افغانستان
ولسمشر غني: د سولې د بهیر ناکامېدو سره به پاکستان هم سخت زیان وویني
ولسمشر غني ویلي، که د سولې روانه پروسه ناکامه کېږي نو پاکستان ته به یې د بل هر هېواد په پرتله ډېر زیان رسېږي. ولسمشر غني تېره ورځ د اېکو سازمان سرمشریزې ته په خپله وینا کې وویل، پاکستان په افغانستان کې تلپاتې سولې راوستلو کې مهم رول لوبولی شي خو که دا کار له زړه وکړي. نوموړي زیاته کړې، د افغانستان د راتلونکي خوندي کولو لپاره باید نړیوال او سیمه ییز تضمین موجود وي. … نور ولولئ