خوندیتوب

څېړونکي؛ د آلزایمر د پرمختګ د مخنیوي لپاره یې نوې طریقه کشف کړې!

ژباړه: نسیمه محمدي د سدني پوهنتون څېړونکو داسې یوه تګلاره موندلې، چې په واسطه یې کېدای شي د آلزایمر ناروغي او نورې سېناپسي اختلاطات کم کړای شي. د مډیکل اکسپرس د راپور پر بنست، په آلزایمر د اخته ناروغانو مغز د (RNA [اسید ریبونوئلیک]) په نامه د بیارغونې چاره په ښه توګه نه تنظیموي. دا چاره یو جنیتیکي میکانیزم دی، چې د عصبي حجرو د اتصال لپاره اړین پروتینونه اصلاح کوي. دا اتصالات سېناپس نومېږي. … نور ولولئ
سپورټ

د آی پي اېل د جایزو پیسې پنځوس سلنه کمېږي

یاران سپورټس د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي، چې د آې پي ایل د جایزو پیسې پنځوس سلنه کمبود مومي. یادې ادارې څرګنده کړې، چې د آې پي ایل ګټونکې لوبډله به له دې وروسته ۱۰ کروړه هندي کلدارې اخلي او بایلونکې لوبډله به یې یا دویم مقام اخیستونکې لوبډله به یې ۶ اعشاریه ۲۵ کروړه روپۍ ترلاسه کوي. د آې پي ایل سیالیو مالي ملاتړ کوونکو او نورو دخیلو اړخونو ویلي، چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له واده مخکې دا ۷ کارونه حتماً وکړئ

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري کوژده او واده د ژوند ډېره مهمه موضوع ده، خصوصاً زموږ په افغاني ټولنه کې چې یو ځل چا ته «هو» وشوه، یانې نجلۍ ورکړل شوه، زیاتي خبره ختمه ده او پرېکون یې په هر دلیل چې وي بدنامی ګڼل کېږي، خو تر کوژدې مخکې یا وروسته مانا تر نکاح مخکې باید په ځلونو فکر وشي. دا فکر یوازې دواړه لوري کورنۍ نه، دواړه ځوانان هم وکړي چې ایا موږ … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان په ګډون غوره بالران او د وېکټو چټکتیا یې

په کرکټ کې لوبغاړي په ډول ډول وړتیاوو مشهور وي او یا هم مشهورېږي، چې ځینې یې په وېکټو اخیستلو کې، ځینې په یارکرو توپونو غورځولو کې، ځینې په سپین بالېنګ، ځینې لوبغاړي په ډګرساتنه کې، ځینې په کېچ اخیستلو کې او ځینې بیا په توپ‌وهنه کې مشهور وي. دلته هغه بالران درپېژنو چې ژر یې د وېکټو وهلو پنځوسیزه وهلې او پنځوس وېکټې یې پوره کړي دي. ارجېنتا مېنډس ارجېنتاس مېنډس د سریلانکا سپین … نور ولولئ
سپورټ

اصغر افغان: دوهم ځلي کپټاني راته یو لوی چلینج دی!

د افغانستان کرکیټ بورډ رسمي صفحې د افغان ملي لوبډلي د لوبډلمشر اصغر افغان تازه څرګندوني خپري کړې، چي د نورو خبرو ترڅنګ ئې دوهم ځلي کفتاني د خپل ځان لپاره لوی چلینج بللی. اصغر افغان به تر دوهم ځلي لوبډلمشرۍ وروسته د ایرلینډ په وړاندي د لومړي ځل لپاره د لوبډلمشر په توګه رسمي سریز ترسره کړي. هغه د ۲۰۱۹م کال پنځوس آوریزه نړیوال جام مخکي کرکیټ بورډ له لوبډلمشرۍ څخه لیري کړ او … نور ولولئ
افغانستان

د میدان وردګو ښاروالي د زړورو ښځو نړیواله جایزه وګټله!

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کي د ظریفې غفاري نوم د هغو ۱۲ ښځو په کتار کي لومړی راغلی، چي سږ کال ئې د زړورو ښځو نړیواله جایزه وګټله. په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د لومړنۍ ښځینه ښاروالې په توګه ظریفه غفاري د ځینو زورواکو سړیو له‌خوا سخته ګواښل شوې وه، خو مبارزه ‌یې وکړه او هغوی یې غلط ثابت کړل چې ویل‌ یې ښځه رهبري نه ‌شي کولای. د … نور ولولئ
سپورټ

سویلي افریقا له آسټرالیا څخه د تیري لړۍ غچ واخیست!

د سویلي افریقا او آسټرالیا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب د ۳ یو ورځنیو لوبو لړۍ سویلي افریقا خپله کړه. د دې دوو هیوادونو ترمنځ د فیبرورۍ میاشتي په ۲۹تمه نیټه لومړۍ لوبه ترسره سوې وه، چي هغه سویلي افریقا په ۷۴ منډو توپير ګټلې وه، خو دوهمه لوبه ئې بیا پرون چهارشنبه ترسره سوه، چي هغه یو ځلي بیا سویلي افریقا په ۶ ویکیټو وګټله او دا لړۍ ئې خپل … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز تر درو ماتو خوړلو وروسته سریلانکا ته ماته ورکړه!

د سریلانکا او ویسټ انډيز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د سریلانکا په کوربتوب د ۲ شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې پرون چهارشنبه لومړۍ شل آوریزه لوبه ترسره سوه، چي پکښي میلمه لوبډلي ویسټ انډيز کوربه لوبډلي سریلانکا ته په ۲۵ منډو توپير ماته ورکړه. په یاده لوبه کي لومړی ویسټ انډیز توپوهنه وکړه، چي په ټاکلو ۲۰ آورونو کي ئې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره سریلانکا ته د ۱۹۷ منډو هدف وټاکه. … نور ولولئ
سپورټ

هندوستان کريکټ بورډ: کرونا د IPL لپاره خنډ نسي جوړيدای!

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان د کريکټ بورډ رئيس سورب ګنګولې وايي د کرونا ويروس د راتلونکي هندوستان پريمرليګ مخه نه سي نيولای. کرونا ويروس چي په نړيواله سطحه د انسانانو د ژوند لپاره لوی خطر دی په ډيرو هيوادونو کي خپره سوې او په زرګونو انسانان پرې مبتلا او وژلي يې دي. د هندوستان پريمرليګ چي د ممبی انډينز او چينای سوپرکينګز په لوبو پيليږي ددې ادارې مشر برجيش پټيل او د هندوستان د … نور ولولئ
افغانستان

اشرف غني: زه یوازی نه یم ځوانان او ملت راسره ترڅنګ ولاړ دی!

جمهوررئیس محمداشرف غني د سولې پروسې په اړه د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره د مشورتي غونډو په لړ کې نن له غرمې مخکې له یو شمېر ځوانانو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل. په دغه کتنه کې د جمهوري ریاست منتخب لومړي مرستیال امرالله صالح، د کابینې غړو او د جمهوررئیس سلاکارانو هم حضور درلود، په پیل کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین اجمل شاهپور په خپلو خبرو کې ځوانانو ته … نور ولولئ