افغانستان

صالح: د تابوت انځورونه او تش تابوتونه دې نور دباندې نه ایښودل کیږي!

خبر: ملیحه ناصري افغانستان کې نور تابوت پلورنکي اجازه نه لري د تابوت انځورونه او تش تابوتونه دباندې کېږدي. د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال امرالله صالح د نن ورځې د شپږنیمو بجو سهارنۍ ناسته کې وویل چې تر نن وروسته به په کابل ښار کې هېڅ تابوت پلورونکې هټۍ د دې اجازه ونه لري چې پر لوحو باندې د تابوت, قبر او نور دې ورته انځورونه وکاږي. دا هټیوال به د دې اجازه هم نه … نور ولولئ
پوهنه

د شخصیت پېژندنې آزمون؛ ستاسو په اړه ډېر جالب معلومات

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د شخصیت پېژندنې بېلابېل آزمونونه موږ سره مرسته کوي، چې په بېلابېلو وختونو کې پر خپلو رواني حالاتو باندې پوه او له لاسه وتلي اروايي حالتونه کنټرول کړو. موږ د دغو ارواپوهنیزو ارمایښتونو په ترڅ کې کولای شو، خپل احساسات او کړنې په خپل واک کې کړو. د دغې لیکنې په لړ کې تاسو ته یو انځور راځي چې د ارواپوهنې آزمون دی. د دغه کار لپاره یوازې همدومره بسنه … نور ولولئ
افغانستان

پنتاګون؛ له افغانستانه د ځواکونو تر ایستلو وروسته، هر ډول ګواښونه شنډوو

راپور: ملیحه ناصري د امریکا د دفاع وزارت سرپرست، کریستوفر مېلر په شمالي کارولینا ایالت کې د یوې وینا په ترڅ کې وویل: « ولسمشر پرون حکم وکړ چې په افغانستان او عراق کې د امنیت له ټینګښت او د دومره هڅو په پایله کې زموږ د لاسته راوړنو په خوندي ساتلو سره دې د ۲۰۲۱ز کال د جنوري تر ۱۵مې پورې، د امریکايي ځواکونو شمېر دوه نیم زرو سرتېرو ته راټيت شي». نوموړي وویل … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څنګه پر ځان مهربانه اوسو؟

ژباړه: صديقه پوپلزۍ که موږ خپل ژوند کې ډېره خوشحالي غواړو نو باید په ځان مهربانه اوسو. ـ خپل ځان لپاره وخت ځانګړئ کړی او د خپل ځان په اه فکر وکړئ؛ ځکه تر هر څه ډېر باید موږ په خپل فکر کې اوسو. کوم وخت چې خپل ځان لپاره ځانګری کوو په هغه وخت کې باید خپل د خوښې کار وکړو. ـ خپل قدر وکړئ؛ موږ تل د نورو بریاوو ته پام کوو خپل … نور ولولئ
سپورټ

کراچۍ کېنګز لوبډلې د پي‌اېس‌اېل اتلولۍ جام د ډین جونز روح ته ډالۍ کړ

  د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبډلو پایلوبه تېره شپه د نومبر په ۱۷ مه د کراچۍ کېنګز او لاهور قلندرز کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې کراچۍ کېنګز پکې بری حاصل کړ او اتلولي یې وګټله. ولې د اتلولۍ جام ډین جونز ته ډالۍ شوه ډین جونز چې د اسټرالیا پخوانی توپوهونکی او اوسنی کرکټ مبصر و، د اکټوبر په میاشت کې د زړه حملې له امله ومړ. نوموړي د هندوستان په ممبيي ښار کې … نور ولولئ
سپورټ

له ۱۶ کلن ځنډ وروسته د کرکټ مخترع لوبډله پاکستان ته ځي

  د انګلستان کرکټ بورډ له قوله کرېک‌بز وېبپاڼې خبر ورکړی، چې د انګلستان کرکټ لوبډله د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر کې پاکستان ته د دوو شل اوریزو لوبو لپاره سفر کوي. د انګلستان کرکټ لوبډله د اکټوبر په ۱۴ مه او ۱۵ مه نېټه پاکستان کې دوه شل اوریزې لوبې کوي. دواړه لوبډلې په کراچۍ نېشنل لوبغالي کې ترسره کوي. د انګلستان لوبډله د اکټوبر په ۱۶ مه نړیوال جام کې د لوبېدلو په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ډېوېډ هسي؛ ظاهرخان به خپل لوبډلمشر ګلېن مکسوېل ته ښه لوبه وکړي

  د افغانستان لېګ برېک کیڼ لاسی چېنامېن توپ‌اچوونکی ظاهرخان پکتین د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د مېلبورن سټارز لوبډلې وپېره. ظاهرخان تېر کال له مجیب الرحمن سره یو ځای په برېسبین هیټ لوبډله کې لوبېدلی و؛ خو سږ کال ورسره مېلبورن سټارز لوبډلې تړون وکړ. د دوی په لوبډله کې دوه لېګ برېک بالران شول، چې یو یې ظاهرخان او بل یې کلېنټ هېن کلېف دی. د لوبډلې روزونکي ډېوېډ هسي وایي … نور ولولئ
په زړه پورې

نړيوال روغتيايي سازمان؛ د کورونا وایروس ودې د وروستۍ اونۍ په لړ کې ريکارډ ټينګ کړ

ژباړه: عایشه حیدري تېره اونۍ په کورونا وایروس د اخته کسانو شمېر په ټوله نړۍ کې نږدې ۴ میلیونو کسانو ته ورسید. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د روغتیا نړيوال سازمان (WHO)، د چهارشنبې په شپه اعلان وکړ، چې د کورونا وایروس له امله د مړينې شمېر له ۵۹ زره کسانو څخه واوښت. د روغتيا نړيوال سازمان د اطلاعاتو پر بنسټ، د نوامبر له ۸مې څخه تر ۱۵مې پورې په ټوله نړۍ کې ۳.۹۷۷.۲۲۳ … نور ولولئ
سپورټ

کرکټ بورډ؛ افغان لوبغاړي باید ژر له اسټرالیا څخه راستانه شي

  د اسټرالیا بیګ باش کرکټ لیګ د ډېسمبر په ۳ مه په اسټرالیا کې د افغان لوبغاړو په شتون کې پېلېږي. په دې لیګ کې محمدنبي عیسی خېل، نوراحمد لکڼوال او راشدخان تر دې دمه اخېستل شوي دي. ښایي مجیب الرحمن او ظاهر خان هم دې لیګ کې بیا رېټېن شي. خو د افغانستان کرکټ بورډ تازه څرګندونو کې ویلي چې افغان کرکټ لوبغاړي باید له اسټرالیا لیګ څخه د افغانستان سیریز ته راستانه … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني د امريکا د دفاع وزارت له سرپرست سره وغږید

خبر: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د امريکا متحدو ايالتونو د ملي دفاع وزارت سرپرست کریسټوفر میلر سره ټليفوني خبرې وکړې. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ټليفوني مکالمه کې چې د امريکا متحدو ايالتونو لوی درستيز جنرال ميلي هم حضور درلود، دواړو لوريو د افغانستان د اسلامي جمهوريت او امريکا متحدو ايالتونو ترمنځ پر اړيکو خبرې وکړې. سرچینې زیاته کړې چې یادو خبرو کې د امريکا … نور ولولئ