په زړه پورې

اسټراليا خپلو خلکو ته د سمندرونو غاړو او کورونو ته د تلو اجازه ورکړه.

خبريال: مدثر دعوت اسټراليا د کرونا ويروس د پيښو د کميدو په خاطر د قرنطين اصول اسانه کوي. په نوي جنوبي ويلس کې چې د اسټراليا تر ټولو نفوس لرونکی ايالت دی او د اسټراليا په کچه د کرونا ويروس ۵۰% پيښي پکښې ثبت سويدي د طبي ازموینو وروسته محدوديتونه نرم کيږي. په سيدني کې هم يوه مياشت وړاندې ساحلونو ته د کرونا ويروس سره د مبارزې په خاطر د خلکو پر تلو بنديز لګيدلی … نور ولولئ
په زړه پورې

د عامرخان له لورې غريبانو ته حيرانوونکې ډالۍ!

خبريال: مدثر دعوت د باليووډ مشهور اداکار عامرخان غريبانو ته يو ډول حيرانوونکی خيرات ويشلی. شاید په تيرو څو ورځو کې مو پر ټولنيزو رسنيو دا اوازې ډيري تعقيب کړي وي چې عامر خان د غريبانو خلکو کورونو ته په اوړو کې پيسې ورليږلي دي. هو دا رښتيا دي! کيسه داسي ده چي عامرخان خلکو ته يو يو کيلو غنم ويشله نو هغه کسانو به دا خيرات قبلوی چې ډير به غريبان وه او هغه … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان: د روغتونونو د جوړولو او بیارغاونې لپاره ۳۱۳ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې

راپور: بشر درویش د ۵۰۰ وینټلاتور د تدارک او د روغتیایي مرکزونو د جوړولو او بیارغاولو لپاره د ۳۱۳ میلیون افغانیو تخصیص په ګډون ۴۸ تدارکاتي موارد منظور شول ارګ یوه خبرپاڼه کې وايي، دا غونډه پرون محمد اشرف غني په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې په ۴۹ تدارکاتي مواردو د بحث او ارزونې په پایله کې له ۱۲.۵ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۴۸ موارد د کمیسیون له لوري منظور … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

روژه کې د صدقې ورکول او ستر ثواب یې

روژه له خوارک، څښاک څخه ځان ساتل دي، که د یو پلوه د الله ج د امر پلي کول دي، نو له بل پلوه د هغو بیوزلو او نادارو احساسول دي، چې ټول عمر په وږي نس ویده کیږي. همدا ده چې په روژه کې د صدقې اجر دوه برابره کېږي. که چا یو روژتي ته افطار ورکړ، ګوندې چې روژه یې نیولي وي، الله تعالی په روژه کې په خپلو بندګانو ډېره لورینه کوي، … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان لوبغاړي او د جوړجاړي دوام؛ پر عمر اکمل هم درې کاله بندیز ولګید

پاکستان کرکټ بورډ (PCB) د میچ د جوړجاړي وړاندېز کولو او  له دې وړاندیزه د ادارې نه خبرولو له امله درې کاله له کرکټ منع شو. کرکټر عمر اکمل به د ۳ کالو لپاره د کرکټ له هر ډول لوبو بند وي.  یاده پرېکړه د پي سي بي ډسپلین کمیټې د عمر اکمل خلاف قضیه کې وکړه چې د یادې کمیټې ریئس “فیصل میرا چوهان” دی. د فبروري پر شلمه پاکستان کرکټ بورډ “اینټي کرپشن” کوډ  4.7.1  مادو پر اساس … نور ولولئ
افغانستان

نړۍ او کرونا؛ په هیواد کي تازه پېښي او د عامي روغتیا وزیر څرګندوني

خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي تر ۱۷۰۶ پوري ورسېدې. په تازه پېښو کي ۷ نفره نور مړه سوي، چي ټول مړه سوي ۵۷ او روغ سوي ۲۲۰ تنه دي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کي تر ټول وخت ډېري ۱۷۲ مثبتي پېښي ثبت سوي، چي پدې شمېر کي ۳۴ بلخ، ۳۳هرات، ۲۷ کابل، ۲۱ کندهار، ۸پکتیا، ۸ بغلان، ۷ کندز، ۵سرپل، ۵غور، ۴ سمنګان، … نور ولولئ
خواړه

په روژه کې د تغذیې سیستم

ژباړه: لطیف سروبي‌وال د ښوونځي په وخت کې مو د روژې تعریف لوستی و چې له صبح صادق څخه تر لمر پریوتو پورې له خوړلو څښلو او نفسیاتي خواهشتاتو ځان ساتلو ته روژه وایي، په روژه کې هغه اعمال او کړنې باید ترسره نشي چې نورو ته پرې ضرر رسېږي یا پرې خوابدي کېږي، نو له بدو ردو ویلو، غیبت، بې ځایه ټوکې ټکالې، نااخلاقي خبرې یا کړنو باید ځان وساتل شي. د روژې نیول … نور ولولئ
سپورټ

قېس احمد او کرېس ګېل په یوه لوبډله کې یو ځای شول

یاران سپورټس د افغانستان د ننګرهار ولایت کامې له ولسوالۍ څخه لېګ برېک بالر قېس احمد اوس د نړۍ په کچه یو مشهور کرکټ لوبغاړی دی، دی په بنګله‌دېش لیګ، بېګ باش لیګ، کارابین لیګ، ټي ټېن لیګ، ګلوبل لیګ او نورو لیګونو کې په دلچسپۍ اخیستل کېږي او لوبېږي. تېر کال سي پي ایل کرکټ سیالیو کې ولوبېد، چې ډېره اغېزلرونکې توپ اچونه یې وکړه. هغه په ویسټ انډیز سوداګریز کرکټ لیګ یا سي … نور ولولئ
خوندیتوب

په روژه کې د ځینو ناروغیو عوامل او حللارې يې

ژباړه: آلما افغان دا واضح ده چې په روژه کې د ژوند کولو سبک بدلېږي، د غذا خوړلو او خوب وختونه هم ورسره تغییر کوي. سر دردي، د معدې مشکیلات، بې خوبي، بې حالي او د بدن لږ فعالیت هغه موارد دي چې روژه‌نیونکي ورسره د روژې په میاشت کې مخ کېږي. موږ کولای شو داسې ستونزې درک او حللارې ورته وګورو. د روژې سر خوږی د روژې په میاشت کې ډېری اشخاص د سرخوږي … نور ولولئ
پوهنه

۱۴ سوه کاله مخینه لرونکی جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي د هرات جامع جومات د نړۍ له پنځو پخوانیو مسجدونو شمېرل کېږي، چې د آبي مسجد په نامه هم مشهور دی او ۱۴سوه کاله مخینه لري. دغه جومات په (۴۶۷۶۰) متره مربع ځمکه کې جوړ شوی، چې ۴۶۰ ګنبدې، ۱۳۰رواقونه ۴۴۴، پایې، ۴ ایوانونه،۴ دروازې او څلور لویې کتیبې لري، چې د قران کریم آیاتونه او د لویو شاعرانو عرفاني شعرنه پرې لیکل شوي دي. د هرات جامع جومات په یو وخت … نور ولولئ