سپورټ

قیس احمد اوس قرنطین، خو په کور کي تمرینونه کوي!

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي ته تازه ټاکل سوی سلو توپ اچونکی قیس احمد د قرنطین په دې شپو ورځو کي اوس هم په خپل کور کي تمرینونه کوي. د افغانستان کرکیټ بورډ پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د قیس احمد ویډیو خپره کړې، چي هغه په یوه کوټّ کي په فزیکي تمرینونو بوخت دئ. https://www.facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial/videos/208423397056826/ کرکیټ بورډ د قیس احمد د یادي خپرې سوي ویډيو سره لیکلي: ((د کرکټ ملي لوبدلې دغه ځوان لوبغاړى … نور ولولئ
کرونا

د قرنطین په شپو ورځو کي یوه امریکايي د سپي په وسیله تر ګاونډۍ خواړه رسوي!

د آمریکا هیواد په کلرادوی آیالت کي د کرن اولت په نامه یو ښځه د سپي په واسطه تر هغې همسایه پوري خواړه او ضروري توکي رسوي، چي قرنطین ده. لس کاله کیږي، چي مېرمن هلمن او کرن اولت سره همسایګان دي، چي مېرمن هلمن د تنفسي ستونزو سره مخ ده او په همدې خاطر ډاکټرانو ورته توصیه وکړي، چي قرنطین کي دي اوسي. مېرمن ولت له رسنیو سره په خبرو کي وویل: ((سپي راته … نور ولولئ
ژوند بڼه

دریمه برخه؛ (څوک باید ولري )

یو څوک باید ولرې: چې بدرنګۍ ته دې نه تعریف شوې بې مثاله شاعرانه تعریف ورکړي او نېمګړتیا دې ځانګړنه وګڼي. داسې یو څوک؛ کله چې بیده وې باڼه دې وشمېري، سهار له تخته د پاڅېدو پر مهال دې له مټه کش بیرته له ځانه سره کمپله کې په ځان کې ورک کړې او درته ووایي، زمونږ سهر ته لا وختي . داسې څوک؛ چې ژمی یخي اوبه پرې واړوې، پکه پرې چالان کړي، چې … نور ولولئ
افغانستان

هیواد کي په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ ته ورسېد!

هرات، کابل او بدخشان ولایتونو کي تازه ۲۵ مثبتي پيښي ثبت سوې، چي په دې سره هیواد کي په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ ته ورسېد. د افغانستان د عامي روغتیا وزارت تائید کړه، چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۲۵ مثبتي پيښي په هرات، کابل او بدخشان ولایتونو کي ثبت سوې او په دې سره د کرونا ویروس مثبتي پيښي په افغانستان کي ۱۴۵ ته ورسېدې. د افغانستان د عامي روغتیا وزارت … نور ولولئ
په زړه پورې

سندرغاړې کنيکا کپور په کرونا اخته سوې!

خبريال: مدثر دعوت د هندۍ سندرغاړې کنيکا کپور د کرونا ويروس ازمويني مثبته پايله ورکړې. د ټايمز اف هندوستان د خبر له مخي د هندوستان مشهوره سندرغاړې په کرونا ويروس اخته سويده. کنيکا نن پر خپل انسټګرام اکاونټ ليکلي ” د کرونا ازموينه مي مثبت وه خو زه د جدي مراقبت په واټ کي نه يم او د خپلو مينوالو د روغتيا هيله يې درلودلې ده. په لومړي ځل د اتراپرديش پوليسو دا تائيد کړې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ښوونځی ستاسې په کور کې

لیکنه: شپنه سلګۍ دا چې د کرونا ویروس د خپريدو د مخنيوي په موخه په ټول هېواد کې تعليمي مرکزونه تړل شوي او د زده‌کوونکو د زده‌کړې بهیر یې ټکنی کړی دی. په ننګرهار کې د زده‌کړه‌ییز بهیر د دوام لپاره د پوهنې ریاست په نوښت له یو خصوصي ټلوېزیون سره هوکړه وشوه، چې د کرونا ویروس د خطر کچې تر کمېدو شاګردان په کورونو کې زده‌کړې ترسره کړي. “د ننګرهار پوهنې ریاست د تېرې … نور ولولئ
خوندیتوب

د کرنټین د مراعاتولو لپاره د هندي پولیسو بېساری اقدام

ژباړه: نسیمه محمدي په هند کې د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره د ۲۱ ورځني ګرځبندیز په تعقیب، د ترافیکو یو پولیس افسر د وایروس په اړه د خلکو د پام اړولو لپاره په زړه‌پورې هڅه کړې. راجِش بابو، د تامیل نادو ایالت د چنای ښار، د ترافیکو پولیس په دې ورځو کې د کرونا وایروس په بڼه محافظتي خولۍ پر سر کړې، چې د مسافرانو لپاره یو اخطار وي، چې په کورونو کې پاتې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ښې کورنۍ د لرلو لپاره ځینې مهم ټکي

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ  ځینې هغه ټکي چې که پام ورته وکړو، نو یوه غوره کورنۍ به ولرو: ۱ – خپله کورنۍ باید په سمه توګه درک کړو. که دا کار ونه کړو، نو زموږ په منځ کې جنجال پیدا کېږي، زیاتره کورنۍ نه شي کولای چې خپلې کورنۍ ته په سمه توګه ورسېږي، نو پر دې اساس باید په خپل ژوند کې منظمه برنامه جوره کړو، چې هر کار پر خپل وخت ترسره کړو. ۲ … نور ولولئ
اقتصاد

نړۍ او کرونا؛ نن د ویروس په نوي شمېر کي کموالی راغلی

خبریال: فضل الله فضلي وړمه ورځ نړۍ د کرونا ویروس نوي پېښي تر ۴۱ زره او پرون یې تر ۶۱ زره ډېري پېښي لرلې، خو د نن نوي پېښي څو برابره لږ دي. نن؛ تراوسه په نړۍ کي تر ۲۲ زره ډېري نوي پېښي ثبت سوي، چي د تېرو دوو ورځو په پرتله ډېري کمي پېښي دي. د نویو شمېرو په کمښت سره د مړو شمېر نه دئ کم سوئ او نن نړۍ ۱۳۲۷ مړي … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ په افغانستان کي يې شمېر ۱۲۰ ته پورته سو

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتيا وزارت د معلوماتو پر اساس چي نن په هیواد کي د کوایډ ۱۹ یا کرونا ویروس درې نوري مثبتي پېښي ثبت سوي دي. له دې پېښو دوې یې په هرات او یوه یې په نیمروز ولایت کي ثبت سوې. نن د عامي روغتیا وزیر فيروزالدین فيروز ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره د یو مرکز پرانستنه وکړه. پدې تشخیصیه کلینیک … نور ولولئ