افغانستان

سټولټنبرګ: د سرتېرو د ایستلو لپاره مو لومړنی شرط د تاوتریخوالي ختمول دي

د ناټو عمومي منشي د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ خبریالانو ته ویلي چې طالبانو تر اوسه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره کړې. ینس سټولټنبرګ وایي، دوی په ځلونه ویلي چې د سرتېرو ایستل یې په شرایطو پورې تړلي او تر ټولو مهم شرط بیا دا دی چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او د سولې لپاره به معنی لرونکي او پایلې لرونکي مذاکرات کوي. د هغه په … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړي

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېر ماښام د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي. خبرپاڼه لیکي، چې په دې تلیفوني خبرو کې همدا راز په سیمه کې پر روان وضعیت، د امنیت په ټینګولو او د ترهګرۍ سره په مبارزه هم خبرې شوې دي. د خبرپاڼې په وینا، دواړو لورو همدا راز د سولې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

خلک ولې ښه یا بدیږي؟

تر ټولو حیرانوونکې خبره خو دا ده چې که انساني ټولنه جوړه شي یا نه، شیطاني او د ځناورو ټولنه جوړیږي او کله چې څوک واوري هغه یا دا ډېره ښه ټولنه ده لامل یې دا وي چې په هغه ټولنه کې د ښو او نېکو خلکو شمېر لوړ وي او دا خو شونې نه ده چې له اسمانه دې ملایکې راشي او د ښو خلکو ټولنه دې ترې جوړه شي. بیا یې هم مانا … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د زړښت ضد د چينايي څېړونکو نوې تګلاره

 ژباړه: نسيمه محمدي په دغه طريقه کې، “کاټ٧” جن چې د زړښت اصلي عامل دى، غيرفعالېږي. په پکن کې څېړونکو د درملنيز جنونو نوې کړنلاره رامنځته کړې، چې په موږکانو کې د زړښت اغېز سرچپه/ برعکس کوي او د اوږد عمر کچه زياتوي. دغه موندنې ممکن يوه ورځ په انسانانو کې د ورته اغېزو سبب شي. د رويټرز د راپور پر بنسټ، د روانې مياشتې په پيل کې د “ساينس ترنزيشنال ساينس” مجلې په يوې … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: د نیوزیلنډ په څیر له نورو هېوادونو هم ورته تمه لرو چې سرتېرې وباسي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د نیوزیلنډ هېواد دا اقدام چې د دوحې د تړون پر اساس خپل عسکر له افغانستان څخه باسي، د هرکلي وړ دی. هغه زیاته کړې، دوی له ټولو هغو هېوادونو څخه د ورته اقدام غوښتنه کوي چې د خپل هېواد عسکر يې د افغانستان په اوږده او نه ګټونکي جګړه کې ستړي کړي دي. طالبان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نن د نیوزیلنډ هېواد لومړۍ وزیرې په … نور ولولئ
سپورټ

۲۰۲۱م کې تر دې دمه دغو لوبغاړو سلیزې وهلي دي

  رحمان الله ګربز د ایرلېنډ پر وړاندې د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ میاشت کې سلیزه ووهله او ۱۲۷ منډې یې وکړې. رحمت شاه زرمتي په ۲۰۲۱م کې د ایرلېنډ پر وړاندې سلیزه ووهله. پال سټېرلېنګ د افغانستان خلاف سلیزه ووهله. کېن ویلیمسن د پاکستان پر وړاندې ټېسټ لوبو کې سلیزه ووهله. هېنري نیکولس چې د نیوزیلېنډ لوبغاړی د پاکستان پر وړاندې یې ټېسټ لوبه کې سلیزه ثبت کړه. ډاریل مېچل چې د نیوزیلېنډ لوبغاړی … نور ولولئ
افغانستان

رویټرز: د سولې روانه پروسه له جدي ګواښونو سره مخ ده

رویټرز خبري اژانس ویلي چې د سولې خبرې له جدي ګواښ سره مخ دي، ځکه چې طالبان پسرلنیو عملیاتو ته چمتوالی نیسي. رویترز زیاته کړې، چې د طالبانو له وروستیو څرګندونو او کړنو څخه داسې معلومیږي چې سولې ته لازمه لېوالتیا نه لري. راپور وړاندې لیکي، شاوخوا یو کال وړاندې طالبانو له امریکا سره په دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه او په هوکړه کې په ښکاره ټکو لیکل شوي وو چې طالبان به … نور ولولئ
افغانستان

بهرنیو چاور وزارت: د ناټو دریځ ستایو، طالبان باید خپلې ژمنې پوره کړي

د هیواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي په لیدنه کې اتمر ته ډاډ ورکړی چې د افغان امنیتي ځواکونو سره به همکاري کوي او ملاتړ ته به یې دوام ورکړي. د بهرنیو چارو له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پیل کې، بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ناټو دوامداره همکاریو او ژمنو څخه ستاينه وکړه او د افغانستان حکومت او … نور ولولئ
سپورټ

د خپل غوره ملګري د کليزي په ورځ ډوپلسيس د ټيسټ څخه تقاعد اعلان کړ

خبريال: مدثر دعوت د سويلي افريقا پخواني لوبډلمشر فاف ډوپلسيس د ټيسټ کريکټ څخه نن خپل تقاعد اعلان کړ. نوموړي پر خپل انسټاګرام اکاونټ ليکلي چې وخت يې رارسېدلی تر څو د خپل ژوند يوبل پړاو پيل کړي. ډوپلسيس ويلي غواړي خپله ټوله توجه راتلونکي نړيوال جامونو ته واړوي او د راتلونکو ۲ کلونو لپاره د لنډ فارمټ لوبې ترسره کړي. سويلي افريقا کريکټ لوبډلي ته د فاف ډوپلسيس شتون ډېر مهم وو خو داچي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

باورونه څه ډول زموږ په ژوند کې بدلون راولي

ژباړه او زیاتونه: شبانه پوپلزۍ باورونه زموږ په ژوند کې هغه مهم او ارزښت لرونکي دلیلونه دي، چې له امله یې موږ بریا ته هم رسېږو او له ماتې سره هم مخ کېږو. که څوک د ځان په اړه غوره او ښه باورونه ولري، کولای شي، چې په ژوند کې خپلو موخو ته ورسېږي. که یو کس په دې باور وي، چې دا کار نه شم کوی، د دې کس دا باور د دې لامل … نور ولولئ