افغانستان

طالبان: له امریکا سره خپلو تعهداتو ته ژمن یوو او عملي کوو یې

طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د سولې موافقت نامه اوس هم ښه لوري ته روانه ده. دوی نن له امریکا سره د تیر ۱۳۹۸هـ کال د حوت په لسمه نیټه، د لاسلیک شوې هوکړې د یو کال پوره کیدو په مناسبت اعلامیه خپره کړې ده. طالبانو اعلامیه زیاته کړې، موږ سره تېر کال توافقنامه کې امریکا ژمنه وکړه چې ټول بهرني سرتېري به له افغانستانه باسي چې تر اوسه روانه ده او … نور ولولئ
ادبیات

بنګالی جاله وان او کب نيوونکی؛ حماقت، ورک مغزي او بې پایلې هڅې

بنګالي جاله وان او کب نيوونکي چې کله د کوم شخص د حماقت، ورک مغزۍ او بې پايلې هڅې يادونه کوي؛نو دا خلک داستان خامخا وايي. د خليج بنګال په يوه وړاندې پروت ټاپو کې يو جاله وان اوسېده، ټولو به ساده ګل باله، ساده په فطري توګه زيارکښ، مخلص او تکړه؛ خو له دماغو لږ سست و چې هر کار به يې کاوه په پیل کې به يې يو نه يو داسې حماقت کړی … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان او زیمبابې لوبه؛ منیر کاکړ پکې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان او زیمبابې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې یاده لوبه پرون شنبه بې پایلې پای ته ورسېده او افغان لوبغاړي منیر کاکړ پکې د لسو څلوریزو او دریو شپږیزو په وهلو سره ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.   د لوبي حال   په یاده تمریناتې لوبه کې لومړی زیمبابې توپوهنه وکړه، چي د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۵۰۵ منډې وکړې او له هغه وروسته یې … نور ولولئ
افغانستان

روسیه: له تور لېست څخه د طالب مشرانو ایستل تر وخت وړاندې خبره ده

روسیې ویلي له تور لېست د طالب مشرانو د نومونو ایستل لا تر وخت مخکې خبره ده. د روسیې د ملي امنیت شورا غړو د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. دوی همدا راز ویلي چې تر دې دمه له تور لېست د طالب مشرانو د نومونو ایستل تر وخت مخکې کار دی او دغه راز د امارت … نور ولولئ
اقتصاد

ولې ځیني خلک د شتمنۍ سربېره بدبین او خفه وي؟

پیسې د کاغذ ټوټې دي او د افرادو په شخصي انتخاب د وسیلې په توګه کاریږي. زه دا نه وایم، چې بې ارزښته دي، یا د ځینو په وینا د لاس خیری دی. پیسې د ژوند تېرونې لپاره مرستدوی څیز دی. یانې پیسې موږ ته خوښي نه راکوي، خو د خوښۍ د حصول په برخه کې له موږ سره مرسته کوي. په بله وینا، پیسې وسیله ده او خوشالي د ښه ژوند کولو یو هدف. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې ځينې خلک پر ځان پوره باور نه لري؟ نښې يې څه دي!

  په عمومي ډول که ووایو د نیمایي څخه ډېر خلک پر ځان لږ باور لري. پر ځان د لږ باور ستونزې د یو کس د ژوند ټولو اړخونو کې منعکس کیږي. په عملي توګه ټول ارواپوهان د دې موضوع سره ډېر کار کوي؛کوم کسان چې په ځان باور نه لري یا یې باور ټیټ وي> هغه تل ځان له نورو کم احساسوي، اړیکې سمې مخته نشي وړلای، په سم ډول خپلې موخې ته نشي … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: طالبان دې ولس ته قناعت ورکړي، زموږ غیږ ورته خلاصه ده

ولسمشر غني د سرتېري ورځې په مناسبت نن په ملي دفاع وزارت کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان ځواکونه پیاوړي دي او د پردیو دسیسې به شنډوي. د نوموړي په خبره د نړۍ او افغانستان علماوو په ځلونو په نړیوالو کنفرانسونو کې پرېکړه کړې چې افغان جګړه اسلامي رنګ نه لري او نه هم دغه جګړه څوک روا بللی شي. ولسمشر غني همدا راز وویل چې جګړه اسانه ده، خو د مېړانې او … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي: د عمران خان ځواب مثبت و او ژمنه یې ورسره کړې

د پاکستان خبریال ساج صادق وايي، چې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې نامتو الراونډر لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل ورسره مرکه ويلي چې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان څخه يې د افغان او پاکستان ملې لوبډلو ترمنځ د یو لړ سیالیو غوښتنه کړې. ساج صادق پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د نبي له خولې لیکلې، د یادې غوښتني په وړاندې یې د عمران خان ځواب مثبت و او ژمنه یې ورسره کړې، چې پاکستانۍ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

افغان پيلوټې، د جنوبي آسیا په کچه ریکارډ جوړ کړ

افغانستان کې یوې ۲۲ کلنې افغانې پيلوټې د لومړي ځل لپاره بوینګ الوتکې ته الوتنه ورکړه. د افغانستان “کام ایر” هوايي شرکت ویلي چې د لومړي ځل لپاره یوې ۲۲ کلنې افغانې پیلوټې، محدثه میرزايي د دغه هوايي شرکت ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکې ته له کابل څخه هرات ته الوتنه ورکړه. کام ایر شرکت زیاته کړې، د سویلي آسیا هیوادونو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یوه ښځینه پیلوټه بوینګ الوتکې ته الوتنه ورکوي. … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان په سوپرلیګ کې مجیب ځدران ښه نه لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی مجیب ځدران، چې د پاکستان سوپرلیګ کې د پېښور زلمي لوبډلې سره لوبیږي، تر دې دمه یې درې لوبې ترسره کړې دي، چې په درې واړه لوبه کې یې زبردسته لوبه نه ده کړې.   مجیب ځدران تر دې دمه د پاکستان په سوپر لیګ کې ټول ټال ۱۲ اورونه ترسره کړې، چې په یادو اورونو کې یې ۱۰۹ منډې ورکړې، خو تر … نور ولولئ