افغانستان
افغان حکومت: د دوحې هوکړه کې موږ سره مشوره ونه شوه
افغان حکومت ویلي چې د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه کې له دوی سره لازمې مشورې ونه شوې او همدا لامل و چې دا تړون نه د سولې برخه کې اغېزمن تمام شوی او نه یې هم تاوتریخوالی ختم کړی. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ ویلي، په یاد تړون کې داسې اصطلاحات کارول شوي چې په وینا یې د جګړې د یوې برخې سره معافیت او رضایت پکې څرګندېږي. … نور ولولئ