افغانستان

د امریکا د یو میلیارده ډالرو مرستې کمی به د افغان امنیتي ځواکونو له تمویل څخه وي

هغه یو میلیاره ډالر به چې امریکا یې افغانستان سره د مرستو څخه د کمولو خبرداری ورکړی، د افغان امنیتي ځواکونو له تمویل کمیږي. دا خبره د رویټرز خبري اژانس د څو امریکايي چارواکو له قوله کړې ده. ددې مرستو د کمي خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د مارچ په 23 مه کابل ته له سفر وروسته وکړه. نوموړې وویل که افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د نوموړي سیاسي رقیب … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

بېل ګېټس او د کرونا له کړکېچه د وتلو په خاطر درې مرحله‌یي طرحه

ژباړه: نسیمه محمدي په داسې حال کې چې په نړۍ کې ورځ تر بلې د کرونا وایروس د قربانیانو شمېر زیاتېږي، «بېل ګېټس» په امریکا کې پر دې وایروس د برلاسي لپاره د متخصص په مرسته، چې د بېل او ملېنډا ګېټس له بنسټ سره مرسته کوي، درې مرحله‌یي طرحه وړاندې کړه. ګېټس چې په ۲۰۱۵م کې له یوې وبایي ناروغۍ سره د نړۍ د مشرانو د مبارزې په اړه اشاره کړې وه، هوډ لري … نور ولولئ
افغانستان

له هوکړې وروسته پر امریکا د طالبانو نیوکه؛ که سرغړونې دوام وکړي، جګړه به زور واخلي

راپور: ولمه ځلا طالبانو تر شوې هوکړې وروسته د لومړي ځل لپاره پر امریکايي لورې نیوکې کړې \ او ويلي یې دي چې مقابل لوری هوکړې ته ژمن نه دی. دغه څرګندونې د وري په ۱۷ مه د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د امریکا او د دوی تر منځ د فبروري په ۲۹ نېټه شوې هوکړې ته ژمن پاتي خو امریکا څو … نور ولولئ
په زړه پورې

کرونا وایروس؛ د نويو درمل کشف او ورسره تړلې هیلې

ژباړه: نسیمه محمدي پوهانو هغه درمل کشف کړي، چې په مؤثر ډول د بدن حجرو سره د کرونا وایروس د اتصال مخه نیسي او په بالقوه ډول د کرونا وایروس په هماغه لومړیو ساعتونو کې تداوي کوي. د دې څېړنې پایلې Cell معتبرې خپرونې خپرې کړي، چې د کرونا وایروس د درملنې لپاره یې نوې هیلې ټوکولي دي. دا درمل د نړۍ د مختلفو برخو د پوهانو ډلې او د کاناډا او برېټېش کلمبیا پوهنتون … نور ولولئ
افغانستان

د حکومت نوې ګمارنې؛ خلک پرې نیوکې او خبرې لري

راپور: ولمه ځلا د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان محمد حنيف اتمر د بهرنيو چارو نوماند وزير ټاکل شوی دی. دغه څرګندونې د ارګ په خپرپاڼه کې پرون د وري په ۱۶ مه راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوري ولسمشر محمد اشرف غني د دوه جلا حکمونو په بنسټ محمد حنيف اتمر د بهرنيو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير ټاکل شوی دی. په دغه خپرپاڼه کې راغلي: ((د هیواد جمهور رئيس د اساسي … نور ولولئ
خوندیتوب

د کرونا ويروس په اړه د جاويد اميرخيل پيغام!

ليکنه: مدثر دعوت افغان مشهور سندرغاړي جاويد اميرخيل د کرونا څخه د ځان ساتني په اړه يو ويډيويي پيغام خپور کړی. پدې ويډيويي پيغام کي اميرخيل خپل دفتر ته راځي په داسي حال کي چي دستکشي يې په لاس او ماسک يې وهلی دی،د خپلو همکارانو سره د لاس په پورته کولو سره ستړې مسې کوي او تر هغه وروسته خپل کاري ميز ته رسيږي. جاويد اميرخيل خپل موبايل، کمپيوټر او ټول هغه کاري مواد … نور ولولئ
سپورټ

رونالډو به ډېر ژر د نړۍ تر ټولو شتمن فوټبالر شي!

که څخه هم د یوونټوس لوبډلي څخه رونالډو خپله تنخوا راکمه کړې، خو هغه به ډېر ژر د نړۍ تر ټولو شتمن فوټبالر سي. ایټالوی کلب یوونټوس اوس له سختو مالي ستونزو سره مخ دئ، چي په همدې موخه اوس د رونالډو ترڅنګ د دې لوبډلي نورو لوبغاړو پرېکړه کړې، چي د خپلي لوبډلي سره د تنخوا په کمولو کي مرسته وکړي. په دې سره به یونټوس کلب ته ۱۱۵ میلیونه یورو ګټه ورسیږي. د … نور ولولئ
افغانستان

نوې کابینه او د پخوانیو څیرو ټاکلو لړۍ؛ څه ته اړتیا ده او ولسمشر غني څه غواړي؟

لیکنه: غازي عابد د افغانستان د ۱۳۹۸ جمهوري ریاست جنجالي ټاکنې چې اوس هم یې دعوې او کشمشکونه روان دي، ګټونکي محمد اشرف غني د نوې کابینې پر جوړولو پيل کړی دی. هغه له لوړې کولو وروسته د مقرریو په لومړي پيل کې سید یوسف غضنفر په اقتصادي، سوداګریزې پراختیا او د فقر د کموالي په برخه کې د خپل فوق العاده استازي په توګه معرفي کړ چې هغه ته یې ځانګړي امتیازات او صلاحیتونه … نور ولولئ
خوندیتوب

د کرونا د مخنيوي په خاطر، د مکروبونو څخه د جامو پاکولو طريقه

ليکنه: مدثر دعوت د کرونا ويروس پدې دور کي اړتيا ده د بدن د غړو تر څنګ خپلي جامې هم له مکروبونو پاکي وساتو. د نړۍ تر ټولو پرمختللي هيوادونه تر وروسته پاته هيوادونو د کرونا ويروس سره ډير لاس او ګريوان دي. امريکا،ايټاليا،هسپانيا،چين،جرمني او فرانسه هغه هيوادونه دي چي وګړي يې تر نوري نړۍ ډير په کرونا ويروس مبتلا او مړه سويدي. تر اوسه پوري د کرونا ويروس لپاره هيڅ واکسين او درمل ندي … نور ولولئ
افغانستان

د غوره کرکیټرانو ترمنځ سیالي؛ راشدخان د پاکستاني سید اجمل څخه وګټله!

په شل آوریزه سیالیو کي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه او نوموتی لوبغاړی راشدخان ارمان د پاکستان د پخواني لوبغاړي سیداجمل څخه غوره لوبغاړی راغلی او بل پړاو ته ئې لاره پيداکړه. انفو کرکیټ(ESPN) چي د کرکیت مشهوره ویب سایټ دئ اوس ئې د شل آوریزه سیالیو د غوره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ اچولي، چي د ټولنیزو رسنیو له لاري د رایو په ورکولو سره غوره لوبغاړي ټاکل کیږي. چي په لومړي سر کي … نور ولولئ