ادبیات

« ژوند چې شین شي له خندا نه» شعري ټولګه چاپ شوه

د عزت الله شمسزي د شعرونو درېیمه ټولګه ( ژوند چې شین شي له خندا نه) د افغانستان د ملي تحریک په مرسته له چاپه راووته. دا کتاب چې ټولټال دوه سوه مخه دی، ګڼ شمېرغزلونه، نظمونه او ازاد شعرونه په کې ځای کړل شوي دي.‌ پر کتاب سریزه د هېواد تکړه شاعر او کره کتونکي مصطفی سالک لیکلې ده. ښاغلي سالک لیکلی “شمسزی صیب د غزل استاد شاعر دی دده په غزل کې هم … نور ولولئ
افغانستان

د حکمتیار په کور کې سیاستوالو ناسته او موازي حکومت؛ دا لار وطن ابادوي که بربادوي؟

لیکنه: غازي عابد وړمه ورځ د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول ګلبدین حکمتیار، انورالحق احدي، صلاح الدین رباني، محمد محقق، کریم خلیلي، باتور دوستم او عبدالله عبدالله د ګلبدین حکمتیار په کور کې راټول او د وروستیو مسایلو په اړه یې خبرې وکړې. دلته راټول شوي ټول هغه کسان دي چې د په واک کې ولسمشر اشرف غني سره مخالفتونه لري. راټولو شویو ټولو د افغانستان د ټاکنو کمیسیون له لورې د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د نارینه او ښځینه ځیني توپیرونه؛ ښايي درته نوي او جالب وي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري ښایي کله هم تاسو پام کړی وي چې د نارینه او ښځینه وو ډېری کارونه توپیر لري. یانې دواړه یو رقم کار کولی شي، خو ډول یې بدل وي او دا چې څنګه یې کوي هم توپیر لري. دلته مو ځینې داسې توپیرونه راټول کړي چې ښایي ستاسو به ورته پام نه و. – د جامو اغوستلو ډول: نارینه او ښځینه د جامو اغوستلو کې یو ډول نه وي. یانې … نور ولولئ
روغه سټه

د وینې د لخته (پړن) کېدلو نښې نښانې

ژباړه: نسیمه محمدي که څه هم نشي کېدای د وینې د پړن کېدو دقیقې او مشخصې نښې وټاکل شي. ښه ده د ګواښ د احساس سره ژر تر ژره له روغتیاپال سره مشوره وکړئ، خو ځینې ساده نښې نښانې شته، چې لومړني اخطارونه وړاندې کولای شي. هغوی چې په پښو کې د وینې ټینګوالی تجربه کړی د ژور درد او د پښو د ترېنګلتیا احساس حس کړی. په ښکتني اندام کې د وینې پړن کېدل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د شپې له خوا په رڼا کې خوب کول دماغ ته زيان رسوي

خوب الله ج یو له بې مثله نعمتونو څخه دی او الله ج فرمایي: “خوب ستاسو لپاره ارام او سکون دی” دا چې اوس خوب په رڼا کې ښه دی او که په تیاره کې؟ ساینس پوهانو پر دې څېړنه کړې ده، ساینس پوهان په دې اند دي چې په رڼا کې خوب دماغو ته نقصان رسوي. د (سوسایټی فارنیورو ساینسز) په کلنۍ غونډه کې یو لوی نظر دا ورکول شو چې هغه کسان چې، … نور ولولئ
پوهنه

مورنۍ ژبه او په اړه یې څو خبرې

لومړنۍ یا هم مورنۍ ژبه هغه ده چې له مور، پلار څخه مو زده کړې وي یا هم ماشوم په هغه باندې خبرې کول زده کوي. بل هغه ژبه هم ورته ویلی شو چې انسان پرې  ښې خبرې او ښه فکر کولای شي. د داکټرانو له نظره ماشوم د مور په رحم کې له مورنۍ ژبې سره اشنا کېږي او د پیدا کېدلو پر وخت چې ژاړي که د مور په ژبه ورسره خبرې وشي، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د رواني ناروغانو ۱۰نښې

موږ تل له روغ انسان سره نه مخ کېږو، بلکې کله ناکله داسې کس هم وینو چې رواني ناروغي لري، خو دا کسان د دغو نښو په وسیله پېژندلای شئ. داسې کسان د خپلې دې ناروغۍ د پټولو هڅې کوي او تاسو هم روحاً او جسماً زیانمولی شي، نو باید  هوښیار یاست او د دغو نښو په وسیله یې وپېژنئ: ۱ـ په هغوی کې د همدردۍ حس نشته: د هغه چا په لټه کې چې … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان په ګډون لس هغه لوبډلې، چې په شل اوریزو لوبوکې یې په اوپننګ لوبې ګټلې.

د کرکټ برخه کې ډېرې پیاوړې لوبډلې او کرکټ لوبغاړي شته، چې ستر هدفونه یې د وېکټو په سوځېدلو سره پوره کړي دي، خو برعکس بیا داسې لوبډلې هم شته، چې نورې لوبډلې یې په لس وېکټو یا په اوپننګ ماتې کړي دي. هغه لوبډلې چې خپلې حریفې کرکټ لوبډلې یې په اوپننګ ماتې کړې، یوه پکې د افغانستان کرکټ لوبډله هم ده، چې خپله حریفه لوبډله یې په اوپننګ یا لس وېکټو ماته کړې … نور ولولئ
پوهنه

په ترکیه کي د اسلامي نړۍ تر ټولو لوی کتابتون پرانیستل شو!

د اسلامي هیوادونو تر ټولو لوی دا کتابتون پرون شنبه د فیبروري میاشتي په ۲۲مه نېټه د ترکیې هیواد په پلازمېنه انقره کي افتتاح کړل سو. دا کتابتون د ترکیې د ولسمشر رجب طیب ادرغان له لوري جوړ سوی، چي د په اسلامي هیوادنو کي تر ټولو لوی کتابتوب بلل کیږي. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي دا کتابتون د سلجوقیانو او عثمانیانو پر طریقه برابر جوړ سوی. معلومات ښيي، چي په دې کتابتون … نور ولولئ
سپورټ

انډري رسل يوځل بيا راستون سو!

خبريال: مدثر دعوت ويسټ انډيز د سريلانکا په وړاندي شل اووريزو لوبو لپاره ۱۴ کسيزه سکواډ اعلان کړ. انډري رسل د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام څخه پرنيمه لار بيله کړه چي تر هغه وروسته په ملي لوبډله کي ونه لوبيدی. د نړيوال جام د ټپونو تر جوړيدو وروسته د بنګلديش په پريمر ليګ کي ولوبيدی. د ويسټ انډيز کريکټ بورډ له لوري د راتلونکو لوبو لپاره چي د راتلونکي مارچ مياشتي په څلورمه او شپږمه … نور ولولئ