سپورټ

د افغان لوبډلي په وړاندي لوبو ته ایرلینډ خپله لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي راتلونکو درو شل آوریزه سیالیو ته ایرلینډ کرکیټ بورډ پرون چهارشنبه خپله لوبډله اعلان کړه، چي د افغان لوبډلي په وړاندي به ولوبیږي. د افغانستان په وړاندي ایرلینډ کرکیټ بورډ دا ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه: آنډریو بالبرني لوبډلمشر، ګریټ ډیلاني، جورج ډوکریل، شین ګیټکټ، جوش لیټل، باري مکرټي، کیون اُبراین، بایډ رینکین، سیمي سینګ، پاول سټرلینګ، هیري ټیکټور، لورکان ټوکیر، ګیري ویلسون او کریک یانګ. افغان … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د شاهرخ خان د مسلک غوره فلم ۱۰ کلن سو.

ليکنه: مدثر دعوت پوره لس کلونه وړاندي په ۲۰۱۰ز کال کي د کرن جوهر په ډايريکټرۍ سره يو لا جوابه کيسه لرونکی او د غوره اداکارۍ څخه جوړ فلم نندارې ته وړاندي سو. می نيم ايز خان فلم کي د باليووډ باچا شاهرخ خان او کاجول د فلم مرکزي لوبغاړي دي،چي د سينما پوهانو د ۱۰ نومرو څخه يې ۸ نومرې وګټلې. می نيم ايز خان د رضوان خان په نوم يو رښتيني مسلمان ځوان … نور ولولئ
سپورټ

نيپال پر امريکا ۱۶ کلن پخوانی ريکارډ بيا تازه کړ.

خبريال: مدثردعوت د نيپال او امريکا ترمنځ د کريکټ يو ورځنۍ لوبه د نيپال په کوربتوب ترسره سوه. نيپالۍ لوبډلي د امريکا ټوله لوبډله په ۳۵ منډو کي وسوځوله. امريکا يوازي ۱۲ اوورونه ولوبوله ،مارشال ۱۶ منډي وکړې او نورو يوه لوبغاړي هم تر ۴ اضافي منډي ندي کړي،څلور لوبغاړي يې په صفر وسوځيده. د نيپال لپاره سنديپ لاميچن په ۶ اوورونو کي ۶ ويکټي ترلاسه کړې او بهاري څلور لوبغاړي وسوځوله. نيپال په شپږم … نور ولولئ
سپورټ

محمد نبي په یو ورځنیو لوبو کي هم د نړۍ لومړی الراونډر شو!

د افغانستان د کرکیت ملي لوبډلي د توپوهوني او توپ اچوني (الراونډر) دواړو برخو تکړه لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل تازه په یو ورځنیو لوبو کي هم د نړۍ لومړی الراونډر لوبغاړی راغلی. د کرکیټ نړیوالي شوار یا آی سي سي نن چهارشنبه په یو ورځنیو لوبو کي د الراونډرانو نوې درجه بندي اعلان کړه، چي افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل له دوهم ځای څخه لومړي ځای ته پورته سوی او لومړی مقام ئې خپل کړی. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بریا لپاره د بروسلي لس رازونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل بروسلي تر ډېره د یوه رزمي اتل او د سینمایي ستوري په نامه مشهور و، خو باید وویل شي، چې هغه یو ښه او اغېزمن سوداګر هم و. په شپېتمه لسیزه کې یې د کونګفو کوچنۍ سټدیو ګانې پرانیستلې او په دې سټدیو ګانو کې یې د جون فان کونګفو تر نامه لاندې په خپل سبک تدریس پیل کړ، په دې اړه د هغه بشپړه پوهه او په رزمي کارونو او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

لس کوچني کارونه، چې بریالي کسان یې هره ورځ ترسره کوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل هره ورځ موږ د ژوند له ډېرو درسونو سره مخامخ کېږو، له دې درسونو څخه کوم یو یې له موږ سره په یوه ښه مدیر، ستر رییس، بریالي مدیر او په ټوله کې په یوه ښه شخص باندې له بدلون سره مرسته کوي؟ هغه موارد، چې په دې لیکنه کې ورته اشاره کېږي، ډېر آسانه دي او ښایي عملي کول یې ډېر زیات زحمت ته اړتیا ونه لري، خو کولای شي، … نور ولولئ
خوندیتوب

د کرونا وایروس پر وړاندې په دې لومړنیو اقداماتو سره،د ځان ساتنه وکړئ

ژباړه: نسیمه محمدي کرونا وایروس په ۲۰۱۹م ډېسمبر په میاشت کې د چین په وهان هوبي نومې سیمه کې وپېژندل شو، چې تر اوسه له دېرش زرو زیات وګړي پرې اخته او نېژدې زرو تنو ته د مړو شمېر رسېږي. د روغتیا نړیوال سازمان د دې ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره د ځینو لارښوونو سپارښتنه کوي، چې وړاندې یې درته وایو. ژر ژر او پرله پسې خپل لاسونه ووینځئ لاسونه پرله پسې په اوبو او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ماشومان ولې کينه او حسادت کوي؟ دې تفصیلي مرکه یې ولولئ

ډېر ځله په ماشومانو کې داسې چارې لیدل کیږي چې د کینې ښکارندویي کوي. دا چارې ښایي د ژوند په ځینو پړاوونو کې عادي خو د وخت په تېرېدو سره ښايي په ستونزه او ګډوډۍ واوړي په همدې اړوند مو استاد شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې هیله ده تر پایه مو ملتیا وکړئ. پوپلزۍ: استا په لومړیو کې که راته وایئ چې په ماشومانو کې کینه او حسادت څه ډول ستونزه ده؟ استاد عظیمي: … نور ولولئ
روغه سټه

د مخ د پوستکي ښایسته کولو لپاره څو لارې چارې

ډېرې ښځې د سينګار لپاره پر مخ بېلابېل کريم او د مخ سپينولو درمل موښي، که څه هم تر ډېره پورې يې مخ سپين مالومېږي، خو د وخت په تېرېدلو سره په هغه کې ډېرې ګونځې پيدا کېږي او کوم وخت چې يې پر مخ ونه موښي، طبیعي پوست يې تور او داغلی مالومېږي، نو غواړو نن په دې مطلب کې هغه څه در ته وړاندې کړو چې عادي سينګار او طبېعي ښکلا نوره هم … نور ولولئ
سپورټ

په افغان لوبډله کې د ځوانو لوبغاړو ونډه مخ پر زیاتېدلو ده

کرکټ بورډ په خپله رسمي وېب پاڼه لیکلي، چې تر بل هر وخت ځوانو کرکټ لوبغاړو ته په لوبډلو کې ونډه ورکول زیات شوي دي. کرکټ بورډ لیکلي چې د نړۍ تر نورو لوبډلو په افغان لوبډله کې د تنکیو ځوانانو لوبغاړو جذب زیات شوی دی. نوموړي بورډ د استدلال په ډول د قېس احمد، ابراهیم ځدران، مجیب الرحمن، راشدخان، رحمان الله ګربز او ځېنو نورو لوبغاړو نومونه رااخیستي دي. د مسئولینو په خبره افغانستان … نور ولولئ