اقتصاد

اېټاليا کې د يو يورو په بدل کې کور!

د اېټاليا د سيسيل ښار چارواکو د کار ي زمينې برابرولو، سوداګرۍ او د دغه ښار په يوه کلي کې د کار لپاره، کورونه د يو يورو په بدل کې پلوري. د CNN د راپور پر بنسټ، کمون تورين د اېټاليا په سيسيل جزيره کې د يوې ځانګړې ځاى لپاره د اوسېدونکو د جذبولو خبر ورکړى دى. دا ښار کورونه د يو يورو په بدل کې پلوري او پېرېدونکو ته پيسې ورکوي، چې کور ځانته … نور ولولئ
اقتصاد

د موټر جوړونې ستر نړيوال شرکت جوړ شو

د فرانسې پژو فيات او د اېټاليا او آمريکا، کرايسلر د موټر جوړونې شرکتونه سره يوځاى او د نړۍ ستر د موټر جووړنې شرکت يې جوړ کړ. د فيات کرايسلر او پژو سيټروٸن شرکتونو سهام لرونکو، د دغو شرکتونو ادغام/ يو ځاى کېدل د Stellantis NV، د نړۍ ستر موټر جوړونې شرکت د ٥٢ ميليارډه ډالرو په پانګې سره تصويب کړ. دغه ډله د کارلوس تاوارس څخه ١١، پنځه غړي له پژو او پنځه غړي … نور ولولئ
سپورټ

ګلبدین نایب: پر ایرلنډ قوي یو؛ دا به افغانستان ته یو تاریخي سریز وي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړي ګلبدین نایب په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې افغان لوبډله پر ایرلنډ قوي ده او په راتلونکې سریز که به پرې برلاسې وي. ګلبدین د ملې سپورټ سره په فیسبوکې مرکه کې وویل، چې د ښه چمتوالي سره راغلي یو، تمرینات مو کړي او یو شمېر لوبغاړو خارجي لیګونه لوبولې چې لا لوبو ته اماده دي. هغه زیاته کړه: ‹‹لوبډله مو پوره ده او … نور ولولئ
افغانستان

بلینکن: ځواکونه مو له افغانستان وباسو خو ټول مسایل به له نږدې څارو

د امریکا د نوي جوړېدونکي حکومت د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوی وزیر وایي د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون په دقیقه توګه ارزول کېږي. آنتون بلینکن امریکایي سناتورانو ته د خبرو پر مهال ویلي تر دې دمه ددغه تړون له جزیاتو په بشپړه توګه خبر نه دی. د هغه په وینا دغه تړون به په دقیقه توګه ارزول کېږي او تر هغه وروسته به یې په اړه د بایډن حکومت دریځ خپلوي. نوموړي … نور ولولئ
سپورټ

کرکټ بورډ وایي؛ افغان ملې لوبډله د ایرلنډ په وړاندې سیالیو ته چمتو ده

لیکنه: محمدصابر حمیدي افغان کرکټ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې ویلې، چې افغان کرکټ ملې لوبډله د ایرلنډ په وړاندې راتلونکو دریو یو ورځنیو لوبو ته بشپړ چمتوالی لري. https://www.facebook.com/1585279335059992/posts/2861300830791163/ سبا پنجشنبه افغان کرکټ ملې لوبډله په خپل کوربتوب متحده عربي اماراتو کې د ایرلنډ کرکټ ملې لوبډلې سره د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې افغان او ایرلنډ لوبډلې به د لړۍ لومړۍ لوبه سبا پنجشنبه سهار … نور ولولئ
سپورټ

سبا افغانستان د ایرلنډ په وړاندې لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي سبا پنجشنبه افغان کرکټ ملې لوبډله په خپل کوربتوب متحده عربي اماراتو کې د ایرلنډ کرکټ ملې لوبډلې سره د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې افغان او ایرلنډ لوبډلې به د لړۍ لومړۍ لوبه سبا پنجشنبه سهار ۱۰ بجې د ابو دوبۍ په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې پیل کړي. له هغه وروسته دا دوه هیوادونه دویمه لوبه راتلونکې یکشنبه او درېیمه بیا راتلونکې … نور ولولئ
سوله

د روغتیا نړیوال سازمان؛ د نړۍ ټولو بې وزلو هېوادونو ته د کرونا واکسین یواځې ۲۵ دوزه ورکړل شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر دې دمه د ټیټ عاید لرونکي هیوادونو ته د کرونا واکسین یوازې ۲۵ دوزه ورکړل شوي دي. ددې سازمان عمومي منشي تدروس آدانوم د نړۍ هغو ۳۹ ملیونه واکسینو ته اشاره وکړه چې بډایه هیوادونو ته ورکول شوې او دا کار یې یو ناورین یاد کړی. د ښاغلي ادانوم په وینا، دا عادلانه نه ده چې په بډایه هیوادونو کې دې ځوانانو … نور ولولئ
افغانستان

لغمان کې د ګلپيانو سږني حاصلات ۲۲زره ټنو ته رسېدلي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي په ختیځ لغمان ولایت کې د ګلپیانو حاصلات څه باندې ۲۲ زره ټنو ته رسېدلی دي. یاد وزارت زیاتوي چې، روان کال په دغه ولایت کې پر ۱۰۲۵ هکتاره ځمکه ګلپيان کرل شوي وو چې حاصلات یې ۲۲۵۵۰ ټنو ته رسېدلي دي. دوی وایي له کروندګرو سره يې پر وخت مرسته د دې لامل شوې چې هرکال د دوی حاصلات نسبت تېر ته زیاتېږي. بل لورته … نور ولولئ
افغانستان

د مالیې وزارت: د ولسمشر غني په لارښونه د معاشونو د لوړوالي په طرحه کار کېږي

مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې‌ د مسودې په اړه د ولسي جرګې د استازو د وړاندیزونو هرکلی وکړو. د ماليې وزارت په وینا، ولسمشر غني درې میاشتې وړاندې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د برابرۍ موضوع د کابینې په غونډه کې مطرح کړه. یاد وزارت زیاتوي چې کابینې د روان کال د عقرب په ۱۴مه مالیې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ته د معاشونو د طرحې برابرولو دنده … نور ولولئ
افغانستان

هلمند: د تیرکال په نسبت د هوږې کښت او حاصلات زیات شوي

راپور: بشر درویش د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال د دې ولایت په زیاته ځمکه هوږه کرل شوې وه، چې د تېرکال په پرتله یې د حاصلاتو کچه زیاته شوې وه. د کرنې وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ددې وزارت د ۱۳۹۸ یم کال د احصایې ریاست د مالوماتو له مخې تېرکال د هلمند ولایت په ۱۲۶۲ هکټاره ځمکه هوږه کرل شوې وه، چې د … نور ولولئ