په دا ورستیو کې د ځینو سیاسیونو او ګاونډي هېواد پاکستان لخوا پر ډیورند پریکړهلیک یامعاهده تاوده بحثونه پیل شوي. ځینو امریکایي دیپلوماټانو هم د پاکستان په ګټه څه ویناوې کړي دي.
غواړم لنډو څو جملو کې د دې اصل معاهده باندې بحث وکړم.
د ډیورند معاهده امیرعبدالرحمان د هغه وخت برتانوي هند سره لاسلیک کړې وه، چې دا تر هماغه وخت محدوده پریکړهلیک و.

برتانوي هند هماغه وخت هم پر کړي معاهده پښې ایښې وي او د دې معاهدې ډیرې جزیاتو نه یې سرغړونه کړې وه.
اوس راځو اصل د موضوع ته
اوس مهال د برتانوي هند په نوم هېواد شتون نه لري. انګریز، هند او ورسره پاکستان ته آزادي ورکړې ده او بنګلهدیش بیا په زور خپله آزادي له پاکستانه واخیستله او په نړۍ کې یې خپل بېرغ ورپاوه.
یعنې هغه جغرافیه بلکل ړنګه شوې ده. د هغه وخت هند برتانيې سره هر ډول هوکړه منسوخ بلل کېږي.
په افغانستان کې دا تېر څلویښت کاله، تل پر سیاسي مشرانو دا تورونه لګول کېږي، چې هغه رهبر د ډیورند پرېکړهلیک ومانه او دې رهبر رد کړ، او داسې نورې بې بنیاده اوازې خپرېږي خو واقعت دا دی، چې؛
