افغانستان

پوتین: جو بایډن ته مې افغانستان او عراق کې د ملکیانو د وژنې پیغور ورکړو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي چې بایډن سره یې لیدنه ګټوره وه. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بایډن ورته د قاتل ویلو له امله ورنه بښنه وغوښته او کنه وویل، ده په دې اړه چې په رښتیا قاتل څوک دی له بایډن سره خبرې کړې دي. پوتین د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، بایډن ته یې په … نور ولولئ
سپورټ

تیم‌سوتي: روهیت شرما په درې‌واړه فارمټونو کې فوق‌العاده لوبغاړی دی

د نیوزیلینډ د کرکټ ملې لوبډلې تېز توپ‌اچونکي تیم سوتي تازه په یوې مرکه کې د هند کرکټ ملې لوبډلې او د هند ملې لوبډلې د تکړه لوبغاړي روهیت شرما په اړه څرګندونې کړي. تیم سوتي ویلي، روهیت شرما په درې واړه فارمټونو کې غوره لوبغاړی دی او هغه کولای سي، په درې واړه فارمټونو کې هر وخت لوبه په خپل کنټرول کې واخلي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې هند غوره توپوهونکي … نور ولولئ
سپورټ

سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي دي، چي په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې دي. د راپورونو له مخي د … نور ولولئ
سپورټ

په نړيوال يو ورځني کریکټ کې د هیوادونو په کچه تر ټولو ښه توپ اچوونه

ځيني توپ اچوونکې سته چې د خپل هیواد لپاره یې په نړيوالو یو ورځنيو لوبو کې تر ټولو ښه توپ اچوونه کړې وي. د يو ورځنیو لوبو تاریخ اوږد دی خو په همدې تاریخ کې ځینو لوبغاړو تاریخ جوړ کړی او نومونه یې د هرچا پر خوله وي. شاید تاسو خبریاست چې په یوه نړيواله یو ورځنۍ لوبه کې د افغانستان لپاره کوم توپ اچوونکې ښه توپ اچوونه کړې ،خو موږ دلته د ١٢ هغو … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ د نړۍ غوره دفاعي لوبغاړی د ریال ماډریډ کلب څخه جلا شو

د اسپانیا فوټبال ملې لوبډلې او د اسپانوي فوټبال کلب «ریال ماډریډ» تکړه او نامتو لوبغاړی سرجیو راموس د ریال ماډریډ کلب څخه تر ۱۶ کالو لوبېدو وروسته جلا شو. هغه د ریال ماډریډ کلب لپاره ۶۷۱ لوبې وکړې، پکې ۱۰۱ ګولونه یې ولګول او ټول یې ۲۲ بېلابیلو جامونه ترلاسه کړل او دې کلب دده تر لوبډلمشرۍ لاندي ۱۲ جامونه وګټل. ددې ترڅنګ هغه په خپل لوبیز ژوند کې نورو لوبغاړو ته ۴۱ د … نور ولولئ
سپورټ

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای سوپرکینګز لوبډلې اوسني لوبډلمشر مهندرا سینګ ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږي. نوین‌الحق، چې اوس د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې لوبیږي، هغه هیواد کي یې د یوې ورزشي رسنۍ سره مرکه کړې، چي کریک اډیکټور یې په دې تړاو … نور ولولئ
افغانستان

توماس نیکولسن: د مذاکراتو او سولې لپاره ځانګړی شوی وخت په خلاصېدو دی

د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ددې اړتیا ده چې بین الافغاني مذاکرات چټک شي، ځکه په دې برخه کې ډېر ځنډ رامنځ ته شوی او ځانګړی شوی وخت هم مخ په خلاصېدو دی. د نیکولسن په وینا په مذاکراتو کې هېڅ راز پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی او طالبانو لا هم خپلې غوښتنې د مذاکراتو مېز ته نه دي راوړې. نوموړی … نور ولولئ
رسنۍ

کارپوهانو د چين په زندانونو کې د بنديانو څخه په زور او جبر د بدن غړو لرې کولو خبر ورکړ 

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د برخې کارپوهانو، د چين پر وړاندې تور پورې کړى او ويلي یژ دي چې معتبر اسناد په لاس کې لري، چې د لږکيو ډلې بنديان د بدن د غړو د لرې کولو لپاره په موخيز ډول معاينه کېږي. د بشر حقونو کارپوهانو  په جېنوا کې د راپور وړاندې کولو ترڅنګ، چين په زور او جبر د بنديانو د بدن غړو لرې باندې تورن کړى دى. د دغه کارپوهانو … نور ولولئ
خواړه

د بادامو ځانګړتیاوې؛ د ګڼو ګټو ترڅنګ د شکرې ناروغۍ درملنه هم ده

ليکنه او راټولونه موږ دوه ډوله بادام لرو، ترخه او خواږه. خواږه بادام له ۵۰ څخه تر ۵۵ سلنه پورې غوړ او ترخه یې له ۴۰ څخه تر ۴۵ پورې غوړي لري. بادام ۲۵ سلنه سپین مواد د اموسلین په نامه لري چې قند او معدني مواد لري. د ترخو بادامو اسانس یا اډییک بنزویک په عطرو کې کارول کیږي او هم ترې د ملاشیت په نامه شین رنګ جوړیږي. بادام ډېرې ګټې او ځانګړتیاوې … نور ولولئ
سپورټ

حضرت الله ځاځی درېیم لوبغاړی شو، چې پي‌اېس‌اېل کې چټکه نیمه سلیزه وهي

  د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې په ۲۰۱۶ کې تاسیس شوي دي؛ خو دا لومړی ځل دی چې افغان کیڼ لاسی هیټرتوپوهونکی حضرت الله ځاځی یې په شپږم پړاو کې د یوې پښتنې لوبډلې ملا تړي. حضرت الله ځاځي د سه شنبې په ورځ د جون په ۱۵ مه د کراچي کېنګز پر وړاندې لوبه کې په ۱۷ توپونو نیمه سلیزه پوره کړه او د پي‌اېس‌اېل په تاریخ کې درېیم لوبغاړی شو، چې چټکه نیمه … نور ولولئ