اقتصاد

کرونا؛ د نړۍ تر ټولو شتمن سړي ۲۴ میلیارده ډالره ګټلي!

که څه هم کرونا ویروس دې وروستیو میاشتو کي ټوله نړۍ د اقتصاد له پلوه سخته ځپلې، خو د آمازون شرکت مشر جیف بیزوس د ۲۰۲۰م له پيل راهیسي ۲۴ میلیارده ډالره ګټلي. له کله چي کرونا ویروس ټوله نړۍ کي خپور سو، نو د ټولو هیوادونو چارواکو خپلو خلګو ته کورونو کي د پاته کېدو امر وکړ. په همدې موخه خلګ دې ته مجبور شوي، چي په انلاین ډول سوداګري وکړي. نو آمازون شرکت … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ هیواد کي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي ۵۴ پېښي ثبت سوي

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ویروس ۵۴ پېښي ثبت سوي دي. پدې سره په هیواد کي د کرونا پېښي ۸۴۰ ته ورسېدې. یادي تازه پېښي ۳۷ یې کابل کي، ۱۱ یې هرات، ۶ یې بلخ او یوه-یوه پېښه په ننګرهار او لغمان ولایتونو کي ثبت سوي دي. بلخوا بیا په کندهار کي تېره ورځ بشپړ قرنطین پیل سو، چي په … نور ولولئ
افغانستان

ټوله نړۍ کي نیم میلیون کسان له کرونا ناروغۍ رغېدلي!

د امریکا جان هاپکنس پوهنتون راپور ورکړی، چي په ټوله نړۍ کي تر دې دمه ۵۱۰۳۳۶ کسان له کرونا ناروغۍ څخه رغېدلي. د جان هاپکنس پوهنتون د معلوماتو له مخي په ټوله نړۍ کي ۲۰۸۳۳۰۴ کسه په کرونا ناروغۍ اخته دي، چي له ډلي ئې ۱۳۴۶۲۵ مړه شوي. امریکا، ایټالیا، اسپانیا، فرانسه، بریټانیا او ایران هغه هیوادونه دي، چي تر نورو هیوادونو کرونا ناروغۍ سخت ځپلي. امریکا د مړیني او مثبتو پېښو له اړخه د … نور ولولئ
پوهنه

عقیده او نظریه (پېژندنه او توپیر)

لیکنه: رحمت ګل عمري عقیده او نظریه د ټولنیز ژوند مل د ډېر اغېز او ارزښت وړ موضوعګانې دي. داسې چې زمونږ په ټولنیز ژوند کې باورونه تینګوي او ځینې مهال د ډېر حساسیت وړ هم ګرځي. عقیده او نظریه مهمې او د ارزښت وړ سوژې دي. د دې دوو موضوع ګانو شننه ډېر زیات بحث او څېړنې ته اړتیا لري، د نړۍ سترو علماوو په دې اړه لوی لوی کتابونه لیکلي دي. همدا راز … نور ولولئ
ادبیات

سوکرات (سقراط)

ژباړه: ملیحه ناصري نوم: سوکرات لقب: حکیم سوکرات زېږون: ۴۷۰/۴۶۹ ق م د مړینې نېټه: ۳۹۹ ق م د زېږېدو او مړینې ځای: آتن – یونان شاګردان یې: اپلاتون او ګزنپون د سوکرات شعار: ځان وپېژنه! سوکرات د یونان اوسېدونکی او د لویدیځې نړۍ ستر فلیسوف و. د سوکرات فکر پر انسان‌پېژندنه څرخېده. هغه ویل نړۍ پېژندنه پرېږدئ، انسان ته پام وکړئ او ځان وپېژنئ. ژوندلیک د سوکرات پلار مجسمه جوړوونکی و او خلکو یې … نور ولولئ
خوندیتوب

امریکا پر WHO خپله مرسته بنده کړه

ژباړه: نسیمه محمدي د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرامپ اعلان کړه، چې د هغه دولت د روغتیا نړيوال سازمان بودیجه بنده کړه. د ټرامپ په وینا، دغه سازمان د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې خپله دنده په سمه توګه نه ده ترسره کړې. د امریکا ولسمشر دا نړیوال بنسټ، د ناسم مُدیریت او په چین هېواد کې د کرونا د خپرېدو په پټولو متهم کړ او ویې ویل، د روغتیا نړیوال سازمان باید … نور ولولئ
سپورټ

آی پي اېل تر امر ثاني وځنډېد

یاران سپورټس لا هم د کرونا ویروس له امله د آی پي اېل سیالیو پیلېدل د خوب لیدل دي. د هندوستان د کرکټ بورډ ادارې د سې‌شنبې پر ورځ په یوه ناسته کې ویلي، چې هندوستان کې د کرونا له امله لا هم حالات عادي نه دي او د هندوستان قرنطیني حالت یو ځل بیا تر مې ۳ یمې نېټې پورې غځېږي. د هندوستان کرکټ بورډ د اپرېل ۱۴مه نېټه ویلي، چې د آی پي … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

پاکستان د نړیوال جام کوربتوب لپاره لېواله دی

یاران سپورټس د پاکستان کرکټ بورډ وایي چې دا هېواد د هندوستان پر ځای د نړیوال پنځوس اوریز جام کوربتوب ته چمتو دی. پاکستان او هندوستان له ډېر وخت راهیسې د کرکټ برخه کې سره همکار نه دي او یواځې د نړیوالو جامونو پرمهال یې لوبډلې سره مخ کېږي او لوبېږي. دا چې اوس د کرونا ویروس وېره ده، نو نړیوال شل اوریز جام هم یو څه شکي دی. د پاکستان کرکټ بورډ وایي دوی … نور ولولئ
ژوند بڼه

شپږ ساده لارې چې ژوند کې مو سوله او خوښي رامنځ ته کولی شي

ژباړه: روح الله امن ایا تاسو غواړئ د خوښۍ او سولې څخه ډک ژوند وکړئ؟ زه ډاډه یم چې تاسو یې کوئ. تاسو شاید فکر وکړئ چې دا سخت او ناممکن دی، او دا چې د خوښۍ او سولې ژوند ځانګړي شرایطو ته اړتیا لري. نه دا داسې نده، هره ورځ مناسب وخت دی. خپل ژوند ته د خوښۍ او سولې راوستلو لپاره تاسو باید عمل وکړئ، او یوازې د خوبونو په لیدلو نه کیږي. … نور ولولئ
په زړه پورې

د نړۍ تر ټولو ټيټ قدې ميرمن د عامه پوهاوي لپاره بازار ته راووتله.

خبريال: مدثر دعوت د نړۍ تر ټړلو ټيټ قدې ميرمن جيوټي انګې د کرونا ويروس په اړه د عامه پوهاوي په اړه بازار ته د پوليسو په غوښتنه راوتلې. د نړۍ ټول پرمختللي ملکونه د کرونا ويروس په مخنيوي کي په پوره ډول پاته راغلي، ځکه ددې ويروس نه درمل سته او نه هم واکسين. ډيری هيوادونو د خپلو مشهورو څيرو په مرسته د عامه پوهاوي داسي پروګرامونه په لاره اچولي تر څو له خلکو … نور ولولئ