ژوند بڼه

د نوې ځوانۍ دوره کې له بچیانو سره د والدینو اړیکې؛ زیانونه او حساسیتونه یې

ژباړه: حماد هلال  والدین باید پاملرنه وکړي، چې د بچیانو د ژوند له دورو یې یوه حساسه دوره د هغوی د نوې ځوانۍ دوره ده، ځکه په دې دوره کې بچیان غواړي ازادي ترلاسه کړي، په داسې وخت چې هغوی باید لا ډېر څه زده کړي او په ډېرو برخو کې د مور او پلار مشورو ته ضرورت لري. ځواني یوه مهمه او طوفاني  دوره ده، په دې دوره کې د یوشخص ټولنیز شخصیت غوړيږي … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبغاړي د پاکستان  ليګ په پاتې لوبو کې بيا لوبېږي

د پاکستان ليګ پاتې لوبې په عربي اماراتو کې ترسره کېږي د پاکستان کريکټ سوپر لېګ چې د کرونا وېروس له کبله وځنډېدی د جون مياشتې په لومړۍ اونۍ کې يو ځل بيا پيلېږي. د لوبو تر ځنډېدو وروسته ځينو لوبغاړو وويله چې که بياهم پاتې لوبې ترسره کېږي دوی پدې ليګ کې نه لوبېږي چې يو هم د هغوی له جملې څخه راشدخان وو،خو پاکستاني رسنيو خبر ورکړی چې راشدخان به بيرته د لاهور … نور ولولئ
افغانستان

کرزی: افغانستان کې اوسنۍ جګړه پاکستان کوي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې تر شا پاکستان ولاړ دی. هغه دا خبرې د شپیګل په نامه یوې مجلې سره په مرکه کې کړي دي. کرزي ویلي چې پاکستان او امریکا دواړه د روانې جګړې تر شا دي او ملاتړ یې کوي. نوموړي زیاته کړې چې امریکا په تیرو شا او خوا نولسو کلونو کې په مستقیم او غیرې مستقیما توګه د جګړې له دواړو لوریو … نور ولولئ
سپورټ

سريلانکايۍ لوبډله شايد بيرته خپل هيواد ته ستنه سي

د سريلانکا او بنګلدېش ترمنځ د لومړۍ يو ورځنۍ لوبې څو ساعتونه مخکې د ۲ سريلانکايي لوبغاړو او مشر روزونکي د کرونا وېروس ازموينې مثبته پايله ورکړه. سريلانکايۍ لوبډله بنګلدېش ته د ۳ يو ورځنيو لوبو لپاره تللې ده چې لومړنۍ لوبه يې نن تر غرمې مخکې ۱۱:۳۰ بجې ده. خو تر لوبې يوازې څو ساعتونه وړاندې د دوو سريلانکايي لوبغاړو چي نومونه يې ندي په ډاګه سوي او مشر روزونکي د کرونا وېروس ازموينې … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان: د سیمي ټول مشران باید د سولي راتګ لپاره هڅي وکړي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان پر خپلې رسمې ټویټر‌پاڼې ویلې، چې زه سیاست‌مدار نه یم، خو د ټولې نړۍ پر مشرانو ږغ کوم، چي سیمي ته د سولې راتګ لپاره هڅي وکړي.   راشدخان یاد ټویټ کې ویلې، نور په خپلو سترګو دا نشم لیدلای، چې په افغانستان او فلسطین کې هره ورځ ماشومان وژل کيږي او په خبره یې ددې لپاره اړ یو، چې ټول سره یو موټي شو. … نور ولولئ
سپورټ

په آی‌پي‌اېل کې په کورونا اخته لوبغاړي بېرته ښه شوي دي

د حیدراباد، کلکتې، چینای او ډیلي لوبډلې په کورونا وایروس اخته شوي لوبغاړي بېرته ښه شوي او د لوبو لپاره چمتو دي. په حیدراباد لوبډله کې ریډیمن ساحا، په کلکتې لوبډله کې پراسېد کرېشنا، وارون چکرورتی او وریئر په نامه لوبغاړي، په چینای لوبډله کې بالاجي او د روزنې برخې بل تن او یو د بس کلېنډر، په ډیلي لوبډله کې امېت مېشرا او د ټېم سیفرټ په نامه نیوزیلېنډی لوبغاړی په کورونا اخته شوي … نور ولولئ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: د ناټو د وروستیو څرګندونو هرکلی کوو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افغان حکومت د ناټو له هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې به یې دغه سازمان د افغان پوځ روزنې او ملاتړ ته ادامه ورکوي. په اعلامیه کې راغلي چې د سرتېرو د پیاوړتیا او ترهګرۍ ضد مبارزه کې د ناټو مرستې خورا مهمې دي او افغان حکومت په درنه سترګه ورته ګوري. افغان حکومت دغه راز وایي چې د ناټو … نور ولولئ
افغانستان

افغانان د سپينې ماڼۍ مخې ته: زموږ په هېواد کې جګړه او د ګاونډیو لاسوهنه ختمه کړئ

لسګونه افغانانو په امریکا کې د سپینې ماڼۍ مخې ته لاریون کړی او غواړي چې په هېواد کې روانه نیابتي جګړه پای ته ورسول شي. دوی چې د پاکستان ضد شعارونه یې ورکول په خپلو خبرو کې یې ویل چې پاکستان، ایران او ځینې نور هېوادونه په افغانستان کې د روانې نیابتي جګړې تر شا دي او باید دا جګړه ختمه کړل شي. د لاریون کوونکو په خبره افغانان نور په خپله خاوره کې د … نور ولولئ
ژوند بڼه

افغان مېرمنې د کوژدې او ودونو په بلنې ولې ډېرې خوشحالېږي؟

موږ په پښتو کې یوه اصطلاح لرو،. چې وایي: کله چې ښځه په بام وه، مه ورته وایه چې واده ته خبره یې، ځکه چې له ډېرې خوشحالۍ څخه له بامه ځان ونه غورځوي. دا په دې مانا چې دوی ته دا ډېر د خوشحالۍ زیری دی، چې څوک ورته و وایي واده ته خبره یې. دا چې افغان مېرمنې واده او د وادې بلنې ته ولې دومره خوشحالېږي، دا خبره تر کومه حده ریښتیا … نور ولولئ
کلتور او هنر

پښتنې د فولکلور په هنداره کې

د پښتون قام د غېرت په اړه خو به مو ډېرې اورېدلې او لوستلې وي، چې اکثره برخه یې په نرانو راڅرخي؛ مګر که ځیر شو نو په پښتني فوکلور کې د ښځو د ننګ،غیرت،همت او زړورتیا بې سارې بېلګې تر سترګو کېږي. که د پښتني فلکلور خبره کوو، نو ښه دا ده چې تر ټولو اول بايد د فلکلور له کليمې سره اشنا شو. دغه کلمه ځينې ( فوکلور) وايي او ځينې نور يې … نور ولولئ