په زړه پورې

د هسپانيې خلک په انلاين ډول د خپلو مړو د ښخولو مراسم ګوري

خبريال: مدثر دعوت په هسپانيه کې د کرونا ويروس په خاطر دولت خلکو ته د انټرنيټ له لارې زمينه برابره کړې چې د خپلوانو د ښخولو مراسم وګوري. سوداګري، د کوزدې او واده مراسم او ځينې نور داسې کارونه به مو ډېر ليدلي او اوريدلي وي چې د انټرنيټ له لارې ترسره شوي يا هم ښودل شوي وي، خو کرونا ويروس په نړۍ کې دا محدويت هم رامنځته کړ چې د خپلو خپلوانو د ښخولو … نور ولولئ
په زړه پورې

د افغان او افریقایي ګوګلي بالرانو شوې پرتله؛ ستاسې نظر څه دی؟

یاران سپورټس د کرېک اېنفو وېب پاڼې د افغان ګوګلي ماسټر راشدخان او د افریقایي غوره ګوګلي بالر عمران طاهر ترمنځ پرتله کړې ده، چې کوم بالر په شل اوریزو لوبو کې غوره بالر دی. مونږ پوهېږو چې راشدخان یو ځوان لوبغاړی او ۲۰۱۵ م کال راهیسې په کرکټ کې بوخت دی؛ خو عمران طاهر بیا له ۲۰۱۱ م کال راهیسې کرکټ کې مصروف دی او لوبې کوي. دواړو غوره بالران دي او د نړۍ … نور ولولئ
اقتصاد

د حج لغوه کېدل او د سعودي پر اقتصاد يې اغېزې

انګرېزي ليکنه: ليل خليفه ژباړه او زیاتونه: حيات بهير که څه هم د سعودي عربستان عوايد تر ډېره پر تېلو تکيه ده، خو ورسره څنګ کې ديني سياحتونه چې د حج او عمرې د زيارتونو په بڼه دي، هر کال ددغه هېواد پر اقتصاد ژور تاثير لري. اوس چې نړۍ د Covid-19 ناروغۍ سره مخ ده، د حج د لغوه کېدو امکان ډېر شوی. تمه وه چې د روان زېږېديز کال د جولای د مياشتې … نور ولولئ
اقتصاد

په کندهار کي د پستې پراخه وده او د چرګانو د غوښو نه کمښت

خبریال: فضل الله فضلي د کندهار د کرهڼي ریاست معلومات خپاره کړي، چي پدې ولایت کي پستې خورا وده کړې ده او همدارنګه د چرګ په غوښو کي کندهار په ځان بسیا دئ. د کندهار ولایت د کرهڼي ریاست د معلوماتو له مخي چي پدې ولایت کي د پستې کرلو زیاته وده کړې او باغونه یې له ۳۰۰۰ زرو جریبه څخه پر ډېره مځکه کي جوړ سوي دي. پسته په دې ولایت کي نوی بوټی … نور ولولئ
کرونا

کرونا؛ د رزمي سیالیو نوموتی لوبغاړی ویلي اوت مسلمان شوـ ویډیو

د ازادي مبارزې نامتو لوبغاړی ویلي اوت په رسمي ډول منلې، چي اسلام مقدس دین یې قبول کړی. ویلي اوت، چي جرمنی دی او په بیلابیلو رزمي سیالیو کي ئې لوبي ترسره کړي، وايي، کرونا ویروس راته دا موقع برابره کړه، چي اسلام مبارک دین قبول کړي. هغه خپل پر انسټاګرام باندي ویډیو خپره کړې او په کې یې کلیمه ویلي او خپل مسلمانیدل یې اعلان کړي. ویلي اوټ په دې ویډیو پیغام کې زیاته … نور ولولئ
پوهنه

څېړونکي؛ ژره ده چې د شمالي قطب کنګلونه ویلې شي!

ژباړه: نسیمه محمدي پوهان وايي د شمالي قطب اقیانوس به د ۲۰۵۰م وړاندې له کنګل پرته اوړی ولري. د نړۍ د تودوخې د زیاتېدو په جریان کې د صنعتي کېدو وړاندې وختونو په نسبت د شمالي قطب د سانتي ګرېډ ۲ درجې زیاتېدل، د سمندر د سطحې کنګل د کمېدو په حال کې دی. د اقلیمي ناورین د شدت سره پوهانو وايي، اوس یوازې له چاپېریال ساتنه کولای شي، وټاکي چې څو کلونه وخت نیسي … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان پر اقتصاد د کرونا ویروس د بحران اغیزې

لیکنه: ناصر انځور افغانستان د خپل جغرافیایي موقیعت په دردلو سره د نړۍ په اقتصادي او سیاسي نظام کې تل اساسي رول لوبولی دی. په خاصه توکه د نولسمې پیړۍ تر مخه نوموړي هیواد د نړۍ په افتصاد کې ستر ارزښت درلودو. دلیل یې دا و چې نوموړې سیمې د نړۍ لر او بر سره نښولو.  د وریښمو تاریخي لار یې ښه بیلګه ده.  خو کله چې د نړۍ سیاسي او اقتصادي وضیعت بدلون وموند، … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ کابل کې پر ویروس د ککړو شمېر له ۴۰۰ واوښت

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن رسنیو ته وویل چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ۵۱ مثبتي پېښي ثبت سوي، چي لدې سره په ټوله هیواد کي د ویروس شمېر ۱۱۴۳ ته پورته سو. د تازه پېښو له جملې کابل کي ۲۸، ننګرهار کي ۶، کاپيسا کي ۴، هرات او کنړ کي ۳-۳، غزني کي ۲، پروان، لغمان، بامیان پکتیا او فراه ولایتونو کي یوه-یوه مثبته پېښه … نور ولولئ
خوندیتوب

اکسفورډ پوهنتون سبا د کرونا ویروس واکسین آزمايي

بریټانیا خبر ورکړی، چي د کرونا ویروس په وړاندي ئې واکسین جوړ کړی او سبا پنجشنبه به په رسمي ډول پر انسانانو وازمایل شي. د بریټانیا روغتیا وزیر مټ هانکوک خبر ورکړی، چي په انسانانو باندي د کرونا ویروس د واکسینو ازموینه به سبا د پنجشنبې په ورځ پیل شي. مت هانکوک زیاته کړه، چي دا ازموینه د بریټانیا په نړیوال پوهنتون اکسفورډ کي ترسره کیږي او له هغه وروسته به ئې پایله ډېر ژر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د خپلو راتلونکو فعالیتونو مثبته وړاندوینه

ژباړه: عطا محمد میاخېل آیا کله چې خلک له درڅخه پوښتنه کوي، چې غواړئ څه کاره شئ، نو په اروایي فشار اخته کېږئ، ځکه په خپله یې هم پر ځواب نه پوهېږئ؟ ښه خبره دا ده، چې دا موضوع په بشپړه توګه طبیعي ده. ډېری کسان د ښوونځي له پای ته رسېدو وروسته او کله چې په پوهنتون کې زده‌کړې کوي، لا یې هم تصمیم نه وي نیولی، چې له کومې دندې سره مینه لري. … نور ولولئ