سپورټ

د يو ورځنيو لوبو درې غوره لوبډلمشران

کریکټ هغه لوبه ده چې په نړیواله کچه بې شمېره مینوال لري،خو په اسیايي هیوادونو کې يې مینوال په خورا شور سره تعقیبوي. په نړیواله کچه د کریکټ نړۍ ته په زرګونو ملي لوبغاړي ور داخل سويدي خو د ګوتو په شمېر یې ستر ریکارډونه لري او په لسګونو هیوادونو کې مینوال لري. موږ تاسو ته په یو ورځنیو لوبو کې ٣ هغه لوبډلمشران در پېژنو چې تر نورو یې ډېره لوبډلمشري کړې خو بریالي … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د احمد ظاهر ۴۵م تلین؛ څنګه ووژل شو او سالنګ کې څه وشول؟

احمد ظاهر په ۱۳۲۵ ل ل کال کې وزېږېد. سندرې یې له ښوونځي پیل کړې وې. لومړنۍ سندره یې د ضیا قاري زاده د شعر( ای بلبل شوریده) وه چې د مکتب پر دریځ یې وویله، دا وخت دی ۱۵ کلن او د حبیبیې لیسې زده‌کوونکی و. د ښه استعداد له امله یې افغانستان راډیو ته لاره ومونده. مېرمن هنګامه او ښاغلی صدیق قیام د احمد ظاهر هممهاله کسان و. مېرمن هنګامه وايي: «زه چې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: طالبان د زور له لارې ځان واک ته نه شي رسولی

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په تازه مرکه کې ویلي دوی د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او په ځلونو یې طالبانو ته دا واضح کړې چې واک ته د رسېدو او جګړو د ختمولو یوازینۍ لار د سولې خبرې یوې پایلې ته رسول دي. د نوموړي په خبره که طالبان هڅه کوي چې د جګړو له لارې واک ته ورسېږي نو ښایي جګړه دوام وکړي او افغان ځواکونه … نور ولولئ
افغانستان

ناټو: د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په امنیت کې همکاري کوو

ناټو وايي په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په امنیت کې مرسته کوي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي ناټو په څلورو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. د هغه په خبره د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ تر څنګ د مهمو بنسټونو ساتلو کې هم ناټو سازمان د همکاریو دوام ته ژمن دی. د ناټو عمومي منشي وایي دوی په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي … نور ولولئ
سپورټ

د ټیسټ لوبو قهرمانۍ جام کې لوبډلو ته څومره پيسې ورکول کیږي؟

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي دي، چي په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې دي. د راپورونو له مخي د ټیسټ لوبو قهرمانۍ جام کې تر دې دمه پورې ټولې ۵۷ سیالۍ شوې دي، چې پایلوبه به یې د روانې جون میاشتې په ۱۸مه نېټه د هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو … نور ولولئ
افغانستان

جو بايډن: د سرتېرو تر ایستلو وروسته هم د افغانستان ملاتړي یو

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي ناټو او امریکا د سرتېرو تر ایستلو وروسته د افغانستان ملاتړ ته ژمن دي. جو بايډن د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ د افغانستان په اړه اجماع موجوده ده. د هغه په وینا ټولو لورو ټینګار کړی چې له افغانستان سره به په بشري، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې مرستو ته ادامه ورکوي او همدا راز … نور ولولئ
سپورټ

که هر څه سم مخته لاړ شي، زه به بیا ملې لوبډله کې ولوبېږم

د نړیوال کرکټ سره د محمد عامر مخه ښه او علت یې   د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستي تېز توپ‌اچونکي محمد عامر د ۲۰۱۹م کال په جولای میاشتې کې لومړی د ټیسټ کرکټ او له هغه وروسته یې بیا د ۲۰۲۰م کال په ډیسمبر میاشت کې په ناڅاپې توګه له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه. محمد عامر، همغه وخت کې ویلې وه، ترڅو چې وقار یونس او مصباح‌الحق په کرکټ بورډ … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د سرتېرو تر ایستلو وروسته د افغان پوځ هوايي ملاتړ نه کوو

امریکايي نظامي چارواکي وایي چې د سرتېرو تر وتلو وروسته له افغان ځواکونو سره هوایي مرستې نه کېږي. د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي، د دوی نظامي تجهیزات ترمیموي، خو په هوایي برخه کې یې ملاتړ نه کوي. نوموړي همدا راز ویلي چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ ضد عملیات هم محدودېږي او یوازې هغه وخت … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ نن مازدیګر افغان ملې لوبډله د هند سره لوبیږي

ټاکل شوې افغان فوټبال ملې لوبډله د اسیا ملتونو جام او نړیوال جام ته د لاري پيداکولو په موخه نن سې شنبه مازدیګر۶:۳۰ بجې د هند فوټبال ملې لوبډلې سره ولوبیږي. دا لوبه د قطر هیواد دوحې ښار په جاسم بن حمد فوټبال لوبغالي کې ترسره کیږي، چې افغان فوټبال فدراسیون واي، افغان لوبغاړو د مخکنیو دوو لوبو ترڅنګ ننۍ لوبې ته هم بشپړ چمتوالی لري. د ملې لوبډلې روزونکې انوش دستګیر او لوبډلمشر فرشاد … نور ولولئ
روغه سټه

ولې ځينې کسان له واکسین وروسته هم په کورونا اخته کېږي؟ 

  ژباړه پام مو وي چې تر دې دمه په نړۍ کې داسې هېڅ واکسين نشته چې د ١٠۰% اغېزناک وي او حتا د نوبتي ډوزونو اخيستلو په توصيې سره هم دا احتمال شته چې وګړي اړين مسوونيت ترلاسه نه کړي؛ نو سپارښتنه کېږي چې وګړي دې روغتيايي لارښونې او د مخنيوي لارې چارې په پام کې ونيسي. د دغې ناروغۍ عامل وايروس لا هم په نړۍ کې د ګرځېدو په حال کې دى او … نور ولولئ