کلتور او هنر

په کراچۍ کې افغان کډوالو ماشومانو سره د ماهره خان خبرې

د پاکستانۍ سینما مشهورې فلمي ستورې ماهره خان افغان مهاجر ته کمپ ته ورغلې او هلته یې د دوو ماشومانو سره یوه ويډیو کړې چې په افغان ماشومان وایي غواړي د هندۍ سینما د نوي او ځوان اداکار ورون دهون په شان شي. ماهره خان دغه ویډیو پر خپل انسټاګرام پورته کړې او په ځواب کې یې ورون دهون هم د ماهره خان د کار او هنر ستاینه کړې ده. ماهره خان د پاکستانۍ سینما … نور ولولئ
کلتور او هنر

رشي کپور وايي؛ که رنبیر کپور د عالیې بهټ سره واده کوي اعتراض نلري

د هندۍ سینما وتلی پخوانی فلمي ستوری او رنبیر کپور پلار وایي که يې زوی په خپله خوښه د عالیه بهټ سره واده کوي، دی هېڅ مشکل نه لري او زوی یې حق لري چې په خپله خوښه واده وکړي. په بالیووډ کې په دې وروستیو کې د ودونو خبرونه زیات لیدل کیږي او اوریدل کیږي. په دغه سینما کې د هندي فلمي لوبغاړو فلمونو لړۍ وروسته له هغې زور واخیسته چې د هندۍ کرکټ … نور ولولئ
کلتور او هنر

سلمان خان، خوشحاله دی چې پریانکا ورسره په فلم کې کار ونه کړ

د هندۍ سینما مشهور فلمي لوبغاړی او د بالیووډ سلطان سلمان خان په فلم بهارت کې د پریانکا چوپړا د رول په تړاوو خبرې کړي، چې په کې د پریانکا په تړاؤ د سلمان خان توند غبرګون ښکاره معلومیږي. سلمان خان ویلي چې د بهارت فلم جوړیدونکي ټیم نه غوښتل چې په دغه فلم کې پریانکا چوپړا ولوبیږي. دبنګ خان وایي، پریانکا چوپړا غوښتل په فلم بهارت کې له ده سره یوځای مرکزي رول ولوبوي … نور ولولئ
کلتور او هنر

د هندي سینما ۸ ښکلې ادا کارې چې د ښکلا ملکې هم وې

هغه هندۍ فلمې ستورې چې بالیووډ ته راتګ وړاندې یې د ښایست د ملکي تاج په سر کړی دي او په نړۍ د ښایست ملکې او یا هم د هندوستان د ښکلا ملکي جوړې شوي. په بالیووډ کې داسې ډېرو هندۍ فلمي ستورو کار کړی چې وړاندې تر دې چې په فلمونو کې کار وکړي د ښکلا د ملکې مډالونه یې ګټلي. وروسته یې بیا ښکلا ورسره مرسته کړې تر څو په اسانۍ سره په … نور ولولئ
کلتور او هنر

د لومړي ځل لپاره یوې مسلمانې باحجابې انجلۍ د انګلستان د ښکلا سیالي وګټله

د لومړي ځل لپاره یوه مسلمانه او با حجابه پيغله د انګلیستان د ښایست په سیالۍ کې تر وروستي پړاوه رسیدلې او دغه سیالۍ یې ګټلي دي. سارا افتخار هغه مسلمانه نجلۍ ده چې په انګلیستان کې یې د مسلمانانو په جامو کې د ښایست په سیالۍ کې ګډون وکړ او د انګلینډ د ښایست ملکه ونومول شو. سارا افتخار ۲۰ کلنه ده او غالباً ګومان کیږي چې د پاکستان هېواد څخه د لومړي ځل … نور ولولئ
کلتور او هنر

ډپیکا پډوکون یو ځل بیا انګلیسي فلم کې کار کوي

د هندۍ سینما مشهوره فلمي ستورې ډپیکا پډوکون یو ځل بیا د انګلیش سینما په یوه فلم کې کار کوي. ډپیکا پډوکون د هندۍ سینما کامیابه فلمي ستورې ده او په خپل بالیووډ کې یې خپله کامیابي ثابته کړې، خو اوس په هالیووډ یا انګلیش سینما کې هم خپل بخت ازمایي او معلومه به شي چې د هندۍ سینما په څېر هلته هم خپل ځان ثابتولی شي او که نه؟ ډپيکا پډوکون تر دې وړاندې … نور ولولئ
رسنۍ

شاهد افریدی هم نسوار کوي

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاهد افریدي په داسې مهال د کمرې د سترګې له لورې په نښه شوی نسوار په خوله کې ږدي. تازه په یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې په ځینو مراسمو کې د پاکستانۍ لوبډلې لوبغاړی د نسوارو اچولو په حال کې دی. اوس دغه ویډیو په پاکستانیو رسنیو کې خپره شوې او په ټولنیزه میډيا کې هم د کرکټ د مینه والو لخوا لاس په لاس کیږي. شاهد … نور ولولئ
سپورټ

وفادار په اسیايي لوبو کې له لوبیدو پاتې شو

د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځوان تیز توپ اچوونکی په متحده عربي اماراتو کې ټپي شوی. کرکټ بورډ وایې نوموړی به د همدې ټپ له امله ونشي کولی چې په راتلونکې اسیا جان سیالیو کې ولوبیږي. وفادار مومند د افغان کرکټ ملي لوبډلې په هغه ۱۵ کسیز نوملړ کې شامل و، چې د کرکټ بورډ غوراوي کمیټې په متحده عربي اماراتو کې د راتلوونکي اسیایې جام سیالیو لپاره اعلان کړې وه. خو اوس کرکټ بورډ … نور ولولئ
سپورټ

کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو اسیایي جام ته بشپړه نوې ځوانه لوبډله اعلان کړه

افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د اسیايي جام سیالیو لپاره د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله اعلان کړه. په دغه لوبډله ټول ځوان لوبغاړي اخیستل شوي چې تر دې وړاندې په دغه لوبډله کې نه وه لوبيدلي. کرکټ بورډ په خپله پاڼه لیکلي، د غوراوي کمېټې د تګلارې له مخې، دا ځل بشپړ ډول نوې او ځوانه لوبډله غوره شوې، چې په بنګله دېش کې به د ۱۹کلنو ځوانانو په اسیایې جام کې … نور ولولئ
په زړه پورې

د سعودي پر سینما، د لومړي ځل لپاره د بالیووډ فلم روښانه کیږي

وروسته له هغې چې سعودي عربستان حکومت په وروستیو کې خپلو خلکو ته ازادي ورکړه او په همدغه دوران کې يې پر سینما ګانو هم خپل بندیز ختم کړ، نو د اکشي کمار فلم به د باليووډ لومړی فلم وي چې د سعوي عربستان په سینما ګانو ښکاره کیږي او لیدونکي به ولري. په زحمت کښلو د مشهور فلمي ستوري اکشي کمار فلم (ګولډ) په سعودي عربستان کې لومړی بالیووډ فلم دی چې د دغه … نور ولولئ