خوندیتوب

اضطراب او د وېښتانو خاورین رنګ

ژباړه: مهمه هڅه د پوهانو په وینا داسې نوي موارد پیدا شوي چې لوړ اضطراب مو وېښتان ژر تر ژره  په خاورین رنګ بدلولای شي. پر فارمي موږکانو باندې د درد اغېزې له مطالعې وروسته او کله چې دوی ته رزینیقراتاکسین (یو ډول دوا) پېچکاري شوه، ولیدل شول چې په څلورو اونیو کې د دوی د وېښتانو رنګ سپین شو. دغه څېړنه لامل شوه چې دوی د اضطراب له امله د وېښتانو سپینېدو په اړه … نور ولولئ
افغانستان

جنرال تادین خان: طالبانو عسکر نه، ملکي وګړي خوشي کړي

د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان وايي چي وسلوالو طالبانو په کندهار کي د سولي په نوم ۲۰ تنه نظامیان نه، بلکه ملکي وګړي آزاد کړي دي. نوموړی زیاتوي چي چي په آزاد سوو کسانو کي یوازي یو تن چي په پولیسو کي پاته سوی وو، آزاد سوئ دئ. جنرال تادین خان نن پر خپلي فېسبوک پاڼي داسي لیکلي: تادین خان ادعا کړې، چي وسلوال طالبان د سولي په پروسه کي رښتني نه دي … نور ولولئ
په زړه پورې

اندونیزیا کې پيریان سړکونو او کوڅو کې ګرځي چې خلک قرنطین شي او له ویرې را ونه وځي

ژباړه: بشر درویش د اندونیزیا کیپو کلي کې یوې ډلې خلکو ځانونه د پيریانو په شان جوړ کړي، سړکونو او کوڅو ته راوتلي څو خلک له ډاره بهر ونه ووځي او په خپل کور کې له کرونا وژغورل شي. دا خلک په یو ناڅاپي ډول سړکونو ته راووځي، د پيریانو غوندې عجیب یې ځان جوړ کړی وي، خلک یې له ویرې سړکونو ته نه راووځي او قرنطین مراعتوي. د یاد کلي د ځوانانو د یوې … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې به سږ کال درې برابره زیاته خرما تولید شي

راپور: بشر درویش د ننګرهار وادې کرنيز شرکت مسئولين وايي، چې سږکال به د تېر کال په پرتله د خرما بڼ حاصلات درې برابره زيات وي. د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ تېر کال د کانال اړوند خرما باغ دوه ټنه خرما ورکړې وه. شاوخوا لس کاله وړاندې کانال وادې کرنيز شرکت له لوري د هډې فارم دويم بلاک په پنځوس جريبه ځمکه کې ۲۷۰۰ د خرما شپږ ډوله بوټي کېنول شوي دي. ولې … نور ولولئ
افغانستان

د افغان دولت لپاره یو سر، سل اندېښنې: د لمړيتوبونو ننګونکی انتخاب

(کرونا، ولږه او غربت، داخلي سیاسې کرکېچ، له طالبانو سره سوله، فساد او داخلی امنیت) لیکنه: پوهنمل الهام الدین صافی یادونه: که څه هم دا لیکنه د عنوان مطابق اوږدې څېړنې او لیکنې ته اړتیا لري، خو دلته ډېر تمرکز یوازې له کرونا سره په مقابله او مسوولیت شوی دی. نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې کرونا اوس د هغه ناورین نوم دی چې د نړۍ یې د worldometer د 12.4.20 نېټې راپور پر اساس … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کي په کرونا ويروس اخته کسانو شمير ۹ ته ورسيدی.

خبريال: مدثر دعوت لښکرګاه کي نن د کرونا ويروس ۷ نوري مثبتي پيښي ثبت سوې. د هلمند ولايت مقام وايي چي په تيرو ۲۴ ساعتونو کي ۷ مثبت پيښي ثبت سوي، ۳ پيښي د کرونا ويروس د پخواني ناروغ د کورنۍ سره تړاو لري او څلور نور کسان د لښکرګاه ښار په بيلابيلو ناحيو کي اوسيږي. په تازه پيښو کي څلور نارينه او ۳ ښځي دي. هلمند کي تر دې مهاله د کرونا ويروس ټولي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

وېره هم تر کرونا جدي وګڼئ!

لیکنه: محمدعارف لېوال وېره د زیانمنونکي ناسم تصور زیږنده وي چي ډېری وخت موږ په خپل ذهن کې ځای ورکوو، خو ایا تر اوسه مو فکر کړی چې وېره مرګ ته د رسېدو یو ګام دی؟ وېره په اصل کې هېڅ حقیقت نه لري، بلکې هغه بلا ده چې موږ په خپل ذهن کې د مُضرو افکار او خیالونو له ګیډې غورځولې او د وسواس په لاسونو مو اوږده لکۍ او پښې ورکړې دي. معمولاً … نور ولولئ
ادبیات

لیوناردو داوېنچي پېژنئ؟ په اړه یې دلته ولولئ

ژباړه: ملیحه ناصري لیوناردو داوېنچي ایټالیایي پوه، نقاش او مهندس و چې په ۱۴۵۲ کې په توسکاني کلي کې زېږېدلی و. پلار یې یو بډایه او شتمن کس و چې «پیرو فرانسسیو داوېنچي» نومېده او مور یې «کاټرین» یوه بزګره مېرمن وه. تر پينځه کلنۍ له خپلې مور او تر هغې وروسته له نیکه‌ګنۍ سره واوسېد، ځکه چې دی د مشروع اړیکې پایله نه و. پلار یې دوه ودونه وکړل، یوه مېرمن یې چې مړه … نور ولولئ
خوندیتوب

ای بي ډویلیرس وایي که نړیوال شل اوریز جام وروسته شي د ده لوبېدل پکې شکي دي

یاران سپورټس د نړۍ غوره کرکټ لوبغاړی او د افریقا د کرکټ ستوری لوبغاړی ای بي ډیویلیرس د سویلي افریقا له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، که د کرونا ویروس له امله د ۲۰۲۰م شل اوریز نړیوال کرکټ جام وځنډول شي، نو دی به ونشي کولای چې د ناسمې روغتیا له امله د ۲۰۲۱م په نړیوال شل اوریز جام کې د افریقا په ګټه ولوبېږي. د ۲۰۱۸ او ۱۹م کلونو په اوږدو کې … نور ولولئ
افغانستان

له وزګارشویو کارګرو سره د مرستې وړاندیز تر ولسمشر ورسید؛ وايي لازم تصامیم به ونیول شي

راپور: بشر درویش د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د کسبګرو او دوکاندارانو خونې رئیس او غړو سره په خبرو کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ د دغه ویډیو کنفرانس په پیل کې د کسبګرو او دوکاندارانو خونې رئیس محمدحسن سپاهي کسبګرو ته د هیواد د جمهوررئیس همیشنۍ پاملرنه وستایله وې ویل، کسبګر او هټۍ وال کرونا ویروس … نور ولولئ