افغانستان

ترویکا پلس: طالبان دې په نړیوالو قوانینو عمل وکړي

د امریکا، چین، پاکستان او روسیې له غړو څخه جوړ د ترویکا پلس غونډې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د وضعیت په اړه خپلې اندیښنې او غوښتنې بیان کړې. د ترویکا غونډې په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په غندلو سره له طالبانو وغوښتل چې نه یوازې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې په پرېکنده ډول بندې کړي بلکې اجازه ورنکړي چې ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې د … نور ولولئ
افغانستان

ټام ويسټ: نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې متحدانه عمل وکړي

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام ويسټ وايي، چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې متحدانه او په يوه غږ عمل وکړي. نوموړي په پاکستان کې د ترویکا له پرونۍ غونډې وروسته ويلي، چې په غونډه کې ټينګار شوی څو طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په اړه د خپلو ژمنو عملي کولو ته مجبوره کړل شي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير … نور ولولئ
افغانستان

قریشي: نړۍ دې د افغان بحران مخنیوي لپاره ژر لاس په کار شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې د ترویکا ناستې ته ویلي چې د افغانستان اقتصاد د ترینګلتیا په حال کې دی او نړیواله ټولنه باید د دغه هېواد د اقتصاد پیاوړتیا، د کډوالو بحران او یوې کورنۍ جګړې رامنځته کېدو مخنیوي لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي. هغه زیاته کړې ده چې له افغانستان سره د نړۍ تعامل باید له قید او شرط پرته نه وي، … نور ولولئ
افغانستان

هره ورځ پنځه زره افغان کډوال ایران ته اوړي

هره ورځ پنځه زره افغان کډوال ایران ته اوړي. د کډوالو په برخه کې یوه ناروېژي بنسټ په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې هره ورځ له افغان خاورې شاوخوا پنځه زره کډوال ایران ته د ننه کېږي او ددې احتمال شته چې دا لړۍ پراخه شي. سرچینه کاږي چې په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان ایران ته اوښتي دي او زرګونه کسان لا هڅه کوي د ژمي تر را رسېدو مخکې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ژوند له ناکامیو څخه مه ناهیلې کېږئ!

لیکنه: مستوره محمدي د انسان ژوند د بریاوو او ناکامیو ټولګه ده. د بریا په خوند هغه وخت پوهېدای شو، چې ناکامي ووینو؛ ځکه همدا ناکامي ده چې موږ د بریالیتوب په ارزښت اواهمیت پوهوي. د ارواښاد قیام الدین خادم وینا ده، چې وایي: « د ژوند ناکامي په حقیقت کې هغه کسان غواړي چې د کامیابۍ وړ وي.» خومهمه خبره دا ده چې څنګه کولای شو د خپلو بریاوو په قدر او د خپلو … نور ولولئ
ټیکنالوژي

بېل ګېټس؛ د وباګانو سره د مبارزې لپاره په ټکنالوژۍ پانګونه اړینه ده

د مایکرو سافت کمپنۍ بنسټ ايښودونکي وویل: د ناروغیو سره د مبارزې لپاره، بشریت په ټکنالوژۍ کې پانګونې ته اړتیا لري. ښاغلي ګېټس د تروریزم د نوې ګواښ په اړه وویل: وبایي ناروغۍ کولای شي په راتلونکې کې نړۍ وګواښوي، نه یوازې د طبیعي لاملونو، بلکې د بیوترورېست بریدګرو په دلیل. ګېټس وویل: دا ډول وبا ګانې کولای شي د کوويډ ٢ – سارس کورونا وایروس څخه ګواښوونکي وي. دا مېلیارډر باوري دی، چې د … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: له طالبانو سره په مستقیم ډول مرستو ته چمتو نه یو

امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان وايي، چې امریکا لاهم له افغانستان سره د مرستې لپاره چمتو نه ده او لا وختي، ده چې د امریکا حکومت په دې اړه پرېکړه وکړي. هغه چې د امریکا سي ان ان ټلویزون سره خبرې کولې ویلي، طالبان تراوسه نه دي توانېدلي چې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د پام وړ زمینه برابره کړي. نوموړي زیاته کړې، امریکا په دې وضعیت کې نه ده، چې … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: که مو پاکستاني طالبانو سره خبرې بریالۍ نه شوې، افغان طالبان به یې وځپي

پاکستاني چارواکي وایي، چې افغان طالبانو ورته ډاډ ورکړی چې که د پاکستان حکومت سره د پاکستاني طالبانو خبرې ناکامه شي، دوی به یې په ضد پوځي عمليات وکړي. د ایکسپریس ټربیون پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي، چې طالب چارواکو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد هېڅکله ونه‌کارول شي. د افغانستان لپاره د پاکستان سفير منصور احمد خان یادې ورځپانې ته ویلي، چې دوی د هرې لارې مسله هواروي او زياته کړې … نور ولولئ
خوندیتوب

د حافظې د لاسه ورکولو لامل

ژباړه پوهانو په امریکا کې اعلان کړې چې کم خوبي او ژورخفګان حافظه کموي. دا وخوره نه هغه( Eat this! Not that) پورتا په خپل راپور کې ویلي چې د کمخوبۍ او ژورخګان ترڅنګ، زړښت هم د حافظې د لاسه ورکولو اصلي لامل دی. څرنګه چې پوهانو ویلي، ځینې وخت هېرېدل عادي دي او ستونزه نه ښيي. د هغوی په باور د وخت په تېرېدو د بدن په په بعضو برخو کې بدلونونه رامنځته کېږي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ښځې او د اوښکو فلسفه

ژباړه: نوید صهیب یوه زوی له خپلې مور څخه وپوښتل: مورې ولې ژاړې؟ ځواب یې ورکړ: دا ځکه چې زه یوه ښځه یم. زوی یې ویل مورې زه په دې نه پوهېږم!، مور یې ښکل کړ او ورته ویې ویل: زویه ته به هېڅکله په دې ونه پوهیږې. زوی یې له پلار وپوښتل: پلاره! مور مې ولې هر وخت بې ځایه ژاړي!؟. پلار یې وه ویل: د نړۍ ټولې ښځې همداسې بې ځایه او ډیرې … نور ولولئ