ټولنیز ژوند

ولې د ماشومانو د غوږونو سوري کول ښه کار نه دی؟

لیکنه او راټولونه د امریکې د ماشومانو د روغتيا اکاډمي وايي هغه کورنۍ چې غواړي د خپلو نويو زېږېدلو لوڼو غوږونه د دې لپاره سوري کړي چې په غوږونو کې یې غوږوالۍ واچوي باید لږ تر لږه د ماشوم تر شپږ میاشتنۍ پورې په تمه شي. که څه هم ډېری کورنۍ له شوقه د خپلو ماشومانو غوږونه سوري کوي خو کورنۍ بايد په دې پوه شي چې د دوی له شوق نه د ماشوم روغتیا … نور ولولئ
خواړه

ولې د ګران‌بیه رسټورانټونو د خوړو کچه لږ وي؟

لیکنه او راټولونه: عایشه حیدري که خپله تجربه نه لرئ کېدای شي له نورو مو اورېدلي وي او يا مو په فلمونو کې لیدلي وي چې کله کله په قیمتي او نوموتو رسټورانټونو کې د خوړو د کچې او د خوړو د بیې تر منځ هېڅ انډول نه وي، يعنې د ډېرو پيسو په بدل کې ډېر لږ خواړه ورکول کېږي. دا چې په نوموتو رسټورانټونو کې لږ خواړه لوړه بیه لري بې دليله نه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څیړنې؛ خندا، د هر مرض دوا !

د نړۍ يو ډېر مشهوره متل دی چې وايي “خندا د هر درد درملنه ده” دا متل د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خلکو په ټولنيز ادبياتو په بېلابېلو ډولونو راغلی دی او افغانانو هم د خپل ژوند په اوږدو کې لږ تر لږه يو ځل اورېدلی دی او افغانان بيا وايي چې خندا د ژوند مالګه ده. خو موږ په دې نه پوهېږو چې ايا رښتیا هم خندا د هر درد درملنه ده … نور ولولئ
خواړه

ځينې هغه څښاکونه چې د وينې د فشار کچه ښکته راولي

که انسانان د وينې لوړ فشار د ډېر لوړېدو مخنیوی ونه کړي کېدای شي دغه ناروغي د مرګ لامل شي. موږ تر دې دمه د وينې د لوړ فشار او دا چې څه ډول یې د خوړو او څښاکو په واسطه درملنه وکړو ډېرې خبرې اورېدلي دي. خو په نننۍ لیکنه کې تاسو ته درې داسې څښاکونه در پېژنو چې څښل یې د وينې د لوړ فشار نه مخنیوی کوي د لیکنې تر پایه مو … نور ولولئ
په زړه پورې

ښه ملګري تر واده وروسته ، تر نورو خوشحاله ګډ ژوند لري

له داسې چا سره واده کول چې له هغه سره مینه لرئ او يا له واده نه وړاندې ستاسو تر ټولو ښه ملګری/ې دی/ه داسې دی لکه څوک چې په جنت کې ژوند کوي. داسې واده شوې جوړه چې له واده وړاندې یې له يو بل سره مینه درلوده هغوی یو بل ښه پېژني، اړیکه یې پخوالي ته رسېږي، کولای شي په ډېرې اسانۍ سره خپل احساسات له يو بل سره شريک کړي او ترمنځ … نور ولولئ
ژوند بڼه

څنګه په خوب کې د خرېدو مخنیوی وکړو؟

د ترسره شويو څېړنو پر بنسټ، د انګلستان کابو ۲۰ ميليونه وګړي د شپې له خوا د خوب پر مهال خرېږي او د دغو وګړو ترڅنګ د هغوی د ګډ ژوند ملګري هم د دوی له دغې ستونزې څخه کړېږي. د خوب پر مهال د خرېدو غږ یو ځورونکی غږ دی او د شپې له خوا انسان او د انسان د شاوخوا خلک ارامه خوب ته نه پرېږدي خو دا ستونزه دومره د اندېښنې وړ … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

په ٦ دليلونو کې د مجردۍ ګټې

ډېری کسان د مجردۍ ژوند نه خوښوي او فکر کوي چې مجرد اوسېدل او د ژوند ملګرې/ملګری نه درلودل کومه تېروتنه ده. دا منو چې په يوې داسې اړیکې کې اوسېدل چې دوه اړخیز توافق پکې وي د انسان روح اراموي او انسان ته ډېره ګټه لري خو ډېری وخت مجردي هم انسان ته کوم زیان نه رسوي او برعکس د انسان د پرمختګ لامل کېږي. په نننۍ لیکنه کې غواړم تاسو ته د مجردۍ … نور ولولئ
ژوند بڼه

د کور دننه ککړه هوا څنګه پاکه کړو؟

په معمولي ډول خاورې، ګردونه او دوړې د کور په هغې برخې کې را ټولېږي او په ځمکه لوېږي چې هلته ډېر لږ وخت تېرو يا له هغه ځای سره هغومره کار نه لرو. خو د کور په هغې برخې کې چې موږ ډېر فعالیت کوو خاورې او دوړې په ځمکه نه کېني او هوا ته پورته کېږي. له کله چې کورونا وایروس خپور شوی دی ډېری وخت په کور کې پاتې کېږو، نو زموږ … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

ولې ځينې نوي زېږېدلي ماشومان وېښتان لري او ځينې یې نه لري!؟

پخوانيو خلکو په دې عقیده درلوده چې د اومېندوارۍ پر مهال که د اومېندوارې ښځې معده اسيدي يا تېزابي شي نو د ماشوم پر سر به یې تر زېږون وروسته ډېر وېښتان وي. په ۲۰۰۶ کال کې څېړونکو په دې اړه څېړنې وکړې، دغو څېړونکو ۲۸ اومېندوارې مېرمنې چې د اومېندوارۍ پر مهال یې معدې سوځېدې، د څېړنو په پایله کې دا ښکاره شوه چې تر زېږون وروسته د ۲۸ ماشومانو له ډلې د ۲۳ … نور ولولئ
افغانستان

کوچنی اختر او د افغانانو دود

اخترونه په افغانستان او نورې اسلامي نړۍ کې د خوښۍ ورځې ګڼل کېږي، او مسلمانان يې په خورا ولولو لمانځي، د اسلام د مبارک دين وړاندې په بشري ټولنو کې د خوښې ځينې ځانګړې ورځې وې چې خلکو به لمانځلې او د خوښيو څرګندونه به يې کوله خو کله چې د سلام سپېڅلې د انسانانو د ژوندانه د يوه بشپړ لارښود نظام په توګه ظهور وکړ نو د اسلام خوږ پيغمبر حضرت محمد صلی علیه … نور ولولئ