بریا او پرمختګ

ناوې لپاره د سمینټو له بوجیو نوې جوړې شوې جامې

په چین کې یوه سړي د مېرمنو لپاره د واده نوی ماډل لباس تیار کړی چې د سمینټو له بوجیو به جوړیږي. واده د انساني ژوند تر ټولو مهمه مرحله ده چې د خوښیو او یادګارونو ډکې شېبې ورسره تړلې وي. هر څوک خوښوي چې په خپل واده کې دې ښه، ښایسته، نوي ماډل او قیمتي جامې واغوندي او ځان تر نورو ډېر ښکلي وښيي. په واده کې مېرمنې تر نارینؤ زیاتې قیمتي او ښکلې … نور ولولئ
کلتور او هنر

د تنوشري، د جنسي ځورونې په اړه د هندۍ ژونالیستي شاهدي او د فلمي ستورو غبرګونونه

په هندۍ سینما کې د دغې سینما د مشهور فلمي ستوري نانا پټيکر او نوموتې فلمې اداکارې تنوشري دته تر منځ وروستیو جنجالونو د بالیوډ د سترو فلمي لوبغاړو غبرګونونه راپارولي دي. وړمه ورځ تنوشرې دته تور پورې کړ چې کلونه وړاندې د یوه فلم پر مهال د نانا پټيکر لخوا جنسي زورول شوې وه. ویل کیږي دغه مسئله په ۲۰۰۸مېلادي کال کې پېښه شوې وه چې له نن څخه لس کاله وړاندې حسابیږي. خو … نور ولولئ
کلتور او هنر

تنوشري دته په نانا پټیکر د جنسي ځورونې تورونه لګولي

د هندۍ سینما مشهور او پخوانی فلمي ستوری نانا پټیکر دا ځل د جنسي ځورونې د تورونو ښکار شوي او پرې د بالیوډ د فلمي لوبغاړې تنوشري دته، لخوا د جنسي ځورونې تورونه لګېدلي دي. نانا پټیکر د هندي سینما مشهور فلمي ستوری دی چې په ډېرو فلمونو کې کامیابه ادا کاري کړې ده. نوموړې پسې د کلونو وړاندې کیسې تازه شوې او تازه تنوشري دته ویلي چې له نوموړې به د خپل حق پوښتنه … نور ولولئ
سپورټ

ای سي سي د سیالۍ پر مهال د بال ټمپرینګ سزا سخته کړه

د کرکټ نړیوالې شورا هغو لوبغاړو ته چې بال ټمپرینګ کوي یا توپ خرابوي په خپل قانون کې د تېر په پرتله سزا سخته کړې ده. بال ټمپرینګ یا د بال خرابول چې په بېلابیلو طریقو سره د توپ خرابول دی چې د ټمپرینګ په صورت کې بیا توپ وهنې ته خنډ کیږي او په سمه توګه توپ وهنه پرې نه کیږي او د توپ نیونې اړخ لوبډلې ته مرسته کوي. د بال ټمپرینګ یا … نور ولولئ
سپورټ

د کال د غوره ګول جاېزه مسلمان لوبغاړي محمد صلاح ته ورکړل شوه

د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) د کال د غوره لوبغاړي د جایزې تر څنګ د کال غوره ګول، ښه رزونکی، غوره ښځینه فوټبالره معلوم کړل او هم یې خپله غوره یو لس کسیزه لوبډله اعلان کړه چې په کې لیونل میسي او کریسټیانو رونالډو سربېره نور مشهور لوبغاړي شامل دي. فیفا د کال د غوره جاېزې پروګرام په لندن کې نیولی و او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشهورو فوټبالرانو پکې ګډون کړی. د فوټبال … نور ولولئ
کلتور او هنر

عامر خان؛ له امیتابهـ بچن سره یو ځای کار کول مې ارمان و

د هندۍ سینما تر ټولو کامیابترین او مشهور فلمي ستوری وایي، دا چې د امیتابهـ بچن سره په یوه فلم کې یې کار وکړ خوشحاله دی. دی وایي تر اوسه یې هم باور نه کیږي چې دی د خپلو خوبونو رښتیني تعبیر ته رسیدلی وي. عامر خان دغه خبرې وروسته له هغې کړي چې یې د هغه راتلوونکي فلم لومړی پوسټر خپور شو چې په پکې یې د امیتابهـ بچن سره یوځای کار کړی. دغه … نور ولولئ
کلتور او هنر

اجي دیوګن د خپلې مېرمنې نمبر ټويټ کړی؛ کاجول ورته سخته غوسه ده!

د هندۍ سینما د مشهور ستوري اجی دیوګن مېرمن او د همدغې سینما نوموتې فلمې اداکاره کاجول په خپل خاوند د دې له امله غوسه ده چې ولې یې د دې نمبر په ټوئټر کې خپور کړی دی. تېره ورځ اجی دیوګن په خپله ټوئټر پاڼه د خپلې مېرمنې نمبر ټویټ کړی او ورسره یې لیکلي وه چې ((کاجول اوس مهال په هېواد کې نه شته او کولی شئ چې د کاجول سره په دغه … نور ولولئ
کلتور او هنر

ویراټ کوهلي له کرکټه فلمي نړۍ ته ورځي !

رسنۍ وایي، د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر به د کرکټ ورهاخوا په فلمي نړۍ کې قدم کیږدي. په رسنیو کې وروسته له هغې د ویراټ کوهلي په تړاوو دغه اوازې ګرمې شوې چې نوموړي یو ټوئټ وکړ او پکې یې د فلم د یوه پوسټر په څېر خپل تصویر سره لیکلي وه چې د یوه بل نوښت او پیل پر لور. د کوهلي په دغه ټوئت یې مینوال غوسه شوي او په تړاو … نور ولولئ
کلتور او هنر

له کرینه کپور وروسته پریانکا هم په (سلوټ) کې له کار انکار وکړ

د یوه هندوستاني فضانورد په ژوند جوړیدونکي فلم (سلوټ) لپاره تازه ځلیدلې فلمي ستورې بهومي پدنیکر غوره شوې. بهومي پډنیکر هغه فلمي ستورې ده چې د اکشی کمار سره په فلم (ټوائلټ؛ ایک پریم کتها) کې کار وکړ او ښه وځلېدله. دغه فلم کې د دغې اداکارې رول لوبولو د ډېرو خلکو پام ځانته راوړه او د خپلې اداکارۍ جوهر یې د فلم مینوالو ته وښوده. هندۍ رسنۍ وایي، د هندوستاني فضانورد راکیش شرما په … نور ولولئ
سپورټ

د شپږیزې سیالیو لوبډله د متحده عربي اماراتو په یوه لیګ کې لوبیږي

د شپږیزې کرکټ ټورنمینټ سیالیو یوه لوبډله عارف عظیم بوسټ په متحده عربي امارتو کې په یوه لیګ کې لوبیږي. دغه خبر نن د عارف عظیم بوسټ لوبډلې په رسمي فیسبوک پاڼه خپور شوی. عارف عظیم بوسټ لوبډله د شپږیزې د کرکټ سیالیو یوه مهمه لوبډله وه چې په شپږیزې ټورنمینټ کې عارف عظیم ګروپ لخوا اخیستل شوې وه. د خپرو شویو معلوماتو له مخې دغه لیګ به درې ورځې دوام وکړي او ټولې به … نور ولولئ