ټولنیز ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: دوا پاشي د کرونا وایروس لمنځه نه وړي

ژباړه: نسیمه محمدي د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړه چې په چاپېریال کې د میکروب ضد مایع کارول نه یوازې دا چې کرونا وایروس لمنځه نه وړي، بلکې د وګړو روغتیا هم زیانمنوي. سي. ان. ‌ان. یکشنبې د مې ۱۷مه د روغتیا نړیوال سازمان په حواله وویل: “د چاپېریال، خصوصاً د سرپټو محیطونو دوا پاشي کول، د کرونا وایروس د لمنځه وړلو، او ګټې پر ځای کولای شي منفي اغېز ولري.” په یوه تازه خبر … نور ولولئ
افغانستان

د مجیب ځدران، شهزاد محمدي او جاوید احمدي کارنامه!

هغه افغان اتلان چي د افغانستان لپاره يې په ټیسټ لوبه کي لومړنۍ منډه، څلوريزه او شپږیزه ترلاسه کړي دي. د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره په لومړۍ ټیسټ لوبه کي جاوید احمدي لومړۍ منډه، شهزاد محمدي لومړۍ څلوریزه او مجیب الرحمن ځدران بیا لومړۍ شپږیزه وهلې. د افغانستان کرکیټ بورډ د کرنټین دې شپو او ورځو کي د افغان مینوالو د خوښ ساتلو لپاره پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د لوبغاړو د ریکارډونو او … نور ولولئ
په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۵ میلیونو ته رسیږي

خبریال: فضل الله فضلي په ټوله نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ۵ میلیونو ته رسیږي او اوس مهال تر ۴،۸ میلیونو خلګو پوري په ویروس اخته سوي دي. همداراز بیا له دې ویروسه څه باندي ۳ لکه ۱۹ زره کسان مړه سوي او تر ۱،۸ میلیونو ډېر کسان روغ سوي دي. د نړۍ په لراوبر کي اوس هم هره ورځ تر ۹۰ زرو پوري مثبتي پېښي … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ افغانستان په دوو ورځو کي تر ۹۰۰ ډېري مثبتي پېښي لري

خبریال: فضل الله فضلي په هیواد کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي تر ۷ زره ډېري سوې او ۷۶۵۳ ته ورسېدې. د نن مثبتي پېښي تر بلي هري ورځي ډېري ۵۸۱ دي او تېره ورځ هم تر ۴۰۰ ډېري مثبتي پېښي ثبت سوي وې. همداراز نن په ټول هیواد کي له ویروسه ۴۹ تنه روغ سوي او ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ. پکتیا له کابل وروسته په … نور ولولئ
کرونا

امریکا پر غریبو هیوادونو د کرونا واکسین نه پلوري!

د امریکا متحده ایالاتو پرېکړه کړې، چي د غریبو هیوادونو سره به د کرونا ویروس په مبارزه کي کي هیڅ راز مرسته ونکړي. افریقايي سفیرانو په په ژنوا کي کي فایننشل ورځپاڼي سره په خبرو کي ویلي، چي امریکا پرېکړه کړې، کله چي کرونا ویروس بازار ته وړاندي شي، نو دوی به یې پر غریبو هیوادونو ونه پلوري. سفیرانو ویلي، چي دوی ته یو داسي متن په لاس ورغلی، چي په دې اړه پکښي غریبو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له پېښې وروسته سټرس (PTSD) څه دى؟ په دې مرکه پرې غږېدلي یو

نن سبا ډېری افغانان په PTSD اختلال یا اروايي ګډوډۍ اخته دي، چې هم خپله ترې ځورېږي او هم یې کورنیو ته ستونزې پیدا کړي. وړاندې له دې چې قرنټین وضعه شي د استاد عظیمي د اروايي مشورو مرکز ته تللې وم او هلته مې یو کس ولید څلور میاشتې وړاندې غلو تښتولې وه او پيسې ترې لوټ کړې وې. سړی د ۴۰ کلونو مالومېده او دا خبره یې کوله چې، تر اوسه یې هم … نور ولولئ
پوهنه

هغه جومات چې اتوم بم هم وران نه شو کړای

لیکنه: حمیدالله حمیدي د کوبه جومات په جاپان کې لومړنی جومات دی، چې د (کوبه) په ښار کې موقعیت لري. دغه جومات په ۱۹۲۸م کال کې د کوبه ښار په (اکایاماته دوري، چو- کو) سیمه کې جوړ شوی، چې لګښت یې یو شمېر اسلامي هېوادونو پرې کړی دی. د کوبه جومات په هندي سنتي سبک د (یان یوزف اشواګرا) معمار پر لاس ودان شوی دی. د جاپان پر دوو ښارونو (ناګازاکي) او (هیروشیما) د امریکا … نور ولولئ
پوهنه

د لمر وړانګې او په انساني ژوند يې اغېز

ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ دویمه برخه دغه کروموزومونه په يوه ژونکه کې ۲۳ جوړې وي او قطر يې ۱۰ مايکرو متر دی چې د دغه کروموزوم ميخانيکت په ۱۹۵۳ کې وپيژندل شو. آیونایزکونکې وړانګې څنګه ډي ان اې زیانمنولای شي؟ که چیرې آیونایزکونکې وړانګې یو الکترون له ډي ان اې او یا هم د هغې له ګاونډ مالیکول څخه وباسي، نو دې ته د وړانګو مستقیم عمل وايي. دا عمل ډېر چټک او د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کرونا وایرس؛ د محافظتي توکو د کارونې په اړه وروستۍ لارښوونې

ژباړه: نسیمه محمدي په  دې ورستیو کې هېوادونو، صحي لارښونې جدي کړي. ټولنیز واټن ساتل، د شخصي محافظتي تجهیزاتو څخه ګټه اخیستل (PPE) په ځانګړې توګه په عمومي ځایونو کې د ماسک اغوستلو ټینګار کوي. رسمي لارښونې ورو ورو د تکامل او بشپړېدو په حال کې دي او د لومړیتوبونو درجه‌بندي چې ورته (د کنټرول سلسله مراتب) وايي، د کرونا په مهارولو کې اصلي استراتیژي ده. په دې سلسله د مراتبو کې، واټن ساتل، مېکروب … نور ولولئ
افغانستان

المان کې محصلين طالبانو ته په قهر دي.

خبريال: مدثر دعوت المان کې د افغانستان د وروستيو پيښو په تړاو محصلينو اعتراض کړی. د افغانستان،المان او بيلابيلو هيوادونو محصلينو د المان په اوسنا بروک ښار کې په يوه غونډه کې د ملکيانو پر وژونو او د رواني جګړې په اړه اعتراضيه غونډه کړې. د دوچولې المان ږغ د خبر له مخې اعتراض کوونکي وايي چې طالبان جنايتکاران دې او خلکو ته بايد ځواب ووايي،د طالبانو بنديان دي نه ازاديږي او د سولي هوکړه … نور ولولئ