په زړه پورې

د انګلستان لومړی وزير بوريس جانسن د کرونا ويروس څخه روغ ووتی.

خبريال: مدثر دعوت بوريس جانسن چي اونۍ وړاندي د کرونا ويروس له کبله په روغتون کي بستر سوی وو نن بيرته رخصت سو. وروسته تر هغې چي د انګلستان د لومړي وزير حالت د انديښنې وړ وښودل سو،د ښه مراقبت په منظور د جنوبي لندن د توماس په نوم روغتون ته وليږدول سو. د لومړي وزير وياند ويلي: ” جانسن اوس روغ سويدی، ډاکترانو ورته ويلي چي په روغتون کي يې د پاته کيدو اړتيا … نور ولولئ
رسنۍ

کپیل ډیو د شعیب اختر نظریه رد کړه

یاران سپورټس شعیب اختر چې د پاکستان پخوانی چټک توپ اچوونکی دی، څه موده وړاندې یې ویلي وو چې هند او پاکستان باید یو دوه اړخیز سیریز ترسره کړي، چې له دغه سیریز څخه ترلاسه شوې پېسې د کرونا ویروس د مخنیوي پر وړاندې وکارول شي. هندوستان او پاکستان کرکټ لوبډلو له ۲۰۱۳م  راهیسې د یو بل پر وړاندې دوه‌اړخیزې لوبلړۍ نه دي ترسره کړې. ۲۰۱۳م کې دواړو لوبډلو په هندوستان کې درې یو ورځنۍ … نور ولولئ
افغانستان

غزني او کرونا؛ تازه حال، ویروس ضد اقدامات او بدمرغه جګړه

لیکنه: بشر درویش غزني په تاریخي لحاظ د افغانستان له مهمو ولایتونو بلل کیږي، خو د افغانستان روانو ناخوالو کې دا ولایت هم بچ نه دی پاتې شوی. همدا تیرکال غزني د خورا سختو جګړو شاهد و، ان یو ځل یې خبره تر سقوط هم نیږدې شوې وه. اوس لکه ټوله نړۍ او د افغانستان د نورو ولایتونو سربیره غزني هم له کرونا پاتې نه شو، یو شمیر کسان یې نیولي، خو ورسره د کرونا … نور ولولئ
افغانستان

په کندهار کي سرحدي ځواکونو یوځل بیا د اغزن تار مخه نېولې

خبریال: فضل الله فضلي نن له غرمې مخکي د کندهار د سپین بولدک او چمن ترمنځ د ډیورنډ پر کرښه پاکستاني ملېشو غوښتل چي په کښل سوي خندق کي اغزن تار وغځوي، خو د سرحدي ځواکونو د چټک ځواب سره مخ سوي دي. پاکستان ملېشو اغزن تار د سپین بولدک ولسوالۍ په زاړه کلي کي تېروئ، چي د ځواکونو په ور رسېدو سره سم پر شا سوي دي. سرچېنې وايي چي ځواکونه په لومړۍ درجه … نور ولولئ
ټیکنالوژي

کرونا زپلي انسان یو وخت فضا او ستورو کې د ګرځیدو خوبونه لیدل

د اپریل ۱۲ نیټه فضا ته د انسان د الوت د نړیوالې ورځې په پار څیړنه او راټولونه: یاران ټیم  59 کاله مخکې د اپریل په 12 مه نیټه، د پخواني شوروي اتحاد روسی ستور مزلی یوري ګاګرین د لومړني انسان په توګه د مځکې له اتومو سفیر ووت او په خلا کې د مځکې پر مدار راوڅرخیده. په 1961 میلادي کال د اپریل په 12 مه 27 کلن ګاګرین په وستوک 1 ، فضايي … نور ولولئ
افغانستان

د بڼونو په جوړولو کې د افغانستان پرمختګ؛ ۱۹۵۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شول

راپور: بشر درویش د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا په ننګرهار کې ۱۹۵۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شول. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا د هلوځلو په دوام داځل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له خوا د ننګرهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې یو زر او۹۵۲ جریبه نوي … نور ولولئ
سپورټ

د نړۍ نوموتي فوټبالران د قرنطین په مهال څه کوي؟

د نړۍ زیاتره نوموتي فوټبالران د کرونا ویروس څخه د ځان ساتني په موخه خپلو کورونو کي قرنطین دي. کرونا ویروس اوس د اسپانیا، ایټالیا، فرانسې، جرمني او انګلستان لیګونو ترڅنګ ګڼ شمېر نوري د فوټبال لوبي هم ځنډولي. د دې هیوادونو په لومړۍ درجه لیګونو کي د نړۍ نوموتي فوټبالران لکه: میسي، رونالډو، نیمار او نور لوبغاړي لوبیږي، چي اوس لوبي نسته، خو دا لوبغاړي خپلو کورونو کي قرنطین دي. بلیچر چي د ورزش … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې د شپې له خوا بازارونه خلاص او د ورځې بند؛ ایا دا مناسب ګام دی؟

لیکنه: بشر درویش په ننګرهار ولایت کې د کویډ – ۱۹ ناروغۍ د مخنیوي په موخه په تازه اقداماتو کې پریکړه شوې چې د ورځې له خوا به هټۍ بندې او د شپې له خوا پرانیستل کیږي. د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، دا پریکړه یې د کرونا وایروس د مخنیوي په موخه کړې ده. د هټیو لپاره ځانګړی مهالویش د هغه مهالویش پر اساس چې په ننګرهار کې د والي شاه محمود میاخیل په مشرۍ … نور ولولئ
ادبیات

د قرنطیني شېبو رنګینول

ژباړه: نسیمه محمدي د ارستو په وینا موږ انسانان ټولنیز حیوانات یو. نو اوس چې په قرنطین مجبور یوو، نو څه باید وکړو چې د یوازیتوب او لېونتوب احساس ونه لرو؟ ښه! لومړی څه مو چې ذهن ته راځي، دا دي چې «دا کړکېچ له لاسه مه ورکوه!» که په کافي اندازه خلاق او نوښتګر اوسو، په دې تیاره دوران کې هم د رڼا څرک موندلی شو. د ژوند نوی طریقې امتحان او هغه لارې … نور ولولئ
ژوند بڼه

د ۶۳ کلنې مور د جنازې په ليدلو يې ۳۱ کلنه لور هم مړه شوه

خبريال: مدثر دعوت پر لاورا ريچارډز هغه مهال د زړه حمله راغله چې د خپلې مور جنازه يې وليدله. د انګلستان په وار ويکشير کې هغه مهال يوې نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړ چي مور يې د کرونا ويروس له کبله مړه شوه. خور يې انډيپينډينټ ته ويلي: “دا هغه مهال، چې مور مو د کرونا ويروس څخه کړېدله، تر بل هر چا ډېره غمجنه وه او په خپل فېسبوک کې به يې له … نور ولولئ