سپورټ

د راشدخان درملنه دوام لري؛ په اړه یې وروستۍ پریکړه د یکشنبې په ورځ کیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي   افغان کرکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې وايي، ښايي راشد خان د ښي لاس ګوتې د ټپي کېدو له امله د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د ملي لوبډلې د يوولس کسيز نوملړ برخه ونه اوسي.   راشدخان د پاکستان سوپر لیګ (PSL) لوبو پر مهال چې د لاهور قلندرز لوبډلې په ګټه یې دوهمه لوبه ترسره کوله؛ د ښي لاس ګوته ټپي شوه.   د کرکټ بورډ … نور ولولئ
سپورټ

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې.   کوپټیل د یادو شپږیزو په وهلو سره نړیوالو شل اوریزه لوبو کې خپل د هغې شمېر ۱۳۲ ته ورساوه او په دې سره یې د هندي روهیت شرما څخه لومړنی ځای ونیوی.     په نړیوالو شل اوریزه لوبو … نور ولولئ
افغانستان

محب: د تاوتریخوالي کمولو لپاره باید پر طالبانو فشار زیات شي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، په افغانستان کې د سولې د هڅو د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره پر طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا بندیزونه مهم دي. محب دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندیزونو هغې کمېټې ته چې پر طالبانو د ۱۹۹۸ کال د بندیزونو څارنه کوي، خپله وینا کې کړې دي. نوموړي یادې کمېتې ته ویلي، افغانستان او متحدین به یې دا ډاډ ترلاسه کوي چې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

زرغون خوست میله

لیکنه: هیلۍ اسد   آیا د “اشر” یا ګډ کار په اړه پوهېږئ؟ افغانان له ګڼو ناوړو دودونو سربېره ډېر داسې دودونه هم لري، چې ډېری ځوانان یې اوس د پاتې کېدو یا پرمختګ لپاره هڅې کوي. رضاکاره کارونه هغه څه دي چې په ژوندیو ټولنو کې ترسره کیږي، د دې کارونو انګېزه تر ډېره حده روغه او د مثبت بدلون شاهده وي. له نیکه مرغه یو وخت مو د “اشر” یا ګډ کار په … نور ولولئ
خواړه

د زنجفيل روغتیايي ګټې؛ له مغزي سکتې مخنیوی کوي

زنجفیل یو داسې بوټی ده، چې ښه خوند او ښه بوی لري او د دې بوټي اصلي ټاټوبی هند ګڼل کېږي. په قران شریف کې هم د زنجفیل یادونه شوې، او په اړه یې داسې ویل شوي: “وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنجَبِيلًا” (سورة الإنسان آية ١٧) په جنتیانو به د شرابو داسې جامونه وڅښل شي، چې ادرک یا زنجبیل به په کې وي. له زنجفیل څخه په لومړي ځل هغه وخت ګټه واخیستل شوه، … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: طالبان دې د زور له لارې واک ته د رسېدو خوبونه نه ګوري

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ ویلي چې دوی د زور له لارې واک ته د طالبانو بیا ستنېدو سره موافق نه دي. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار ویلي، افغانستان اوس د نویمې لسیزې افغانستان نه دی او د حکومت جوړښت یې په اسانۍ نه شي ماتېدلی. د پاکستاني پوځ ویاند بابر افتخار ویلي، چې هېواد یې د یو سوله ییز افغانستان ملاتړی دی او د تل په څېر … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې یو نوی زېږېدلی ماشوم د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

د ننګرهار چارواکي وایي، د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یو نوی زېږدلی ماشوم تښتول شوی و چې بېرته پولیسو د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی. د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر وایي، د دغه ولایت د خوږياڼو ولسوالۍ له روغتون څخه يو نوی زيږيدلی ماشوم چې يوې مېرمنې له لوري تښتولی شوی و، پولیسو له لوري د تښتونکې له منګولو خلاص او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو. خبرپاڼه کاږې، د معلوماتو له مخې هغه … نور ولولئ
افغانستان

دوستم د افغانستان مارشال دی، که د جوزجان؟

د افغانستان د جمهوري ریاست مخکیني مرستیال او د افغانستان په جګړو کې سابقه لرونکي جنرال دوستم د مارشالۍ له رتبې ډیر وخت وروسته رسنیو سره مرکو کې راڅرګند شوی. هغه تیرو څو ورځو کې له ډیر تلویزیوني رسنیو سره خبرې کړي او د روان او پخواني سیاسي وضعیت په اړه یې غبرګنونه لرلي دي. نوموړي دوه ورځې وړاندې د طلوع نیوز سره ځانګړې مرکه کې د خپلې مارشالۍ په اړه جالبې خبرې کړي دي. … نور ولولئ
ادبیات

“روغانی” د خپل ولس پر نبض پوه شاعر

لیکنه: نوراجان بهیر ښاغلی عبدالرحیم روغانی د عمر او ویښتو له رنګه بوډا معلومیدو، خو زړهٔ او جذبات یې ځوان وو؛ ما په لومړي ځل هغه په پېښور او بیا د هغه په خپل ښکلي وطن (سوات) کې ولیدو. د نوموړي خوش طبعیتۍ او له موسکا ډکې څیرې په لومړي ځل لیدو هم سړي ته داسې احساس ورکاوه، لکه له کلونو چې یو بل پېژني. هغهٔ سره له دې چې مشر و، خو د خپلو … نور ولولئ
افغانستان

امریکا:ښايي افغانستان کې مو سرتېري د یو څه وخت لپاره پاتې شي

امریکایي سناتوران وایي ددې احتمال شته چې امریکا په افغانستان کې د لنډمهال لپاره خپل نظامي حضور ته دوام ورکړي. د امریکا د سناء مجلس د پوځي خدماتو د کمېټې مشر سناتور جک رید په یوه مرکه کې ویلي دي، امریکا په دقیقه توګه د افغانستان وضعیت ارزوي او د سنا له لوري ګومارل شوې کمېټې هم دا وړاندیز کړی چې په افغانستان کې دې د امریکایي ځواکونو حضور دوام پیدا کړي. د هغه په … نور ولولئ