خبريال: محمدصابر حميدي
ټاکل شوې نن غرمه يوه بجه د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو پایلوبه د میسعینک او کابل بازان کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
دې پایلوبې ته کابل بازانو او میسعینک لوبډلو دواړو د پوره چمتوالي خبر ورکړی.
د شپږیزه کرکټ لیګ په لومړۍ کوالیفایر لوبه کې کابل بازان ـ میسعینک لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره پيداکړې ده.
بلخوا په دویمه کوالیفایر لوبه کې بیا پرون میسعینک ـ بندامیر لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووته.
د میس عینک لوبډلې لوبډلمشری شاپور ځدران ته او د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشری بیا د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان لوبغاړی رحمان الله ګربز ته وردغاړی ده، چې نن به یې لوبډلې یو دبل پروړاندی په پایلوبه کې د سیالۍ ډګر ته کښته شي.
د شپږیزه کرکټ لیګ د تېر پړاو اتلولي میسعینک لوبډلې ګټلې وه.
وبه ګورو چې د اووم پړاو ننۍ پایلوبه کومه لوبډله ګټي.