بریا او پرمختګ

د وېټامين D نوى خاصيت؛ له سرطان ناروغۍ مخنیوی کوي

ژباړه: نسيمه محمدي د څېړونکو يوې ډلې دا پايله تر لاسه کړې، چې د وېټامين D مصرف په سرطان ناروغۍ د اخته کېدلو ګواښ کموي. د JAMA Network Open په حواله، د يوې څېړنې پاپله ښيي، چې وېټامين D په بدن کې، د سرطان په ناروغۍ د اخته کېدلو ګواښ کموي. متخصصانو دا آزمايښت د پنځه کلونو په موده کې، په پنځه ويشت زره روغو او ناروغو وګړو ترسره کړه، چې د دغه وېټامين نوى … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ژوند څخه موخه څه ده؟ دلته یې پوهاند په اړه غږیدلي

ژباړه: صديقه پوپلزۍ داسې ډېر خلک شته، چې له ځانه پوښتي، د ژوند کولو څخه زموږ موخه څه ده، ولې ژوند کوو، د څه لپاره کوو، دڅه لپاره زده کړه کوو؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې کېدای شي د هر انسان په ذهن کې وي. دالایي لاما وایي؛ خوشحاله اوسېدل د ژوند ریښتينې موخه ده. یانې کله چې موږ خوشحاله يو، خپله اصلي موخه پیدا کولای شو. کله چې د نورو په خوشحالۍ، خوښ … نور ولولئ
افغانستان

افغان ولسمشر: د کرونا واکسین ویش کې باید انډول په پام کې ونیول شي

راپور: بشر درویش ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د بریتانا په بهرنۍ اداره کې د ګډو ګټو هیوادونو او سویلي اسیا لپاره د دولت وزیر طارق محمود احمد سره خبرې وکړې. جمهوررئیس په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو دویمې څپې په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د افغانستان حکومت د هڅو او پلان په نتیجه کې لومړۍ څپه په بریالیتوب مهار شوه او د دویمې څپې د مهارولو … نور ولولئ
سپورټ

یو نیوزیلېنډی د کرکټ نړیوالې شورا مشر شو؛ دا شورا ولې کرکټران نه ټاکي؟

  د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی، چې نیوزیلېنډی ګرېګ بارکلی یې خپل مشر اعلان کړ. له دې وړاندې دغه ځای له هندوستاني شاشنک منوهر سره و او اوس تازه د سینګاپور عمران خواجه د کرکټ نړیوالې شورا مشر ټاکل شوی و، چې دا مشري له ده هم واخېستل شوه او پرځای ګرېګ وټاکل شو. بارکلی د نیوزیلېنډ د کرکټ ډایرېکټر و او هم د مارکېټېنګ یا اعلاناتو قانون پوه دی. نوموړی له ۲۰۱۲ کال … نور ولولئ
افغانستان

غني: موږ له نړیوالو خیرات نه, له نړۍ سره پیوستون غواړو

راپور: مليحه ناصري ولسمشر محمد اشرف غني د جینیوا غونډې په پیلیزه کې د افغانستان د وټه ییزې (اقتصادي) ودې د تګلارو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې: ” موږ له نړیوالو خیریه مرستې نه, له نړۍ سره پیوستون غواړو”. جینیوا غونډه د نومبر پر ۲۳مه, د دوشنبې پر ورځ, د ۷۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو په ګډون, د حنیف اتمر په خبرو پیل شوه او پروت پای ته ورسېده. دا ناسته … نور ولولئ
افغانستان

په جینیوا کنفرانس کي افغانستان ته د میلیارډونو ډالرو مرسته اعلان سوه

خبریال: فضل الله فضلي نن د افغانستان لپاره د سیمه ییزي همکارۍ د ګډي ناستي دریمه ورځ وه، چي پکښي د افغانستان لپاره د ۶ میلیارډو ډالرو مرسته اعلان سول. د افغانستان د ماليې وزارت وايي چي دغه مرسته د دې ناستي یا جینیوا کنفرانس شاملو هیوادونو برېتانیا، اسټرالیا، کاناډا، فنلنډ، چاپان، دنمارک، نیدرلینډ، ناروې، هند، سویډن، ایټالیا او اروپايي ټولني په ګډه اعلان کړه. یادي مرستي د افغانستان سره د راتلونکو ۴ کلونو لپاره … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان کرکټ بورډ؛ له افغانستان سره لوبلړۍ ته لېواله یوو

د پاکستان د کرکت بورډ مشر وسیم خان ویلي، چې پاکستان د افغانستان په کرکټ کې مهم رول لوبولی او دوی لا غواړي، چې افغانستان لوبډله په کرکټ کې پرمختګ وکړي. نوموړي ویلي چې دوی په دې برخه کې ډېره مرسته کړې، چې د افغانستان لوبډله نړیوال سټیج ته ورسېږي او نړیوالې لوبې وکړي. د نوموړي خبره یو څه حقیقت هم ده، ځکه کله چې افغان کرکټ لوبډله له دویمې درجې هېواد څخه لومړۍ درجې … نور ولولئ
سپورټ

هغه لس کرکټران، چې له مرګونو ناروغیو رغېدلي دي

د کرکټ په تاریخ کې داسې لوبغاړي تېر شوي، چې په مرګونو ناروغیو اخته شوي وو، خو خدای روغ کړي او بیا لوبو کې ځلېدلي دي. یوراج سېنګ یوراج سېنګ چې په ۲۰۰۷ نړیوال شل اوریز جام کې یې ۶ شپږیزې سر په سر ووهلې او د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کې د هند لپاره په نیمه پایلوبه کې اتل و، په مرګوني سرطان ناروغۍ اخته شوی وو؛ خو بېرته ښه شو.  کله چې دی … نور ولولئ
سپورټ

ننګرهار کې د ۷۱ لوبغاړو روزنیز کېمپ به څومره روڼ وي؟

  د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۲۳مه کرکټ بورډ د نولس کلونو څخه ښکته او له ۲۳ کلونو ښکته کرکټ ملي لوبډلو لپاره د ۷۱ لوبغاړو په شتون کې روزنیز کمپ پیل کړ. په دغه کمپ کې ۲۱ لوبغاړي له نولس کلونو ښکته کرکټ ټیم لپاره تمرینات پیل کړي دي، چې له سختو تمریناتو وروسته به ۱۵ لوبغاړي د یاد ملي ټیم لپاره غوره شي. او اېمرجېنګ لوبغاړو کې به هم له ۵۰ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ۲۰۲۱م تر پایه به، ۷۰ سلنه سعودیانو ته د کورونا واکسین تطبیق شي

سعودي عربستان د ټولو اوسیدونکو لپاره د کورونا وایروس واکسین، وړیا اعلانوي د سعودي د روغتیا وزارت په حواله ، د کورونا وایروس واکسین به په هېواد کې مېشتو ټولو خلکو ته وړیا ورکړل شي. د سعودي د روغتیا وزارت تمه لري، چې د ۲-۱۲م تر پای پورې به دغه واکسین د هېواد ۷۰٪ نفوس ته ورسیږي. په سعودي عربستان کې د کورونا ناروغانو شمېر له درې نیم ملیون څخه زیات دی، په داسې حال … نور ولولئ