افغانستان

ملي امنيت شورا؛ که تاوتريخوالی کم نه شي د سولې خبرې به پر ځای پاتې شي

لیکنه: ولمه ځلا د ملي امنيت شورا وايي که چېرې طالبان تاوتريخوالی کم نه کړي، نو د بين الافغاني سولې لپاره زمينه برابرول ستونزمن دي. د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل نن (غويي په ۱۳مه) کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل طالبان بايد د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو لپاره تاوتريخوالی کم او دايمي اوربند ته زمينه برابره کړي. فيصل وايي: “موږ ته د تاوتريخوالي کمښت ارزښت لري، نو … نور ولولئ
سپورټ

په انګلستان کې د سل توپونو سیالۍ نه کېږي

یاران سپورټس د انګلستان کرکټ بورډ وایي، چې د کرونا ویروس تهدید له وجې یې د سل توپونو سیالۍ یا ټورنمنټ ۲۰۲۱م ته وروسته کړ. د سلو توپونو لوبو کې د راشدخان په ګډون د افغانستان ځینې نور لوبغاړي هم اخیستل شوي وو او تمه وه چې د جولای میاشت کې ترسره شوی وای، خو د کرونا نړیوالې وبا له امله لغوه شوې. د انګلستان کرکټ بورډ د ۲۰۱۹م په منځ کې پرېکړه وکړه، چې … نور ولولئ
پوهنه

په مالیزیا کې د نګارا مشهور جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي د نګارا جومات د مالیزیا په کوالالامپور ښار کې تر ټولو مشهور جومات دی. دغه جومات پر یو وخت د (۵۰۰۰) لمونځ‌کوونکو ظرفیت لري او په ۱۳هکتاره باغ کې جوړ شوی دی. د نګارا جومات په ۱۹۶۵ مېلادي کال کې جوړ شوی، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا له سره رغول شوی دی. دغه راز د نګارا جومات مناره او یو شمېر نويو د اوبوحوضونو د جومات ښکلا یو پر … نور ولولئ
خوندیتوب

روژه او کمخوني

ژباړه: نسیمه محمدي کمخوني یو له هغو ستونزو څخه ده چې ډېری خلک ورسره لاس او ګرېوان دي. دې مطلب کې غواړو پوه شو چې آیا کمخونه خلک روژه ونیولای شي؟ کمخوني او روژه یو تر بله تړاو نه لري، ځکه ډېری کمخونۍ د اوسپنې د کمښت له امله وي او هغه کسان چې دا ډول کمخوني لري، روژه نیولای شي. روژه نيول او کمخوني لکه څنګه چې پوهېږو زیاتره کمخوني د اوسپنې د کمبود … نور ولولئ
په زړه پورې

د کارګرانو نړیوالې ورځې د نمانځلو ریښه

د کارګر نړیواله ورځ یا (International Workers Day) هر کال د می میاشت په لومړۍ نيټه د کارګرو لخوا لمانځل کېږي، چې پرون یې ورځ وه او افغانستان او نړۍ کې ونمانځل شوه. د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې بیلابیل ګوندونه لکه د کمونیست، سوسیالیست، آنارشیست او  ګارګرانو  ټولنو لخوا دا ورځ واټونو ته په راوتلو او مظاهرو لمانځي. دا ورځ د هغې غونډې په ویاړ او یاد لمانځل کېږي، کله چې په لومړي وار … نور ولولئ
سپورټ

د سهيل احمد مغلزي بنسټ د غريبانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

خبريال: مدثر دعوت د افغانستان د سوک وهنې ملي لوبغاړي سهيل احمد مغلزي د ۳۱ غريبو او اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. د مغلزي د بنسټ له لورې دغه مرسته په کابل کې هغه کسانو ته وويشل سوه چې د کرونا ويروس له کبله زيانمن سوي وه او يا يې هم د روژې په مبارکي مياشت کې لاسنيوي ته اړتيا درلوده. د افغانستان هغه ولايتونه چې د کرونا ويروس ورباندې ډير اثر … نور ولولئ
په زړه پورې

د ټرمپ پخوانی دښمن او اوسنی انډیوال؛ کیم جونګ اون راپیدا شو

د شمالي کوریا مشر چې له څه وخت راهیسې یې د بد حالت او ان مړینې اوازې خپریدې، اوس تازه ویل شوي چې ژوندی دی. د شمالي کوریا ملي تلویزیون KCNA د جوړو شویو مراسمو انځورونه خپاره کړي او ویلي دي چې هغه ژوندی دی. تلویزیون لیکي چې کیم په خپل لاس د کیمیاوي سرې د یوې لویې فابریکې د پرانیستو پټۍ پرې کړه او ترڅنګ یې د مزودور نړیواله ورځ چې پرون وه، ونمانځله. … نور ولولئ
افغانستان

نړیواله درجه بندي؛ راشدخان لومړی خو مجیب د نړۍ دوهم توپ اچونکی دی!

د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي راشدخان لومړی او مجیب دوهم ځای لري! د کرکیټ نړیوالي شورا یا آی سي سي د لوبډلو او لوبغاړو ترمنځ نړیوالۍ درجه بندۍ اعلان کړې، چي د شل آوریزه سیالیو په توپ اچونکو کي راشدخان آرمان او مجیب الرحمن ځدران خپل پخواني ځایونه ساتلي او د نړۍ پر توپ اچونکو باچاهي کوي. آی سي سي د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي د افغانستان … نور ولولئ
سپورټ

د ام سي سي مشر؛ انګلستان او اسټرالیا باید په پاکستان کې لوبې وکړي

لیکنه: بهار سمسور وروسته له هغې چې د نړیوال کرکټ دروازې په پاکستان کې تړل شوې دي، ویل کېږي چې تر کرونايي حالت رغېدو وروسته به د نړۍ ډېرۍ لوبډلې د دې هېواد پر بېلابېلو لوبغالو ولوبېږي. د ام سي سي یا میلبورن کرکټ کلب ادارې مشر سریلنکایی کمار سنګارکارا وايي، چې په اسیا کې اوس هېڅ ستونزه نشته، خصوصاً په پاکستان هېواد کې د کرکټ لپاره هر څوک لېواله دي، باید اسټرالیا او انګلستان … نور ولولئ
افغانستان

ویاړ؛ محمدنبي په دوو نړیوالو درجه بندیو کي بیا هم د نړۍ لومړی الراونډر راغلی!

د کرکیټ نړیوالي شورا یا آی سي سي پرون جمعه د لوبډلو او لوبغاړو ترمنځ نړیوالۍ درجه بندۍ اعلان کړې، چي د لوبغاړو په دوو درجه بندیو کي افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل لا هم د نړۍ پر الراونډرانو باچاهي کوي. آی سي سي د شل آوریزه او یو ورځنیو دواړو سیالیو په نړیواله درجه بندي کي بیا هم افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل د نړۍ لومړی الراونډر لوبغاړی ټاکلی. محمدنبي عیسی خېل ته د … نور ولولئ