افغانستان

ډیويډ پيټریس:طالبان فقط د امریکایانو د ویستلو او د زندانیانو خوشي کول غواړي

امریکايي پوځي او د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی مشر ډیویډ پېټریس وایي طالبان یوازې دا غواړي چې امریکایي عسکر له افغانستان ووځي او د دوی زندانیان له بنده خوشي شي. نوموړي په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی او په دې باور دی چې طالبان د سولې په برخه کې ناغېړي کوي. هغه ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالی د کمولو لپاره نه بلکې د خپلو زندانیانو … نور ولولئ
افغانستان

امریکا د ګوانتانامو زندان د تړلو پریکړه کوي

د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت وایي، په کیوبا ټاپو کې د ګوانتانامو زندان تړلو په موخه ارزونې کوي او له قانوني پړاونو وروسته شاید دغه زندان وتړل شي. د سپینې ماڼۍ د رسنیو مشرې جن ساکي خبریالانو ته ویلي، د ګوانتانامو زندان تړلو په اړه خبرې پیل شوي، په دې برخه کې د بېلا بېلو ادارو نظر پوښتل او قانوني اړخونه اړین دي، نو ښایي یو څه موده وخت ونیسي. ګوانتانامو زندان … نور ولولئ
افغانستان

د غلام خان بندر له لارې د ټرانزیټ موټرو تګ راتګ پیل شو

د خوست ځایي چارواکي وایي، پرون جمعه، د خوست د غلام خان بندر له لارې لومړنۍ ټرانزیتي محموله ترسره شوه چې ولسونو یې تود هرکلی وکړ. د خوست له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د خوست ولسونو د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هغو بار وړونکو موټرو تود هرکلی وکړ چې په ټرانزیټي مالونو بار د خوست سرحدي ګمرک ته راورسیدل. د خبرپاڼې په وینا ، د ځینو … نور ولولئ
افغانستان

ولسي جرګه؛ ترڅو چې د ښوونکو معاشونه لوړ نشي، بودجه نه تصویبوو

د ولسي جرګې غړي د ښوونکو د معاشونو د لوړیدو له کبله د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي امنيت شورا تر فشار لاندې دي. دغه موضوع ولسي جرګه کې د پروان ولايت د خلکو استازي صدیق‌ احمد عثماني په پروان کې د ښوونکو په يوه راټولېدنه کې مطرح کړه. نوموړي ویلي، د حکومت رهبري او د ملي امنيت شورا د دې لپاره چې د ولسي جرګې استازي د ښوونکو د معاشونو د يو شان والي … نور ولولئ
افغانستان

د حج اوقافو وزارت: د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې هرکلی کوو

د حج اوقافو وزارت د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له هغې اعلامیې هر کلی کړی چې ویلي و په افغانستان کې باید ژر تر ژره روان تاوتریخوالی ودرول شي. د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي ویلي، اسلامي هېوادونه او سازمانونه دې په افغانستان کې د جګړې له غندنې سره د دغه هېواد د سولې پروسې ملاتړ هم وکړي. د یاد وزارت په وینا، ټولو نړېوالو اسلامي سازمانونو او هېوادونو په افغانستان کې … نور ولولئ
افغانستان

تېره شپه شدیدې زلزلې افغانستان او ګاونډي هیوادونه ولړزول

تېره شپه شدیدې زلزلې، چې شدت یې د ځینو راپورونو له مخې د ریښتر په حساب لږ تر لږه ۶ اعشاریه ۳ درجې و، تېره شپه د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو یو شمېر سیمې ولړزولې. هندي رسنۍ وايي، د دغه هیواد د زلزله پېژندنې د مرکز د معلوماتو پر اساس د دې زلزلې مرکز د افغانستان د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ته نژدې و. د هند د زلزله پېژندنې ادارې د راپور له مخې، … نور ولولئ
افغانستان

اتمر: کابل او واشنګټن د سولې د بریا لپاره پر یوه نوي پلان کار کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، کابل او واشنګټن هوکړه کړې چې په افغانستان کې به د سولې لپاره پر یوه نوي ګډ پلان کار کوي. حنیف اتمر پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په دې پروسه کې د دواړو هېوادونو اړوند وزارتونه او ادارې شاملې دي. له دې وړاندې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې اعلان کړی و چې له طالبانو سره د دې هېواد شوې … نور ولولئ
افغانستان

روغتیا وزارت: کوواکس افغانستان ته ۱۶میلیونه دوزه واکسین ورکوي

د عامې روغتیا وزارت ویلي، د واکسین برابرولو نړیوال بنسټ “کوواکس” د روغتیا نړیوال سازمان تر نظر لاندې افغانستان ته د ۱۶ میلیونه دوزه کرونا ضد واکسین ورکوي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي د کوواکس دې مرسته شوي واکسین لومړنۍ جوپې کې به یو اعشاریه درې میلیونه ډوزه وي. د یاد وزارت په خبره، د کرونا پر ضد د واکسین لپاره یې لومړیتوبونه ټاکلي دي. د دغه وزارت د چارواکو په وینا … نور ولولئ
افغانستان

د اسلامي همکاریو سازمان: د افغان سولې لپاره دې ټول اړخونه په ګډه کار وکړي

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې وروستي بمي بریدونه،هدفي وژنې او د تاوتریخوالي زیاتیدل محکوم کړل چې په تیرو څو ورځو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي. د اسلامي همکارۍ د سازمان عمومي منشي یوسف بن احمد العثیمین، د یو بیان په خپرولو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د سمدستي بندیدو غوښتنه وکړه او د ټولو اړخونو څخه یې وغوښتل چې د سولې هڅو ته پاملرنه وکړي او په … نور ولولئ
افغانستان

پر نړۍ د عبدالله غږ: طالبان د مذاکرې دوام ته وهڅوئ

د سولې د عالي مصالحې مشر ډاکتر عبدالله عبدالله یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د سولې خبرې پیل کړي. دغه څرګندونې عبدالله عبدالله پرون د عالي مصالحې د شورا په پرانیست غونډه کې وکړې. له یوې میاشتې راهیسې قطر کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې ځنډلې دي. عبدالله عبدالله له امریکا، نړیوالو متحدینو، اسلامي هېوادونو او نورو سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو نه غوښتي چې د افغان … نور ولولئ