې، بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ناټو دوامداره همکاریو او ژمنو څخه ستاينه وکړه او د افغانستان حکومت او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

باورونه څه ډول زموږ په ژوند کې بدلون راولي

ژباړه او زیاتونه: شبانه پوپلزۍ باورونه زموږ په ژوند کې هغه مهم او ارزښت لرونکي دلیلونه دي، چې له امله یې موږ بریا ته هم رسېږو او له ماتې سره هم مخ کېږو. که څوک د ځان په اړه غوره او ښه باورونه ولري، کولای شي، چې په ژوند کې خپلو موخو ته ورسېږي. که یو کس په دې باور وي، چې دا کار نه شم کوی، د دې کس دا باور د دې لامل … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت: افغانستان د ناټو دایمي مرستې ته اړتیا لري

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د ناټو غړي هېوادونه او افغانستان لا هم له ګډ دښمن سره په جګړه بوخت دي چې پر وړاندې یې له یو بل سره همکاري او مبارزه په کار ده. نوموړي ویلي، افغان حکومت ته تر هغه پورې د ناټو مرستې مهمې دي ترڅو چې افغانستان په خپلو پښو درېږي. ټاکل شوې نن چهارشنبه د ناټو د غړو هېوادونو … نور ولولئ
افغانستان

ډیجیټل ژورنال: ناټو ښایي د سرتېرو د پاتې کېدو پرېکړه وکړي

ډیجیټل ژورنال د نظامي او امنیتي تحلیلوونکو له خولې په یوه مقاله کې لیکلي دي په افغانستان کې وضعیت هسې نه دی روان لکه ناټو او امریکا یې چې تمه لرله. د سرچینې په خبره ټاکل شوې وه چې طالبان او افغان حکومت په خپلو کې مذاکرات مخ ته یوسي، تاوتریخوالی کم شي، د بهرنیو سرتېرو وتلو ته زمینه برابره شي او افغانستان له دایمي ثبات برخمن شي، نو له همدې امله ښایي ناټو ځواکونه … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت: طالبان دې د لیک پر ځای د سولې خبرو ته راوګرځي

افغان حکومت وایي چې طالبان باید د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د پرانیستي لیک پر ځای د سولې بین الافغاني خبرو ته راوګرځي. د ولسمشر پخواني ویاند او د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معین صدیق صدیقي پر خپل ټویټر د طالبانو لیک ته په اشارې ویلي، هغوی چې امریکایانو ته لیک لېږي باید د تاوتریخوالي کمولو تر څنګ پر خپلو ټولو ژمنو عمل وکړي. صدیقي زیاته کړې، طالبان دې د افغانستان له ورانولو … نور ولولئ
افغانستان

امریکا ته د طالبانو لیک: موږ افغانان خپلو کې سره جوړېږو، ستاسو پاتې کېدل ضرور نه دي

طالبانو امریکایي ولس ته د یو پرانیستي لیک په ترڅ کې ویلي، دا د هر ولس هیله ده چې د خپلو اصولو او ارزښتونو له مخې، د هر ډول ګواښ، یرغل او ویرې پرته ژوند وکړي. په لیک کې وړاندې راغلي، چې تېر نولس کلن جریان ثابته کړه چې د افغانستان موضوع د زور او ځواک د استعمال، او پوځي ستراتيژیو او جنرالانو د بدلون په وسیله نه حل کېږي. لیک وړاندې کاږي، دې جګړې … نور ولولئ
افغانستان

په جلال اباد ښار کې به تر ځمکې لاندې سرکونه جوړ شي

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ویلي، د جلال اباد ښاروالي پلان لري چې په روان مالي کال کې په دغه ښار کې تر ځمکې لاندې یو شمېر سرکونه جوړ کړي. عطاء الله خوږیاڼي هغه نن په خپله فیسبوک پاڼه په یوه تازه پوسټ کې لیکلي دي، «جلال اباد ښاروالي په روان مالي کال کې جلال اباد ښار کې د ځمکې لاندې د یو شمېر سړکونو جوړولو پلان لري.» نوموړي په دې هکله نور … نور ولولئ