سیاست

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي، پاکستاني پولیسو زموږ غړي نیولي

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، چې نن یې د ارمان لوڼي د دویم تلین او د یاد غورځنګ د ځينو غړو د راخلاصېدو په پار غونډه کوله، خو تر غونډې مخکې یې ځینې مشران د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي دي. په پام کې وه، چې د پي ټي ایم له خوا د ارمان لوڼي د دویم تلین او د دوی د ځينو مشرانو د راخوشې کېدو یاده غونډه، د پېښور سپېرير ساینس … نور ولولئ
افغانستان

کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت: ۱۳۹۹ کال کې ۲۳۹۱ پرمختیايي پروژې پلې شوي

راپور: مصطفی سالک په ټوله کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په ۱۳۹۹ لمریز کال په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ۲۳۹۱ پرمختیايي پروژې پلې کړي دي، د دې شمیر پروژو په پلي کیدا سره ۳.۴ میلیونه کاري ورځې رامنځ ته شوي، او څه باندې ۳.۵ میلیونه کلیوال وګړي یې له ګټو برخمن شوي دي. سر بیره پر دې د اوبو رسولو، اوبه خور، ترانسپورت، د بریښنا ویش او پوهنې په برخو کې د … نور ولولئ
په زړه پورې

د سترګو عجيبه خطا؛ کتونکي يې حيران کړي دي

په مجازي پاڼو کې د يو جالب انځور خپرېدلو، د انټرنټ کاروونکي د يوې عجيبه پوښتنې سره مخ کړي دي. د ډيلې مېل په حواله، يو نوي انځور د ټولنيزو شبکو کاروونکي حيران کړي دي. هغوى هڅه کوي، پوه شي چې خپور شوى انځور انسان که سپى، کوم يو ښيي؟ دا انځور په واورو پوښلى ځنګل انځوروي، چې په منځ کې يې “تور سيورى” يا يو کس ليدل کېږي، آيا کوم سپى د منډې په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

مرګ سره د مذهب اړيکه!

ژباړه: شپنه سلګۍ مرګ د انسان لپاره يوه لويه مسئله ده. انسان يو داسې شعوري مخلوق دى چې د مرګ د قبوليت لپاره په اسانۍ سره نه تيارېږي. که تاسې د دنيا علمي تاريخ مطالعه کړئ نو درته جوته به شي چې تل انسانيت له مرګ سره په جګړه وي، يعنې زموږ ټوله هڅه دا وي چې په يو نه يو ډول له مرګه ځانونه خلاص کړو. فکر وکړئ چې انسان د خپلو هيلو، غوښتنو … نور ولولئ
په زړه پورې

دردونکې پېښه؛ له واده وړاندې د ناوې مړينه

يوه مصرۍ ناوې د واده له مراسمو څو ساعتونه وړاندې، د قلبي سکتې له امله مړه شوه. د مصر د يوم٧ ورځپاڼې د راپور سره سم، په دغه هېواد کې يوه ځوانه ناوې د واده د مراسمو له پيلېدلو څو ساعته وړاندې د زړه حملې له امله مړه شوه. دا پېښه د بني سوٸف ښار د دغه هېواد په مرکز کې پېښه شوه. د ورځپاڼې د ليکنې پر اساس، د دغې ٢٨ کلنې ناوې خپلوانو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د باچا خان له لورې، د ملت د خدمت لپاره د هند د خپلواک ولسمشر د بلنې ردول

ليکنه او راټولونه: صديقه پوپلزۍ باچا خان چې په فخري افغان او بادشاه خان هم یاد شوی د پېښور په هشنغر سیمه د اتمازو په کلي کې، خان بهرام خان محمدزي په کور کې په کال ۱۸۹۰ کې زېږېدلی دی. د عدم تشدد په موخه يې د خدایي خدمتګار یوه ټولنه جوړه کړه او د انګرېز په مقابل د وخت د نوموتي هندي سیاستوال مهاتما ګاندي سره یو ځای یې د انګرېز اشغال پر وړاندې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

حرکي ژبه یا باډي لنګویچ؛ د وینا پر مهال تېروتنې

(body language)د وجود ژبه/زبان بدن ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د ارواپوهنې له نظره، کله چې څوک غواړي خبرې/وینا یې پر ناستو کسانو/اورېدونکي اغېز پرېباسي؛ نو له خبرو سره سره ځينې داسې حرکات کوي چې اورېدونکی یې غوږ نیولو ته لېواله کوي. یانې که چېرې د ناستو خلکو پام بلې خواته هم شي؛ خو ویناوال یې په خپلو حرکات بېرته پام ځان ته اړوي، دې ته باډي لنګوېچ/د وجود ژبه وايي. د څېړنو په ترڅ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ځيرکتیا؛ ۷ هغه نښې چې وايي دومره هم ځیرک نه یاست!

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري ځينې وخت داسې پېښېږي چې له ځان سره به وایاست، زه خورا هوښیار او ځیرک/ه یم؛ خو تل داسې فکر مه کوئ. لږ شا ته وګورئ، ښايي تېروتي یاست. لږ پر خپله ځيرکتیا شک او غور پکار دی. اووه هغه نښې چې وايي، دومره هم ځیرک نه یاست: ۱-لږ اورئ، ډېرې خبرې کوئ: پرته له دې چې ورته پام مو شي، خپل غږ ډېر درباندې ګران وي. د دې لپاره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ځینې وخت حقيقت پټوئ !

وايي، پخوا وختونو کې په دریو بې ګناه کسانو باندې په مقصله (Guillotine) (۱) سره د اعدام حکم شوی وو، یو دیني عالم، بل وکیل او دریم فزیکپوه و، د اعدام کولو په وخت دیني عالم ورمخته کړل شو او تر مقصلې لاندې یې سر کېښودل شو، او داسې پوښتنه ترې وشوه چې که کومه وروستۍ خبره لرې ووایه! دیني عالم ورته وویل: الله، الله، الله، همدا الله به ما خلاصوي، دا وخت هغوی مقصله … نور ولولئ
سپورټ

کرېس ګېل کرکټ کې د پاتې کېدو ثبوت ورکړ!

کرېس ګېل چې ۴۱ کاله عمر لري د ۲۰۲۰ کال په وروستۍ میاشت کې یې ویلي وو، چې هغه پنځه کاله نور کرکټ هم کولای شي. که وګورو کرېس ګېل له ډېرو توپوهونکو ښه ځلېږي او خورا ښه توپوهنه کوي. په ۲۰۲۰ آی پي اېل کې یې د پنجاب لوبډلې لپاره په وروستیو کې د اوړو پوزه کېښوده او جالبې لوبې یې نندارې ته وړاندې کړې. یوه یې سلیزه ووهله، یو ځل په ۹۹ منډو … نور ولولئ