بریا او پرمختګ

خپل ژوند په لاس کې واخله! / ۱ برخه

  لیکنه: دوکتور إبراهیم الفقي ژباړه: نوید صهیب په خواشینۍ سره زموږ ترمنځ ډیر داسې خلک ژوند کوي، چې ژوند یې ترې ضایع او بابېزه تیرېږي، نه کوم لوی هدف او هویت لري او نه په ژوند کې داسې مهم څه او لومړیتوبونه ورسره شته؛ چې د ترسره کولو لپاره یې راوړاندې شي او هڅې وکړي. آیا په ژوند کې یو هدف درسره شته!؟ په خواشینی سره ډیر خلک د ښه ژوند او نعمتونو درلودلو … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان سوپرلیګ ته شپږم افغان لوبغاړی هم واخیستل شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي   ټاکل شوې نن شنبه ماښام د پاکستان سوپرلیګ پیل شي، چې په دې لیګ کې مخکې پنځه افغان لوبغاړي بېلابیلو لوبډلو اخیستې وه، خو پرون شپږم افغان لوبغاړی هم واخیستل شو.   د پاکستان سوپرلیګ پر رسمې فیسبوک پاڼې راغلې، چې پېښور زلمي لوبډلې افغان سلو توپ اچونکی وقار سلامخېل اخیستی.   پېښور زلمي لوبډلې وقار سلام خيل د سويلي افريقايي چپ لاسي بيټسمين ډيويډ ميلر په ځاى لوبډله کې واخيست. … نور ولولئ
سپورټ

حیدراباد لوبډله ویاړي، چې سږ کال ورسره درې افغان لوبغاړي شتون لري

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولي بولي تېره پنجشنبه ترسره شوه، چې ګډونوالو اتو واړه لوبډلو بېلابېل لوبغاړي واخیستل او خپلې لوبډلې یې بشپړې کړې.   سنرایزر حیدراباد لوبډلې چې دوه افغان لوبغاړي راشدخان او محمدنبي یې له ځان سره ساتلي وه، په بولي کې یې درېیم افغان لوبغاړی مجیب ځدران هم واخیست.   حیدراباد لوبډلې اوس پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې او ټویټر پاڼې د راشد، … نور ولولئ
اقتصاد

له ایران، اسلام کلا بندر ته د توکو لېږد بیا پيل شو

ایراني چارواکو ویلي، چې اسلام کلا بندر ته یې له سون توکو پرته د نورو سوداګریزو توکو لېږد له سره پیل کړو. د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږد وروسته له هغې و ځنډېد چې د دغه بندر په ګمرک کې سلګونه موټر وسوځېدل او لسګونه ميليونه ډالر زيان يې واړاوه. د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني وايي، د اوونۍ په اوږدو کې د اسلام کلا بندر د بیا … نور ولولئ
افغانستان

ضمیر کابلوف او باجوه پر افغان سولې خبرې کړې دي

د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کابلوف اسلام اباد ته د رسمي سفر پر مهال د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره لیدلي دي. سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې جنرال باجوه ویلي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او په همدې موخه دوی د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي. خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو د افغان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو … نور ولولئ
نړۍ

د شمالي کوریا ۳ اوسېدونکي د امریکا له لوري د ۱.۳ میلیارډ ډالرو په غلا تورن شول

د امریکې متحده ایالتونو د شمالي کوریا ۳ اوسېدونکي د ۱.۳ ملیارډ امریکايي ډالرو په غلا او سایبري جرمونو تورن کړي دي. د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، سي‌اېن‌اېن خبر ورکړی دی چې، د امریکې د متحده ایالتونو څارنوالۍ د شمالي کوریا ۳ اوسېدونکي له بانکونو او د ټولې نړۍ له شرکتونو څخه د ۱.۳ میلیارډ ډالرو په غلا او سایبري جرمونو تورن کړي دي. سي‌اېن‌اېن ټینګار کوي چې د شمالي کوریا هکرانو د نظامي … نور ولولئ
ټیکنالوژي

اپل په خپلو سټیکرونو کې د ږیره لرونکې ښځې سټیکر ور زیات کړ

دا ځل اپل سټیکر د سټیکرونو نوې بڼې په بېلابېلو ډولونو او رنګونو طراحي کړي دي. له The Verge څخه په نقل د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، دا ځل اپل سټیکر په خپلې ISO ۱۴.۵ نوې نسخې کې يو نوی ۱۳.۱ سټیکر چې د ږیره لرونکې ښځې سټیکر دی، زیات کړی دی. دا سټیکرونه دا ځل په نوې بڼې په بېلابېلو ډولونو او رنګونو طراحي شوي دي،د ISO کارونکي به ډېر ژر و کولای … نور ولولئ
ژوند بڼه

په عمر پوخ امریکايی مجرم، له ۶۸کلونو بند تېرولو وروسته خوشې شو

سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی دی چې د امریکې تر ټولو لوړ عمر لرونکی او تجربه لرونکی مجرم چې جو لیګان نومېږي او په پینځلس کلنۍ کې بندي شوی و، له ۶۸ کلونو بند تېرولو وروسته له بند څخه خوشې شو. لیګان په ۱۹۵۳کال کې زندان ته اچول شوی و، نوموړی هغه مهال چې تنکی ځوان و د داسې یوه بانډ غړیتوب یې درلود چې د فيلاډلفيا په دښتو کې یې شوکې او وژنې کولې. نوموړی په … نور ولولئ
افغانستان

جو بایډن: له دیپلوماتیکو لارو د افغان جګړې د ختمولو ملاتړي یو

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې په افغانستان کې د روانې شل کلنې جګړې د ختمولو لپاره د هغې دیپلوماتیکې پروسې کلک ملاتړ کوي چې دا مهال پیل شوې ده. نوموړي د میونیخ امنیتي کنفرانس ته وینا کې ټینګار وکړ چې حکومت به یې د افغانستان قضیې په اړه له اروپایي هېوادونو سره سلا مشوره کوي. بایډن زیاتوي، امریکا د ناټو تړون پنځمې مادې ته ژمنه ده، او دا ماده وایي چې د ناټو … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت: روسیه دې طالبان له موږ سره نه برابروي

بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي‌ استازي وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو غندلي دي چې د طالبانو او د افغان سولې بهیر په اړه یې کړې وې.‌ افغان حکومت ویلي، افغانستان کې د لنډمهالي‌ حکومت په اړه څرګندونې، د افغانستان او روسیې د ګډو اعلامیو سره په ټکر کې دي. ضمیر کابلوف دوه ورځې وړاندې د روسیې سپوټنیک خبري اژانس ته ویلي وو، طالبان له امریکا سره د دوحې تړون ته … نور ولولئ