افغانستان

مذاکراتي ټیمونو له څو ورځو راهیسې غونډه نه ده کړې

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ مذاکراتو کې وقفه او ځنډ راغلی دی. په دوحه کې د مذاکراتي ټیم ځینو غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له څو ورځو راهیسې د طالبانو او افغان حکومت مذاکراتي ټیمونو له یو بل سره نه دي لیدلي. بل خوا د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون له رسنیو سره ویلي چې دمګړی د افغان حکومت مذاکراتي ټیم په خپلمنځي بحثونو بوخت دی او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د کورنۍ د نېکمرغۍ شل رازونه

ژباړه: ملیحه ناصري ۱-د کورنۍ نېکمرغي د خدای ج په عبادت کې ده. ۲-عزت یې په دوستي او ملګرتیا کې دی. ۳-شتمني او بډاینه یې په خوښي کې نغښتې ده. ۴-کور په پاکي ښکلی دی. ۵-د کور پاکي په تقوا کې نغښتې ده. ۶-د کور پایښت او ټینګښت په تربیه کې نغښتی دی. ۷-معنویات د کور اړتیا دي. ۸-کور په مینه تود او ګرم دی. ۹-د کورنۍ اخلاص په ګرانښت پورې تړلی. ۱۰-د کورنۍ پرمختګ … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله له ایرلینډ سره د سیریز لپاره د بل هیواد په لټه کې ده

د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، چې افغان کرکټ بورډ د دوبۍ پر ځای د یو بل هېواد په لټه کې دی، چې کرونا ویروس پکې نه وي، چې له ایرلېنډ سره سیریز پکې وکړي. دې وېب پاڼې لیکلي، چې اوسمهال د افغان کرکټ بورډ وروستۍ هیله د عمان هېواد دی. دې وېبپاڼې کښلي:  « افغانستان به ډېر ژر عمان د هوم ګراونډ یا کورني لوبغالي په توګه وکاروي». یادې وېب پاڼې د افغان کرکټ … نور ولولئ
سیاست

د امریکا د استازو مجلس د ټرمپ استیضاح تایید کړه

د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي ویلي چې ټرمپ په ټاکنو کې د درغلیو تورنه پورې کړي دي، د ځینو ایالتونو وزیران یې درغلۍ ته هڅولي او تر ټولو مهمه دا چې لاریون کوونکي یې پر کانګریس خونړي برید ته هڅولي دي. د امریکا استازو مجلس د استیضاح پرېکړې ته ۲۳۲ مثبتې رایې ورکړې دي. له دې وروسته به دغه پرېکړه سنا ته ځي او که دغه مجلس هم رایه ورکړه نو ټرمپ … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د جمهوريت جام په نامه د موسيقۍ جشن جوړېږي

خبريال: مدثر دعوت اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جمهوريت جام په نامه د موسيقۍ ځانګړی جشن جوړوي. ددې وزارت د رسنيو څانګې ويلي چې د جمهوريت، سولې،همپالنې او هيواد سره د ميني پر محور د جمهوريت جام په نامه جشن جوړوي. دوی له سندرغاړو څخه غوښتي چې د روان ۱۳۹۹ ه ل کال د مرغومې د ۲۲مې څخه بيا د سلواغې تر لسمې پوري دې د جمهوريت جام اړوند شعرونه، او سندري د اطلاعاتو او … نور ولولئ
په زړه پورې

په زړه پورې او عجيبه طرحه: د ګنجيانو له سر څخه د برښنا د توليد لپاره ګټه اخيستل کېږي

ژباړه: نسيمه محمدي يوه تازه په کار پيل کړي اسپانوي شرکت د والنسيا ښار فني پوهنتون په مرسته، يوه ډېره عجيبه پروژه وړاندې کړې، چې پکې د ګنجي سړيانو پر سر د لمر وړانګو لږېدلو سره، کولاى شي انرژي توليد کړي. به دغه طرحه کې، د سر کوپړۍ څخه د هغې سطحې په توګه کار اخيستل کېږي، چې د لمر وړانګې راټولوي او وروسته په الکتريسيته بدلوي، بيا يې وګړي سره په شته بطرۍ کې، … نور ولولئ
افغانستان

هند: له افغانستان سره هر اړخیز ملاتړ ته ژمن یو

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په افغانستان کې د ثبات ضمانت کوونکي او له سیمه ییز او نړیوال تروریزم سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې واقع دي. ښاغلي غني دغه څرګندونې نن چهارشنبه په ارګ کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال سره په لیدنه کې وکړې. ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې لیدنه کې، د ترورېزم پر ضد د مبارزې او … نور ولولئ
خواړه

چای که قهوه؟ کوم یو وڅښو؟

ژباړه: عایشه حیدري چای او قهوه، دواړه د نړۍ تر ټولو ډېر څښل کېدونکی او خوندور څښاک دي او ډېر مينه‌وال لري. ان کولای شو ووایو چې له اوبو څخه وروسته په ټوله نړۍ کې خلک له چای او قهوې څخه ډېره ګټه اخلي. تور چای د چای کورنۍ په مېنځ کې په ټوله نړۍ کې ډېر تولېدېږي او د چایونو په مېنځ کې تر ټولو ډېر څښونکي لري او له دې پلوه یې په … نور ولولئ
رسنۍ

امریکا: افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت ملاتړي نه یو

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن ویلي چې دوی لا هم هڅه کوي ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان به خپلواک، متحد، ډیموکراټ پاتې کېږي او دغه راز به د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې خوندې کېږي. راس ویلسن پر خپل ټویټر لیکلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو سره په تماس کې دی او دواړه لوري د خبرو دوام … نور ولولئ
افغانستان

د بریتانیا پارلمان: د ځواکونو وتل دې د بین الافغاني مذاکراتو تر پایلې وځندول شي

د برېتانیا پارلمان وایي ناټو او برېتانیا دې تر هغه خپل سرتېري له افغانستان نه وباسي، چې په قطر کې د مذاکراتو پایلې معلومې شوې نه وي. د برېتانیا د پارلمان پر وېبپاڼه په یوه خپور شوي راپور کې راغلي، چې دوی د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره ارزولې ده او د افغانستان اوسنی وضعیت یې له نږې څارلی دی. ویبپاڼه زیاتوي، دوی د سولې له پروسې ملاتړ کوي خو دا چې په افغانستان … نور ولولئ