سپورټ

افغان لوبغاړي راشدخان هم د پاکستان په سوپرلیګ کې خورا ښه پیل وکړ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د پاکستان د کرکټ شپږم پړاو سوپرلیګ د تیرې شنبې په ورځ پیل شو، چې پرون ماپښین یې په دویمه لوبه کې لاهور قلندرز لوبډلې په څلورو ویکټو پېښور زلمي لوبډلې ته ماته ورکړه.   د یادې لوبې حال   لومړی توپوهنه پېښور زلمي لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۰ منډې وکړې او لاهور قلندرز لوبډلې ته یې د ۱۴۱ منډو … نور ولولئ
افغانستان

پر پرونۍ چاودنه د چارواکو او عامو خلکو غبرګونونه

پخواني ولسمشر په کابل کې د پرون مازدیګر په بوږنووونکې چاودنه توند غبرګون ښودلی دی. نوموړي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا یو بشر ضد او غیر انساني عمل دی، چې میندې د خپلو ماشومانو پر وړاندې په یوه وحشیانه پېښه کې ټپي کېږي. نوموړي په هېواد کې پر ډېرېدونکي تاوتریخوالي هم جدي اندېښنه ښودلې ده او په خبره یې دمګړی په هېواد کې د پردیو د ګټو جګړه روانه ده چې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

روښانه راتلونکي ته زموږ تیاره مزل؛ ۳ ټکي چې افغان ځوان په توګه مو ورته پام وي

موږ ډیر کله یا تقریباً هر ځوان دا تل په الفاظو کې لرو چې د یوې روښانه راتلونکې لپاره کوي او هیله یې لري، خو دیته پام نه کوي چې د روښانه راتلونکي لپاره څنګه کار؟ دلته زه هم د ځینو تجربو او مشاهدو له مخې خپل نظرونه شریکوم، چې ښايي له ډیرو سره مرستندویه ثابت شي. ۱- زموږ نا معلوم هدف موږ یوازې د روښانه راتلونکي خبره کوو، خو پر دې مو ډیر کله … نور ولولئ
ژوند بڼه

د یوې هندوې ښځې ادعا، له باد څخه اومېندواره شوې یم

يوه هندو ښځه ادعا کوي چې له باد څخه اومېندواره شوې ده او له یوې ګړۍ وروسته یې ماشوم زېږولی دی. د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د Coconut خپرندويه نشریه لیکي چې، د اندونيزيا د چیناجور سیمې يوې اوسېدونکې ويلي دي چې له باد څخه اومېندوارۍ شوې ده او له یوه ګړۍ وروسته یې ماشوم زیږولی دی. دغه مېرمن سيټي زاینه نومېږي او ۲۵ کاله عمر لري. نوموړې وايي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

په امریکا کې د جنین پر سقط بندیز ولګېد

د امریکې دولت د جنین هر ډول له منځه وړل منع کړي دي. د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د سویلي کارولینای والي هنري مک ماسټر، فرمان ورکړی دی چې په دغه ایالت کې به د جنین هر ډول له منځه وړل بندوي. په دغه فرمان کې راغلي دي، کله چې د جنین د زړه ټکان ښکاره شي، یعني د اومېندوارۍ پر شپږمه مياشت د جنین له منځه وړل منع دي. د امریکې د ښځو … نور ولولئ
اقتصاد

اېلن ماسک، یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو شتمن کس شو

د ټسلا موټر جوړونې شرکت مشر اېلن ماسک یو ځل بیا د امازون انټرنېټي پلورنځي له بنسټ اېښودونکي جېف بېزوس څخه وړاندې شو او د نړۍ تر ټولو شتمن کس په توګه وپېژندل شو. د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، بلومبرګ خپرونې راپور ورکړی دی چې د ټسلا موټر جوړونې شرکت مشر اېلن ماسک، تر لنډ ځنډ وروسته د امازون انټرنېټي پلورنځي له بنسټ اېښودونکي جېف بېزوس څخه وړاندې شو او بیاځلې د نړۍ تر … نور ولولئ
پوهنه

د خپل ځان لپاره ډالۍ

ژباړه: نوید صهیب زه نشم کولای په هغه چا پوه شم یا هغوی وپېژنم، چې د خپلو مخونو پر ځای په نورو مخونو څرګندیږي او هغه څه وایي چې په زړونو کې یې شتون نه لري. نورو ته ګل ورکوي خو تر شا یې اغزی وي. الله جل جلاله دې هغو ښکاره او ثابتو خلکو ته خیر ورکړي چې سترګې یې په رښتینولۍ او تقدس/سپېڅلتیا خبرې کوي، عملونه او خبرې یې سره همغږي وي. هغوی … نور ولولئ
اقتصاد

افغان ښځې: د لاسي صنایعو جوړولو له بازاره ناخوښه یوو

ځینې افغان میرمنې وایي، په لاسي کارونو کې ښه وړتیا لري، خو د دوی تولیدات په بازارونو کې خرڅلاو نه لري! افغان ځوریدلې او خواري کښه میرمنې، چې له بېلا بېلو وړتیاوو څخه برخمنې دي. د کور د کارونو، زده کړو، دندو او نورو فعالیتونو تر څنګ په لاسي کارونو کې هم له خورا زیاتو وړتیاوو څخه برخمنې دي. لاسي کارونه لکه: خامک دوزي، ګلدوزي، اوبدنه او خیاطي غالۍ اوبدنه او … د افغان میرمنو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

اول پام و فکر او بیا خبرې؛ څو ګټورې کرښې

ځینې خبرې سپکې خو مانا یې درنه ده. نو ځکه هر انسان تل باید خپل خبرو ته پام وکړي. ځینې خبرې شته، شاید په یوه کلمه کې خلاصه شي، خو ډېر درانه وي او همداسې درد یې هم ډېر وي لکه زخم د چا په زړه پاتیږي! تل دا ډول خبرو ته باید پام وکړو، ځکه کله چې وویل شي یوازې د بخښلو وړ وي، خو هیڅکله نه هېریږي. دا باید په یاد ولرو کله … نور ولولئ
ژوند بڼه

درې ټکي چې د نیکمرغه ګډ ژوند بنسټ جوړوي

د نړۍ ټولې جوړې د دې تمه لري، چې ګډ ژوند یې ښکلی او د واده اړیکه یې ورځ تر بلې ټينګه شي. خو له بده مرغه د ځينو ستونزو او نه پوهاوي له امله دا اړیکه سستېږي. مونږ په دې لیکنه کې پر ځینو هغو خبرو کرښې لیکلي، چې په ګډ ژوند کې یې ښځه له مېړه څخه تمه لري: ۱ـ درک کول په ګډ ژوند کې درک کول یوه اړینه وجیبه ده، ځکه … نور ولولئ