افغانستان

سیګار: د افغانستان په جګړه کې ۳۵۰۰ امریکایانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د مرستو د څارنې ادارې یا سيګار د افغانستان په جګړه کې د امريکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه نوي ارقام خپاره کړي دي. د سيګار ادارې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې ټول ۱۹۱۰ امريکايي سرتيري وژل شوي او زرګونه نور ټپيان شوي دي. د دې ترڅنګ، ۴۱۵ نور امريکايي سرتيري په طبيعي مرګ په افغانستان کې مړه شوي دي. سيګار ادارې پرون د … نور ولولئ
خوندیتوب

سترګو ته د سګرټو د دود بېسارې زیانونه

ژباړه څېړونکي د یو لړ څېړنو وروسته دې پايلې ته ورسېدل چې د سګرټ دود سترګو ته زیات تاوان لري. ډېری هېوادونه د سګرټو پر قوطیو ځينې انځورونه او یا هم متنونه خپروي، چې سګرټ څکوونکي د زړه د حملو له ګواښونو، سرطان، د اومېندوارۍ پر وخت ښځو ته د زیانونو او نورو مواردو څخه خبر شي. خو هغه څه چې ډېر کم د پام وړ ګرځي، پر سترګو د سګرټو د دود ناوړه منفي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څو مهم رازونه

ژباړه لومړی راز؛ د هغو چارو څخه خوند واخله، چې په کولو یې مجبور یې. غرېدل یوازې تاسې ستړي کوي او نه پرېږدي سم کار ترسره کړﺉ. خو که د بریا سره لکه د یو ښه دوست په ډول چلند وکړﺉ، هر ځای به ستاسې پسې وي. دویم راز؛ هڅه وکړﺉ چارې مو د زړه له تله تر سره کړﺉ، نه یوازې د ناچارۍ له مخې، باید په کار مو ایمان ولرﺉ. د اوبو ضعیف … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان سږ کال له سخت بشري ناورین سره مخ دی

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی چارواکی چې د افغانانو د وضعیت د څارنې لپاره په یوه دوه ورځني سفر کابل ته راغلی و وايي چې افغانستان له یو بشري ناورین خوا ته روان دی. د کډوالو د نړیوال سازمان مشر انتونیو ویتورینو په افغانستان کې په روانو حالاتو سخت اندېښمن دی، وایي راروان ژمی به لا د خلکو ستونزې زیاتې شي، نو په‌کار ده چې له اړمنو سره ژر تر ژره مرستې وشي. دا څرګندونې … نور ولولئ
افغانستان

متقي یو ځل بیا د افغانستان د ملي شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له عمومي رییس انتونیو ویتورینو او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې ویتورینو ویلي چې د ژمې له رارسېدو سره د دوی لومړیتوب بېوزلو ته سرپناه او نور اړین توکي رسول دي او ژمنه یې کړې ده چې دوی به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. په … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: د جګړو له امله ۳،۵ میلیونه افغانان بېځایه شوي

په افغانستان کې درې نیم میلیونه وګړي د جګړو له امله بېځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې په افغانستان کې د وچکالۍ او جګړو له امله د خلکو ژوند له ګواښونو سره مخ شوی دی او دمګړی شاوخوا ۳،۵ میلیونه وګړي له خپلو مېنو بېځایه شوي دي. سرچینه وايي چې دغه کسان تر ډېره د جګړو له امله بېځایه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. دغه اداره همدا … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان له لارې د پاکستان او ازبکستان سوداګري پيل شوه

د افغانستان له لارې د پاکستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري پیل شوې ده. پاکستاني چارواکو ویلي چې د ازبکستاني توکو لارۍ د افغانستان له لارې تورخم ته رسېدلې دي او هلته یې د ازبېک او پاکستاني پلاوي له لوري هرکلی شوی دی. په دې پلاوي کې د ازبکستان او پاکستان د ملي امنیت سلاکاران هم شامل وو او دا یې د سیمه ییز اتصال او دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼلی دی. په … نور ولولئ
افغانستان

هند: پاکستان اجازه نه راکوي چې افغانستان ته غنم ورسوو

هند وايي پاکستان اجازه نه ورکوي چې مرسته شوي غنم یې افغانستان ته ورسول شي. د هند د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي، له څه باندې یوې میاشتې راهیسې یې له پاکستان غوښتنه کړې، څو د ځمکې له لارې زرګونه متریک ټنه مرسته شوو غنمو ته د انتقال اجازه ورکړل شي. د سرچینې په خبره هند غواړي چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د پنځوس زره متریک ټنه … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: هند کې د افغانستان په تړاو کنفرانس کې ګډون نه کوو

پاکستان په هند کې د افغانستان په تړاو په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون نه کوي. د راپورونو له مخې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په تازه څرګندونو کې هند تورن کړی چې د افغان سولې په تړاو یې ورانکاره فعالیتونه ترسره کړي دي نو ځکه دوی په دې غونډه کې ګډون نه کوي. دغه پاکستاني چارواکي بیا ټینګار کړی چې نړۍ باید له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي ځکه له دې … نور ولولئ
افغانستان

لاوروف: د امریکا وعده خلافۍ او دروغو افغان حکومت ړنګ کړ

د امریکا له لوري پر ژمنو عمل نه کول په افغانستان کې د تېر حکومت د پاشل کېدو لامل شو. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا په ټاکلي وخت له افغانستان خپل سرتېري و نه ایستل او پخواني ولسمشر اشرف غني د واک شریکولو لپاره له منل شوې طرحې سره مخالفت وکړ، چې په پایله کې یې طا لبانو خپلې جګړې شدیدې کړې او د کابل حکومت … نور ولولئ