ادبیات

زما د مینې لومړۍ ورځ

لیکنه: حامد حقمل هره ګړۍ مې پسې ژړل، آن سترګې مې داسې رنګ واخیست لکه د انارو دانې، خلکو داسې فکر کاوه چې ګواکي په شپو شپو یې خوب نه دی کړی، ان ځینو خو بېخي راته چرسي وایه. هېڅ ساعت را باندې نه تېرېدو، هره ثانیه دقیقه مې ورته انتظار ایستلو ایخوا – دیخوا به ګرځېدم اخر ویده شوم زړه مې داسې ټکان کاوه تا به ویل د غره مرغۍ د د کور په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مرکه؛ انساني اړيکې او پر ورځني ژوند یې اغېز

مرکه: صدیقه پوپلزۍ دا چې ټول انسانان اړیکو ته اړتیا لري او هېڅ یو انسان پرته له اړیکو مخته نشي تللی، نو له همدې امله د یادو اړیکو رغول اړین او ضروري ګڼل کېږي، موږ هره شېبه له نورو سره په اړیکه کې یو، که ټولنیزې او فردي اړیکې نه وي، نو ژوند، وده او د نسل انکشاف له لویو کړکېچونو سره مخ کېږي، پر همدې موضوع مو د هېواد له وتلي ارواپوه استاد شرف … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

تعصب او کینه ساتل د مسلمانانو شیوه نه ده

لیکنه: مولانا فضل الرحیم اشرفي ژباړه: مهر تاج نه دی زموږ څخه، هغه څوک چې تعصب غوښتنکی وي او نه دی زموږ څخه هغه څوک چې د متعصبیت له امله جنګېږي او نه دی زموږ څخه هغه څوک، چې د متعصبیت له امله ومري. (حدیث نبوي) د «جبیر بن مطعم» په روایت کې راځي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “هر څوک کولی شي، چې په خپل ملت، خپلې کورنۍ باندې د ظلم … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

شپږ ډوله هغه څښاک چې د بدن غوړي اوبه کوي

ژباړه: عایشه حیدري مناسب وزن، د ډېرو خلکو هیله ده او هغه خلک چې ډېر کم وزن لري او ډېر ډنګر دي، د چاغوالی او د وزن د زیاتېدلو هیله لري، خو بلخوا هغه خلک چې ډېر وزن لري، غواړي خپل وزن کم کړي، دغه دواړه ډلې خلک موخې ته د رسېدو لپاره بېلابېلې لارې چارې لټوي او نه ستړې کېدونکې هڅې کوي، خو باید یادونه وکړو چې هېڅ څوک نه غواړي تر کچې ډېر … نور ولولئ
سپورټ

د حیدراباد لوبغاړو د نجیب ترکي په غمرازۍ له لاسونو تورې ټوټې تړلې وې

د اکټوبر په ۸ مه د کېنګز ایلیون پنجاب او حیدراباد کرکټ لوبډلو د آی پي اېل ۲۲ مه لوبه وکړه. په دې لوبه کې د حیدراباد اوپنرانو یو ځل بیا خپل لوبییز ځواک وښود. کیڼ لاسي ډیویډ وانر او ښي لاسي جاني بېرسټو د پنجاب په لوبډله خپلې منډې له دوو سوو پورته کړې. بېرسټو په ۹۷ منډو د سلیزې په ارمان له لوبغالي رخصت شو او د راوي بېش نوای په توپ ایل … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبغاړي راشدخان یو ځلې بیا په زړه‌پورې توپ‌اچونه وکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هند آی پي ایل سیالیو په ۲۲مه لوبه کې پرون کینګز الیون پنجاب او سنرایزر حیدراباد کرکټ لوبډلې یو د بل په وړاندې ولوبېدې، چې سنرایزرحیدراباد لوبډلې په ۶۹ منډو توپیر کینګز الیون پنجاب لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه. د یادې لوبې حال لومړی توپوهنه حیدراباد لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۱ منډې جوړې کړې او سیالي لوبډلې ته یې د … نور ولولئ
افغانستان

غني د وکیلانو کورنیو سره لیدنه کې؛ ارګ زرغون دی، ټول وطن زرغونوو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د ملي شورا د مجلسونو د استازو او د دوی د کورنیو له غړو سره چې د ارګ لیدلو ته ورغلي وو، وکتل. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغه کتنه کې د هیواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست دویم مرستیال، د ملي امنیت سلاکار، د مشرانو جرګې رئیس او د ملي شورا اداري پلاویو هم حضور درلود. ښاغلي غني ارګ ته په ملي شورا کې د ولس … نور ولولئ
رسنۍ

د اکشي کمار پر خلاف د بابي دیول افشا ګري

ژباړه: نسیمه محمدي د راپورونو پر اساس، “بابي دیول” د هندي سینما ستوری او د بالیووډ د ستر ستوري ” درمندر” زوی، په خپله وروستۍ مرکه کې، د بالیووډ او فلم جوړونکو په اړه رازونه په ډاکه کړي. بابي دیول په دغه مرکه کې ښکاره کړه، چې د (اجنبي) فلم کې هغه رول چې اکشی کمار په غاړه لري، لومړی ده ته ورکړل شوی وو، خو په پای کې اړ شو، خپل رول د اکشي … نور ولولئ
افغانستان

اريانا سعيد: طالبانو ته په قطر کې کنسرت ورکوم

خبريال: مدثر دعوت سندرغاړي او د بشر د حقونو فعالې اريانا سعيد ويلي چې که طالبان وغواړي په قطر کې کنسرت ورکوي. د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د انيستېتوت او نوروز راديو په جوړه سوې انلاين غونډه کې چې ” د افغانستان سوله او د ښځو حقوق” تر عنوان لاندې جوړه سوې وه ،د طالبانو سره د افغان حکومت د سولې تر تړون وروسته د ښځو د حقونو د ساتنې او د دوی په وړاندې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ورانپوهاوی؛ د سترو ستونزو لامل

لیکنه: ملیحه ناصري ورانپوهاوی (سوء تفاهم) ډېری وخت د ډېرو سترو ستونزو لامل کېږي. ورانپوهاوی، نه پوهېدل نه دي، پوهېدل دي، خو ناسم پوهېدل. مانا یو سړی موضوع درک کوي، پرې پوهېږي، خو درک یې غلط وي. مثلاً: تاسو او یو ملګری مو په یوه دفتر کې دنده لرئ. ملګری مو تازه ګومارل شوی دی. تاسو ته وايي چې د پلانۍ برخې اړوند ماته لږ مالومات راکړه. تاسو د هغې برخې اړوند مالومات لرئ؛ خو … نور ولولئ