سپورټ

د انګلستان لوبډلمشر جیوروټ په ټیسټ لوبو کې اته زره منډې بشپړې کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر جیوروټ د کرکټ په ټیسټ لوبو کې ۸۰۰۰ منډې بشپړې کړې. روټ د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې په اول وار توپوهنه کې ۲۲۸ منډې وکړې او په ټیسټ لوبو کې یې د خپلو منډو لړۍ تر اتو زرو پوري ورسوله. ښاغلي روټ دا اته زره منډې په ۹۷ ټیسټ لوبو کې جوړې کړې، چې په دې ۹۷ لوبو … نور ولولئ
ټیکنالوژي

عطارد؛ ځمکې ته تر ټولو نږدې سیاره ده!

ژباړه: ملیحه ناصري د ډېریو خلکو په اند، زهره ځمکې ته تر ټولو نږدې سیاره ده؛ خو وروستیو څېړنو په ډاګه کړې چې عطارد د لمر ګردچاپېره مدار کې د ګرځېدو له امله ځمکې ته تر نورو نږدې ده. دا چې کومه سیاره موږ ته نږدې ده، دا پوښتنه د ټولو ذهن کې ښايي پیدا شوي وي، خصوصاً د هغو کسانو به په دې اړه مالومات لرل خوښېږي چې له ستورپېژندنې او سیارو سره مینه … نور ولولئ
خواړه

انګور- مڼه؛ یو هیښوونکی میوه ییز ترکیب

مڼه د خدای له هغو نعمتونو څخه شمېرل کېږي چې خورا ګټې لري. که د ورځې یوه مڼه وخوړل شي, وجود روغ ساتي او انسان روغتیاپال ته د ورتلو لپاره نه اړ کېږي. د نړۍ په کچه داسې کسان هم شته چې د خدای ج دا ښکلی نعمت نه شي خوړلی. څوک یې له بویه بده وړي, د چا یې خوند بد ایسي, څوک هم حساسیت ورسره لري. خو پوهانو د دې ستونزې د حل … نور ولولئ
افغانستان

د ۳۹ شمیره ولې شرم ګڼل کیږي او ایا د امرالله صالح وروستۍ حل لاره مناسبه ده؟

لیکنه: مهر تاج که څه هم افغانان مسلمانان او په خپل دین او مذهب کلک ولاړ خلک دي؛ خو مذهبي افراطیت کې هم ښکیل خلک بلل کېږي. د بده‌مرغه کلتوري او رواجي افراط هم زموږ د ټولنې یوه برخه ګرځیدلي ده. په دې وروستیو څو کلونو کې ٣٩ شمېره د خلکو ترمنځ په نحس یا د شرم او عار شمېره مشهوره شوه. حتا تر دې، چې د کوم موټر نمبر پلیټ کې به د ٣٩ شمېره … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د سر وېښتانو پر ښه والي د سر د پوستکي د روغتیا اغیزه

ژباړه: عایشه حیدري د وېښتانو توېدل یوه عامه ستونزه ده او ډېری ښځينه او نارينه په خپل ژوند کې له دغې ستونزې سره مخ کېږي. د وېښتانو د توېدلو د مخنیوي لپاره یو اسانه او اړینه لاره د سر د پوستکي سمه ساتنه ده، ځکه همدا کار د وېښتانو د فولیکولونو د پیاوړتیا لامل کېږي. د وېښتانو فولیکولونه د ودې یو دوران لري چې کېدلای شي د هورمونونو، درملو، د خوړو رژیم، ناروغیو او ډېرو … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان زعفرانو د نړۍ په کچه لومړی مقام ترلاسه کړو

د افغانستان زعفران د ښه کیفیت په لرلو سره د اروپایي ټولنې د ذایقې د نړیوال انستیتوت له لورې د «درې طلایي ستورو» په اخیستو سره په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړو. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي رسنیو ته وویل، چې د کیهان زعفران زراعتي شرکت د افغانستان په استازیتوب دا جایزه ترلاسه کړه. احمدي زیاته کړه، د کیهان زعفران زراعتي شرکت وروسته له دې کولای شي چې د … نور ولولئ
سپورټ

رحمن الله ګربز: خوښ یم چې د متحده عربي اماراتو په لس اوریزه لیګ کې اخیستل شوی یم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او ځوان توپوهونکی رحمن الله ګربز وایي، خوښ دی، چې د متحده عربي اماراتو په لس اوریزه لیګ کې ډهلي بولز لوبډلې اخیستی. د ګربز ددې څرګندونو ویډیو ډهلي بولز لوبډلې پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې خپره کړې ده. https://www.facebook.com/1474790525890354/posts/3571515069551212/ د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه پیلیږي او د فیبرورۍ میاشتي په ۶مه نېټه پای … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو؛د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د پنټاګون پرېکړه ستایلې

وروسته تر هغه چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وویل چې په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو شمېر تر ټولو کمې کچې ته راټیټ کړی دی، طالبانو یې دا پرېکړه ستایلې او د امریکا او طالبانو د هوکړې مطابق یې دا اقدام یو غوره او پر ځای ګام بللی دی. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، بې له شکه د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوې توافقنامې عملي کیدل د دواړو … نور ولولئ
افغانستان

افغان ولسمشر د ترکمنستان څخه د برښنا د بيې ټيټولو په خاطر مننه وکړه

راپور: نسيمه محمدي د ٥٠٠ کيواټ برښنا په پرانېست غونډه کې، ولسمشر محمد اشرف غني او ترک ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف له لوري د ويډيو کنفرانس له لارې پرانېستل شوه. افغان ولسمشر اشرف غني د ترکمنستان – افغانستان د ٥٠٠ کيلو واټه برښنا پروژه د اقتصادي همکارۍ په برخه کې مهم ګام ياد کړ. ښاغلي غني وويل: “د رېل پټلۍ، نوري فايبر، پاکستان ته د برښنا لېږد او نورې پروژې به، د سيمې د … نور ولولئ
اقتصاد

ټلګرام: د بشر په تاريخ کې د سترې ډېجېټالي کډوالۍ شاهدان يو

راپور: نسيمه محمدي پاول ډوروف، د ټلګرام بنسټګر اعلان کړې، چې د نوموړي پيام رسوونکي ته د نويو کارونکو راتلل د پام وړ زيات شوي دي. د اسپوتنيک په حواله، ډوروف په خپل ټلګرام اکونت د حرفې په بريا وياړ څرګند کړى دى. نوموړي زياته کړه، چې ممکن پخپله دى او لارويان يې”د بشر په تاريخ کې د ستر ډېجيټالي کډوالۍ شاهدان واوسي.” د ډوروف په وينا، د ټلګرام محبوبيت د دې لامل شو، چې … نور ولولئ