خوندیتوب

که غواړئ چې پیاوړې حافظه ولرئ، له دې کړنو ځان وژغورئ

ځینې کسان داسې فکر کوي، چې د حافظې د کمزورتیا لامل یوازې د عمر په زیاتوالي پورې اړه لري، حال دا چې دا ستونزه یوازې په ډېر عمر لرونکو کسانو کې نه لیدل کېږي؛ بلکې داسې ډېر ځوان خلک هم شته، چې د حافظې له کمزورتیا سره مخ دي او ژر یې هر څه له یاده وځي، دا چې د دې ستونزې لاملونه څه او څه باید وکړو چې په دې ستونزه اخته نه شو … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: د مشرانو له اجازې پرته بهرني کسان خپله ډله کې مه نیسئ

طالبانو په خپلو ولایتي قومندانانو غږ کړی چې خپلو ډلو ته د بهرنیو جنګیالیو د ننوتلو اجازه ورنکړي. د طالبانو د نظامي کمیسیون چارواکو ټولو ولایتي قومندانانو ته یو لیک لیږلی او د بهرني جنګیالیو په جګړه یې بندیز لګولی دی. دغه لیک چې رسنیو ته هم رسېدلی، پکې لیکل شوي دي چې ولایتي چارواکي باید د بهرني جنګیالیو له منلو ډډه وکړي. د طالبانو نظامي کمیسیون په لیک کې ټینګار کړی چې ولایتي چارواکي … نور ولولئ
افغانستان

امنیت شورا: نړیوالې ادارې دې د ملکي تلفاتو د ارقامو په راټولولو کې دقت وکړي

د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د یوناما د راپور په غبرګون کې د افغانستان له ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان حکومت د ټولو اړوندو نړیوالو ادارو هرکلی کوي چې د ملکي خلکو د ژوند د ژغورلو په برخه کې کار کوي او تل يې غوښتنه دا ده چې د ارقامو په را ټولولو کې پوره دقت وشي. خبرپاڼه زیاتوي، افغان حکومت په ټولو عملياتو کې د ملکي خلکو … نور ولولئ
افغانستان

نعیم وردګ:که بهرني عسکر لاړ نه شي، د سولې پروسه زیانمنېږي

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم له نیوز ویک سره په خبرو کې ویلي، د بایډن ادارې ته په کار ده چې د دوحې پر هوکړه عمل وکړي او خپل سرتېري له افغانستان وباسي. نوموړي خبرداری ورکړی چې که امریکا خپل سرتېري تر مې میاشتې پورې له افغانستان و نه باسي، نو ښایي دا کار د بین الافغاني مذاکراتو پروسه جنجالي او زیانمنه کړي. نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې طالبان هوکړې ته … نور ولولئ
پوهنه

د هلمند په بغني کې وروسته له ۴۰ کلونو زده کوونکي ښوونځي ته ځي

د هلمند د پوهنې رياست مسولين وايي چې تر ۱۳۵۸ ه ش کال راوروسته وتوانېدل چې په لومړي ځل په بغني ولسوالۍ کې ښوونځی پرانيزي. هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دی چې په رسنيو کې يې تر ټولو ډېر خبرونه د مرګ ژوبلې اړوند وي، خو په همدې حالت کې بيا هم د ماشومانو او ځوانانو د زده کړو بهير ورځ تر بلې ښه کېږي او د پوهې د ترلاسه کولو نوي … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې په هکله د یوناما راپور رد کړ

طالبانو د ملکي تلفاتو په هکله د ملګرو ملتونو (یوناما) راپور بې اساسه وباله. د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د یوناما په راپور کې یو ځل بیا سلیقوي چلند شوی دی او د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملین پکې پټ شوي دي. په اعلامیه کې راغلي چې دوی د غلطو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی دا راپور ردوي او له … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان تر اپریدي مخکې شو؛ اوس د نړۍ ۷م زیاتې ویکټ اخیستونکی دی

لیکنه: محمد صابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان پرون د پاکستان په سوپرلیګ کې د کریس ګېل په سوځولو سره خپله ۳۴۴تمه ویکټ ترلاسه کړه.   په دې سره راشدخان د شل اوريزه لوبو په تاريخ کې له شاهد افري مخکې شو او اووم مخکښ او زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو.   د شل اوریزه سیالیو په تاریخ کې لس زیاتې ویکټ اخیستونکي لوبغاړي   ۱- ډیون براوو، ۴۷۱ لوبې … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: د جګړې ښکېل لوري دې ملکي افغانان نه وژني

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې دې ژر تر ژره د بشري حقونو د نقض او ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما تازه په افغانستان کې د ملکي وګړو د مصونیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی دی. په کابل کې د یونما د دفتر مشرې دبیرا لاینز زیاته کړې، د دې راپور له خپرولو یې موخه دا ده، چې د جګړې ښکېل لوري … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان کې د کرونا واکسینو وېش پيل شو

ولسمشر غني نن د کرونا واکسینو د ویش لړۍ په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې ویلي چې پنځه سوه زره دوزه واکسین به په لومړۍ مرحله کې په افغانستان کې وېشل کېږي. د ولسمشر غني په وینا دا واکسین به تر ډېره سرتېرو، ډاکټرانو او د امنیتي او روغتیايي ادارو نورو کارکوونکو ته ورکول کېږي. ولسمشر همدا راز زیاته کړې چې حکومت یې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې بریالی و او په … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د کټرينا د خور لومړنی فلم

د باليووډ سېنما د مشهوري اداکاري “کټرينا کيف” د خور “ايسابلي کيف” لومړنی فلم په مارچ مياشت کې ریلېز کېږي. هندي رسنيو او د سينما مبصر “تران ادراش” خبر ورکړی چې د “ايسابلي کيف” او “سورج پنچولې” فلم چې د “ټايم اف ډانس” په نامه دی، د راتلونکې مارچ مياشتې په ۱۲مه نېټه خپرېږي. ددې فلم کيسه پر رقص او ډانس راګرځي ،فلم پوهانو د کټرينا د خور رول ستايلی او ويلي يې دي چې … نور ولولئ