افغانستان

د کابل د نوي ښار پارک سینما ويجاړول پيل شول

ژباړه: عایشه حیدري وړاندې تر دې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح، ويلي و چې د نوي ښار سینما به په همدې اونۍ کې ويجاړه شي او پر ځای به یې جوړه شوې طرحه هم پلې شي. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د کابل د ښاروالۍ وياندې سميرا رسا وويل، چې د دغې سینما ودانۍ د‌ بیارغونې شونتيا نه شته، نو ځکه ويجاړېږي خو پر ځای یې د بلې ټاکلې طرحې په اړه تر … نور ولولئ
افغانستان

صالح؛ د کابل پوهنتون او کوثر کورس پېښو په اړه شواهد لاسته راغلي

 راپور: نسیمه محمدي د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال، امرالله صالح وايي، چې په کابل پوهنتون او کوثر کورس پېښو اړوند په ترسره شویو اجمالي پلټنو او څېړنو کې، ډېرې شواهد لاسته راغلي چې جزئیات به یې وروسته شریک شي. د اسپوتنیک په حواله، امرالله صالح د ولسمشر لومړي مرستیال په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د کابل پوهنتون او کوثر کورس د پېښو د څېړنو په اجمالي پلټنو کې پرمختګ شوی دی. صالح لیکلي چې: … نور ولولئ
سپورټ

پایلوبې ته د وتلو په موخه دوې قوي لوبډلې سره لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان آی پي ایل سیالۍ تر وروستیو پړاونو رسېدلې، چې په ترڅ کې یې نن یکشنبه د دې لیګ دوې قوي لوبډلې سنرایزر حیدراباد او ډهلي کپیټلز یو د بل په وړاندي د سیالي ډګر ته کښته کیږي. دا لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې پیلیږي، چې ګټونکې لوبډله یې پایلوبې ته لاره پیداکوي. ممبي انډينز بیا هغه لوبډله ده، چې وار له مخې یې پایلوبې ته لاره پیداکړې ده. آی پي … نور ولولئ
افغانستان

مودي د ټرمپ انډیوالي پریښوده؛ وايي بایډن سره ښې اړیکې ولرو

راپور: بشر درویش د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په یوه پیغام کې جوبایډن چې رسنیو د امریکا متحده ایالاتو نوی منتخب ولسمشر اعلان کړی دی، ورته مبارکي ورکړې ده. ښاغلي مودي له ټرمپ سره هم ښې اړیکې درلودې چې هند ته د ښاغلي ټرمپ د سفر پرمهال دواړو د هیوادونو ترمنځ د لا نیږدې اړیکو خبر ورکړی و. مودي له بایډن سره پر خپل فیسبوک د شریک عکس په خپرولو لیکلي: «جو بایډن ! … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څنګه منظم واوسو؟

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ که موږ خپل ورځني کارنو  اړوند منظم پلان ونه لرو یا یې منظمه او پر وخت ترسره نه کړو، نو هېڅکله پرمختګ نشو کولای. ځکه چې زموږ وخت په بې ځایه کارونو تېریږي او نشو کولای له خپل وخت څخه په سمه توګه ګټه واخلو. مثلا د یو څه پسې د یو دقیقې پر ځای به یو ساعت ګرځو یا هم کوم کار چې موږ کولای شو په یو ساعت کې ترسره … نور ولولئ
په زړه پورې

د اماراتو نوي قانون کې الکول آزاد او ناموسي وژنې لغوه شوې

راپور: نسیمه محمدي متحده عربي امارات د شنبې ورځ د الکولو د مصرف په اړه د اسلامي قوانینود محدودیت، د ناموسي وژنو سزا او د نامحرمه نارینه‌وو او ښځینه‌وو د اوسېدلو اجازې څخه خبر ورکړ. د فارس په حواله، متحده عربي اماراتو د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو له تړون وروسته، د شرابو څښلو او د نارینه‌وو او ښځینه‌وو د ګډ اوسېدلو اسلامي قوانینو کې په یو لړ بدلونونو لاس پورې کړ. د … نور ولولئ
سپورټ

کرکت بورډ د ښځینه لوبډلې جوړښت لپاره لوبغاړې په نښه کړې

د افغانستان کرکټ بورډ غړو ویلي، چې د افغانستان ښځينه ملي کرکټ لوبډلې لپاره یې ۲۵ ښځینه شارټ لېست کړي او راتلونکې کې به ترې یوه پیاوړې لوبډله جوړه کړي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې په دې موخه ۴۰ ښځينه کرکټ لوبغاړې په کابل کې تر روزنې لاندې دي او ځېنو یې په توپوهنه، توپ اچونه، ډګرساتنه او فزیکي تکړښت یا فېټنېس روزنه ترلاسه کړې ده. یاد کرکټ بورډ ویلي چې له ۲۵ … نور ولولئ
سپورټ

د ډیلي او حیدراباد سخته مقابله او پایلوبې ته د تګ موقع

دا چې د آی پي اېل سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي، نو درې لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره د هیلو ډک پلانونه چمتو کوي. لوبډلې د یو بل مغلوبولو لپاره پر لارو چارو بوختې دي. حیدراباد کرکټ لوبډلې په دې وروستیو کې څو لوبې سر په سر وګټلې او په اصطلاح نیمه پایلوبې ته د ۱۶ نومرو په لرلو سره رسېدلې ده. یاده لوبډله خورا ښه موډ کې ده او د دوو الراونډرانو لوبه یې … نور ولولئ
سپورټ

د حيدر اباد يو بل قدم تر پايلوبې پوري

خبريال: مدثر دعوت په ای پي ايل ليګ کې حيدراباد تېره شپه په الميناټور لوبه کې بنګلور ته ماتې ورکړه. د ای پي ايل تر ټولو مهمې لوبې جريان لري چې په بایللو سره یې هره لوبډله خپل کورته ځي. تېره شپه حيدر اباد په ۶ ويکټو بنګلور ته ماته ورکړه او دا لوبډله يې کورته رخصت کړه. د لوبې پچه حيدر اباد وګټله او بنګلور ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. د اې بي … نور ولولئ
افغانستان

د خواف-هرات د رېل پټلۍ درېیمه قطعه ګټې اخیستنې ته چمتو ده

راپور: نسیمه محمدي د دولتي ادارو یو شمېر چارواکو پرون جمعه د خواف-هرات رېل پټلۍ د ګټې اخیستڼې له وروستي پړاوو لیدنه وکړه. د اسپوتنیک په حواله، سید عبدالوحید زاهد قتالي د هرات ولایت والي د رېل پټلۍ د ملي ادارې له معین او یو شمېر دولتي چارواکو سره د دغه کرښې له ورستي پړاوو لیدنه وکړه او د دغه بنسټیزې پروژې اقتصادي ګټې او اهمیت له پام نه غورځوونکې ووبلل. د هرات ولایت مالي … نور ولولئ