افغانستان

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «مولود چاوش اوغلو» به دا مراسم نن د افغانستان د سفارت په انګړ کې د نیالګیو په خښولو سره ونمانځي، او په دغو مراسمو کې به، چې د دواړو هېوادونو د ملګرتیا سمبول بلل شوی، د افغانستان سفیر … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد او عبدالله پر بین الافغاني مذاکراتو غږیدلي

د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له زلمي خلیلزاد سره ولیدل. د مصالحې عالي شورا څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، د یادې شورا رییس له خپلو مرستیالانو او د دې شورا د رهبرۍ له یو شمېر غړو سره نن د دوشنبې سهار د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي او ورسره مل پلاوي سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل. خبرپاڼې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړه خواوو د سولې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د اجی ديوګن او سنجی ليلا ملګرتيا بيا تازه کېږي

تر ۲۲ کلونو وروسته اجی ديوګن د فلمي لارښود سنجی ليلا بنسالي په فلم کې بيا را څرګندېږي. د باليووډ سېنما مشهور اداکار اجی ديوګن به د سنجی بنسالي په “ګنګوبای کټيواړي” نامه فلم کې رول ولوبوي چې د شوټينګ چاري يې ډېر ژر پيلېږي. پدې فلم کې اجی ديوګن ته لنډ او تاثري رول ورکول سوی دی. د ګنګوبای فلم اصلي رول د عاليې بټ دی چې په کشرتوب کې فاحشه وي بیا وروسته … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت: که طالبان اوربند وکړي د نورو بندیانو پر خوشي کولو غور کوو

افغان حکومت وایي که طالبان اوربند وکړي، نو دوی تیار دي چې د نورو بندیانو پر خوشي کولو غور وکړي. د سولې په چارو کې د دولت د وزارت وزیر په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دي د افغانانو تر ټولو ستره هیله دا وه چې د بندیانو تر خوشي کولو وروسته به په افغانستان کې اوربند رامنځ ته کېږي او جګړې به کمېږي. د هغه په وینا یو کال د … نور ولولئ
کرونا

چین: افغانستان سره د ۴۰۰ زره ډوزه کرونا ضد واکسین مرسته کوو

روغتیا وزارت ویلي چې چین له افغانستان سره د څلور سوه زره ډوزه واکسینو مرستې ژمنه کړې ده. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن د روغتیا وزارت له سرپرست وحید مجروح سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد به یې ډېر ژر له افغانستان د کرونا ضد واکسینو مرسته وکړي. روغتیا وزارت وایي چې چین څه موده وړاندې له افغانستان سره د دوه سوه زره … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت: د سولې په هوکړه هیڅ باور نه لرو

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو هوکړه یو کلنه شوه، افغان حکومت دغه هوکړه بې ګټې بللې او زیاته کړې یې ده، چې د دوحې تر هوکړې وروسته د افغانانو مرګ ژوبله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ ویلي چې د دوحې هوکړې یوازې له امریکایانو سره اوربند ممکن کړی دی او له دې پرته یې افغانانو ته هیڅ ګټه نه ده رسېدلې. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نکاح کول او زموږ د ټولنې ناوړه دودونه!

لیکنه: خلیل الرحمن کوچی   الله جل جلاله په انسان کې جنسي غريزې ايښي تر څو د انساني نسل د پايښت سبب شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: النکاح من سنتي فمن لم یعمل بسنتي فلیس مني. ژباړه: نکاح زما له سنتو څخه ده، څوک چې زما په سنتو عمل ونه کړي نو له ما څخه نه دی. له پورته حدیث مبارک نه دا په اثبات رسیږي، چې د یو مسلمان نارینه … نور ولولئ
روغه سټه

د ویښتو له پاره د الویرا ګټې

ډېری کسان د ویښتو له بېلا بېلو ستونزو سره مخ وي، چې د ځینو سر بخار لري، ځینې بیا د ویښتو له ډېر غوړوالي او ځینې نور بیا د ویښتو له تویدو او کمزورتیا څخه ځوریږي. تر ډېره ځوانان له دې ستونزو سره لاس او ګریوان وي او له دې ستونزو څخه ځوریږي. دا چې څه ډول باید له دې ستونزو څخه ځان و ژغور، چې سر مو بخار و نه کړي او ښکلي ویښته … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

هندۍ کورنۍ خپله ۱۲ کلنه لور د زوی درملنې لپاره پلورلې

هندو مور او پلار خپله ۱۲ کلنه لور په یوه سړي د دې لپاره پلورلې تر څو په لاسته راغلو پیسو د خپل مشر زوی درملنه وکړي. له The Times Of India د راپور پر بنسټ، په هند کې يوې کورنۍ خپله ۱۲ کلنه لور د خپل مشر زوی د درملنې د لګښت نه درلودو له امله په یوه بالغ سړي پلورلې ده. د دغه راپور له مخې، یادې کورنۍ خپله ۱۲ کلنه لور په … نور ولولئ
افغانستان

کابل ته د دوستم سفر؛ ولې له یونیم کلن ځنډ وروسته راستون شو؟

مارشال دوستم له شا او خوا یو نیم کلن ځنډ وروسته کابل ته راغلی او له مشرانو سره یې لیدنې او ملاقاتونه یې درلودلي دي. هغه چې پرون په کابل کې ښکته کیده، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د ولسمشر غني سلاکار محمد محقق یې په هوايي ډګر کې هرکلی وکړ. مارشال دوستم له اوږده ځنډه وروسته ولې کابل ته راغی؟ دوستم پرون کابل ته له راتګ سره یوه خبري … نور ولولئ