پوهنه

د ابوبکر صدیق رض لنډه پېژندنه

ژباړه: ملیحه ناصري ۱- د اسلام مبارک دین لومړنی خلیفه او د حضرت محمد ص ملګری و. ۲- تر حضرت محمد ص دوه کاله او څو میاشتې کوچنی و. ۳ – د حضرت بي بي عایشې رض پلار و ۴- د حضرت محمد ص لومړنی ځایناستی و. ۵ – د هجرت پر لسم کال خلیفه شو، دوه کاله او څو میاشتې یې خلافت وکړ. ۶- په درې شپیته کلنۍ له فاني نړۍ څخه وکوچېد. ۷ … نور ولولئ
افغانستان

کندهار کې د ورځې د چرګانو ۴۰ زره کیلو ګرامه غوښه او ۱۲۰ زره هګۍ تولیدیږي

راپور: بشر درویش د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې سکټور په پراخېدو ده او ورځ تربلې پراخیږي. د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په دې ولایت کې د غوښینو چرګانو ۱۱۲۰ لوی او واړه فارمونه او د هګیو چرګانو ۱۳ فارمونه شتون لري، چې ۷۰۰ یې فعال دي او د ورځې ۴۰ زره کیلو ګرامه غوښه او نږدې ۱۲۰ زره … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د سوداګریزو لوبو شپږ غوره لوبډلې

یاران سپورټس د کرېک اېنفو وېبپاڼې د شپږو هغو لوبډلو نوملړ خپور کړی، چې سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي او تر نورو لوبډلو د اتلولیو په ګټلو سره ښې ځلېدلي دي. په دغو لوبډلو کې د هندوستان، پاکستان، اسټرالیا، ویسټ انډیز او انګلستان هېوادونو لوبډلې شاملې دي. ممبيي انډیئنز لومړۍ لوبډله د ممبيي لوبډله ده، چې د وېبپاڼې په وینا ډېره بریالۍ تمامه شوې او په سوداګریز لیګ آی پي اېل کې یې خپل ښار ممبيي … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

مشفق الرحیم؛ بېټ لیلاموم او پیسې یې کروناځپلو ته ورکوم

یاران سپورټس د بنګله‌دېش کرکټ لوبډلې لوبغاړي او پخواني لوبډلمشر مشفق الرحیم د بنګال ورځپاڼې ته ویلي چې دی خپل بېټ لیلاموي او پیسې یې د بنګله‌دېش کروناځپلو ته ورکوي. د هغه په خبره هغه بېټ د نیلام په خاطر ته بولۍ ته ږدي چې ده پرې په ټېسټ لوبه کې د سریلانکا خلاف غبرګې سلیزې وهلې دي. له دې وړاندې هم د بنګله‌دېش ۲۷ کرکټ لوبغاړو خپل نیمایي معاشونه د کروناځپلو ته د مرستې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

بې خوبي که کنټرول نشي، لاندې زیانونه لري

ژباړه: نسیمه محمدي خوب د جسمي او رواني سلامتیا لپاره واجب دی. کم خوب د روغتیا لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله زیانونه لري. روغتیايي متخصصان سپارښتنه کوي چې د ۱۸ — ۶۰ کلونو عمر لرونکي باید په یوه شپه او ورځ کې ۷ ساعته خوب وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې ترسره شوې څېړنې ښيي ۳۵٪ لویان، بشپړ خوب نه لري. هغوی چې د روغتیاپالانو سپارښتنې عملي کوي، باید شپه او ورځ کې له … نور ولولئ
افغانستان

د کرونا د منفي اغیزو پر وړاندې مبارزه؛ هغه څه چې حکومت او ملت یې باید وکړي

لیکنه: غازي عابد د افغان ولسمشر محمد غني په مشرۍ د کرونا ویروس د منفي اغېزو پر وړاندې د مبارزې په موخه غونډه وشوه. ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کرونا ویروس له امله رامنځته کېدونکو بدو اغېزو سره د مبارزې، خلکو ته د کارموندنې او د هغوی ستونزو ته د رسیدګي په موخه غونډه وشوه. دغه غونډه چې پرون ماښام په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شوه، … نور ولولئ
افغانستان

د هلمند د والي خبرداری: سر له سبا قرنطین ماتوونکو پر ضد قهریه قوه کاروو

راپور: بشر درویش هلمند والي وايي سر له سبا که هرچا د قرنطین څخه سرغړونه وکړه له قهریه قوې کار اخلو. د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین یادې څرګندونې د کرونا ویروس مخنیوي کمېټې په جوړه شوې غونډه کې وکړې. د ښاغلي یاسین په رسمي فیسبوک پاڼه لیکل شوي؛ په غونډه کې د تیر لس ورځني قرنطین، د کرونا ویروس د مثبتو پیښو ، په ښار کې د خوارکي توکو د قیمتونو کنټرول، په روغتیايي … نور ولولئ
افغانستان

کرنې او مالدارۍ خونه: ګاونډي هیوادونه زموږ د چرګانو د روزنې سکټور ختمولو هڅې کوي

راپور: بشر درویش د کرنې او مالدارۍ خونه او د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنه، په کابل کې د چرګانو د محصولاتو د پلور د مرکز په پرانیستې سره اعلان وکړ، چې تر دې وروسته هګۍ دانه په اته افغانۍ او چرګ کیلو په ۱۱۰ افغانۍ او د چرګانو پروسس شوې غوښه کیلو په ۱۶۰ افغانۍ خرڅوي. هغوی وویل، چې دا پرېکړه یې د هېواد د فارم لرونکو په ژمني سره نیولی دی. د پلور … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

" مینه " هماغه ده چې ستا په زړه کې ده !

وه یې پوښتل: نوم مو؟ ـ  مِهر؟ ـ معنی یې؟ ـ مینه! ـ بیا خو به د مینې په تعریف هم ښه پوهېږي، نو د مینې په هکله څه وایست؟ ومې ویل: له زړه جواب درکړم که له مغزو؟ ـ له زړه ـ  مینه، لکه ★ اوښکې ★ چې د پلار په لېدو مې د “کمزوری” په جامه کې د سترګو له درشله راوځي، کمزوري اوږې مې د یو دروند بار لاندې حسوم. د مور … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ افغانستان کي د ویروس مثبتي پېښي له ۱۰۰۰ واوښتې

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت ویاند وحیدمایار وايي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي په هیواد کي د کرونا ۳۰ مثبتي پېښي ثبت سوي، چي پدې سره ټولي پېښي ۱۰۲۶ سوې. د نویو شمېرو له پېښو څخه ۱۵ یې کابل، ۶ هرات، ۴ لغمان، ۴ کنړ او یوه هم په ننګرهار ولایت کي ثبت سوې ده. د کرونا ویروس له امله په ټول هیواد کي د مړو شمېر ۳۶ تنو ته ورسېدئ … نور ولولئ