افغانستان

د افغان سولې پروسه کوم لوري ته روانه ده؟

وسلوالو طالبانو نږدې یو کال وړاندې له ډېرو خبرو اترو وروسته له متحده ایالاتو سره په قطر کې د سولې تړون د افغان حکومت او ولس له سترګو پټ لاسلیک کړ. له ډېری اندېښنو سربیره بیا هم افغان حکومت او ولس هیله درلوده چې د سولې دغه تړون او پاتې بین الافغاني پروسه به یې د لسیزو جګړو او بدبختیو ته د پای ټکی کېږدي. خو له بین الافغاني خبرو څو میاشتې وروسته دا پروسه … نور ولولئ
پوهنه

يوې ارواپوهې د ژر ویده کېدو لپاره ساده نسخه وړاندې کړې

ژباړه: نسیمه محمدي د Tik Tok يوې کاروونکې د Psychology په مستعار نامه يوه ويډيو خپره کړې، چې په کې په چټکۍ سره د خوب اسرار افشا کوي. د راپورونو پر اساس، دغه مېرمنې په دې اړه توضيحاتو کې ويلي دي: ” په خپلو مغزو کې د اشياوو له شمېرلو پيل وکړٸ، خو بايد ډاډه اوسٸ، چې شمېرل شوي شيان له يو بل سره تړاوو نه لري.” نوموړى ټينګار وکړ، هر څومره چې شمېرل شوي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د پرمختګ زينه

ژباړه: حامد مشواڼی ژوند په هواره لاره سفر کول نه دي، په ژوند کې هر وخت ناخوښه حالات راځي چې بحران ورته ويل کېږي. په ژوند کې له بحران څخه بچ کېدل شوني نه دي. د دې ستونزې يوازې يو حل دی او هغه د بحران د اداره کولو Crisis Management په هنر پوهېدل دي. انسان ته عقل د دې لپاره ورکړل شوی چې په دې هنر پوه شي او ګټه ترې واخلي. که په … نور ولولئ
سپورټ

 انګلستانی لوبغاړی د افغانستان خلاف سلیزه کې ناکام شو

د کرکټ په نړۍ کې ډېرې عجیبه پېښې رامنځته کېږي، دلته هم په ۹۹ منډو د لوبغاړو بهر کېدل وړاندې کوو، چې یو په کې د انګلستان کرکټ لوبډلې تکړه توپوهونکی هم شامل دی، چې د افغانستان خلاف په شل اوریزه لوبه کې په ۹۹ منډو له مېدان بهر شو او په سلیزې وهلو بریالی نشو. ۲۰۱۲ کال نړیوال جام کې څه پېښ شول؟ په ۲۰۱۲ کې نړیوال شل اوریز جام ترسره شو، په دې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

«که مسؤلینو د خیټې او شهوت پرځای د بې وزلو په اړه فکر کولی، نیمې ستونزې به حل وای»

په ۲۰۱۱ کې په برازیل کې د بې وزلۍ او سړي هوا له امله ۱۳ تنه ماشومان مړه شول، دغه پېښې د برازیل ښکلې ماډله “کټرینا مګلیوریني” اړه کړه، چې په ​خپل ټاټوبي کې د غریبو خلکو سره د مرستو لپاره غږ پورته کړي. هغې له نړیوالو سازمانونو سره اړیکې ونیولې، ترڅو د بې وزلو سره مرسته وکړي، خو هېڅ چا یې هم لاسنیوی ونه کړ یا په بله مانا مرستې ورسره ونه شوې. شل … نور ولولئ
روانې سلامتي

المان: افغان سولې خبرو کې دومره پرمختګ نه دی شوی چې بهرنیان ووځي

د المان د دفاع وزیرې انګریت کرامپ کارین تېره ورځ د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په جوړه شوې غونډه کې وویل، د افغانستان د سولې بین الافغاني خبرو تراوسه پوره پرمختګ نه دی کړی چې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي. ټاکل شوې نن پنجشنبه چې د ناټو د دفاع وزیرانو د جوړې شوې ناستې دویمه ورځ ده د افغانستان په اړه زیاتې خبرې وشي، تر ډېره به په ننۍ … نور ولولئ
افغانستان

سټولټنبرګ: د سرتېرو د ایستلو لپاره مو لومړنی شرط د تاوتریخوالي ختمول دي

د ناټو عمومي منشي د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ خبریالانو ته ویلي چې طالبانو تر اوسه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره کړې. ینس سټولټنبرګ وایي، دوی په ځلونه ویلي چې د سرتېرو ایستل یې په شرایطو پورې تړلي او تر ټولو مهم شرط بیا دا دی چې طالبان به تاوتریخوالی کموي او د سولې لپاره به معنی لرونکي او پایلې لرونکي مذاکرات کوي. د هغه په … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړي

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېر ماښام د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي. خبرپاڼه لیکي، چې په دې تلیفوني خبرو کې همدا راز په سیمه کې پر روان وضعیت، د امنیت په ټینګولو او د ترهګرۍ سره په مبارزه هم خبرې شوې دي. د خبرپاڼې په وینا، دواړو لورو همدا راز د سولې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

خلک ولې ښه یا بدیږي؟

تر ټولو حیرانوونکې خبره خو دا ده چې که انساني ټولنه جوړه شي یا نه، شیطاني او د ځناورو ټولنه جوړیږي او کله چې څوک واوري هغه یا دا ډېره ښه ټولنه ده لامل یې دا وي چې په هغه ټولنه کې د ښو او نېکو خلکو شمېر لوړ وي او دا خو شونې نه ده چې له اسمانه دې ملایکې راشي او د ښو خلکو ټولنه دې ترې جوړه شي. بیا یې هم مانا … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د زړښت ضد د چينايي څېړونکو نوې تګلاره

 ژباړه: نسيمه محمدي په دغه طريقه کې، “کاټ٧” جن چې د زړښت اصلي عامل دى، غيرفعالېږي. په پکن کې څېړونکو د درملنيز جنونو نوې کړنلاره رامنځته کړې، چې په موږکانو کې د زړښت اغېز سرچپه/ برعکس کوي او د اوږد عمر کچه زياتوي. دغه موندنې ممکن يوه ورځ په انسانانو کې د ورته اغېزو سبب شي. د رويټرز د راپور پر بنسټ، د روانې مياشتې په پيل کې د “ساينس ترنزيشنال ساينس” مجلې په يوې … نور ولولئ