بریا او پرمختګ

په غزاګانو کې د ښځو ونډه او نه هیریدونکې مبارزه

له كومې ورځې چې انسان دې ښکلي او شنه ستوري ته راغلی دی، انانیت ورسره یو ځای را غلی دی. لومړی انسان هابیل هم د دې انانیت ښکار شو، او مړی یې خپل ورور قابیل ته ور په غاړه شو، چې کله هم په خلکو وخت تېر شو زړونه یې سخت شول الله پاک ورته نبیان او رسولان راولیږل، خلک یې بېرته خپل توحید ته راوبلل، له توحید وورسته نړۍ بیا شرک ونیوله، هر چا … نور ولولئ
افغانستان

هوتک: ۲ کاله کیږي عاید نلرم، خو بیا هم تر خپله وسه مرسته کوم

د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی احمدولي هوتک وايي، چي ۲ کاله کیږي نه سیالۍ او نه هم عاید لرم، خو د خپل توان په اندازه له غریبو هیوادوالو سره مرسته کوم. احمدولي هوتک پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، چي زه به د خپل غریب ولس ترڅنګ ولاړ یم. هغه لیکلي: «۲ کاله کېږي له سیاليو لرې یم، کوم عاید نه لرم خو بیا مې هم د غریب ولس تر څنګ یم، د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

زکات، خيرات او سرسايه چاته او څرنګه باید ورکړل شي؟

د زکات حکم زکات په قرانکریم کې له لمانځه سره جوخت ۳۲ ځله ياد شوی او د هجرت په دويم کال کې فرض شوی. د زکات د وجوب شرائط او د لزوم اسباب یې اته ۸ دي: څلور یې د زکات ورکوونکي په نفس پورې اړه لري چې په دې ډول دي: ۱_ اسلام؛ يعني زکات ورکونکی به مسلمان وي. ‌۲_ حریت؛ يعني زکات ورکونکی به غلام نه وي. ۳_ عقل؛ ليونی به نه وي. … نور ولولئ
افغانستان

د لویو لارو له امنیت شکایت؛ حکومت وايي، امنیت ساتل یې لومړیتوب دی

راپور: بشر درویش د افغان ولسمشر محمداشرف غني او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان په مشرۍ امنیتي غونډه پرون مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست مسوولینو د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل. ښاغلي غني د هیواد د امنیتي … نور ولولئ
سپورټ

د MMA نړیواله درجه بندي؛ روسی مسلمان لوبغاړی حبیب په سر کی دی!

د آزادي مبارزې «MMA» نړیواله درجه بندي خپره شوه، چي پکښي د روسیې هیواد تکړه مسلمان لوبغاړی حبیب نورمحمدوف په لومړي ځای کي راغلی. دا نړیواله درجه بندي د آمریکا هیواد ESPN ټلویزوني چینل خپره کړې، چي پکښي مسلمان لوبغاړی نور محمدوف د ښه ځلېدو او ښو لوبو له امله لومړی ځای نیولی. د یادي درجه بندۍ په اساس په دوهم ځای کي جان جونس، درېیم ځای کي هنري سوهودو او په څلورم ځای کي … نور ولولئ
افغانستان

جګړه ځپلي ارزګان کې پر کروندګرو د سبو تخمونو ویشل پيل شوي

راپور: بشر درویش د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د « ANCC» همکارې موسسې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي لګښت د ارزګان پر څلور زره بزګرانو کرنیزې بستې او د حبوباتو او سبوتخمونه او کیمیاوي سره وېشي. افغان کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې دا خبر ورکړی دی. د ارزګان د کرنې رییس احمدشاه خیري وایي: «پر دغو بزګرانو د اته قلمه سبو د تخمونو لړۍ وړمه ورځ پیل … نور ولولئ
افغانستان

يمين احمدزی; هغه چي افغانستان ته یې په ټیسټ سیالیو کي لومړنۍ ویکیټه اخیستې.

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره په لومړۍ ټیسټ لوبه کي لومړنۍ ویکیټه تېز توپ اچونکي یمین احمدزي اخیستې. د افغانستان کرکیټ بورډ د کرنټین دې شپو او ورځو کي د افغان مینوالو د خوښ ساتلو لپاره پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د لوبغاړو د ریکارډونو او تمرینونو یادونه کوي، چي دا ځلي یې د تېز توپ اچونکي یمین احمدزي د ریکارډ ستاینه کړې. بورډ د یمین احمدزي په اړه لیکلي: ‹‹يمين احمدزی هغه چټک … نور ولولئ
افغانستان

بامیان کې یو زر او ۵۷۴ بزګرانو ته د کرنیزو پورونو ویش پيل شو

راپور: بشر درویش د بامیانو لایت بزګرانو لپاره د پور ورکولو پروګرام، ددې ولایت والي، سیمه ییزو چارواکو، بزګرانو او ددې ولایت د کوپراټیفونو په شتون کې پیل شو. د بامیانو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب محمدي وویل، چې د کرنې د پراختیا صندوق له خوا ددې برنامې له لارې په ټولیزه توګه ۲۲۵.۶ میلیونه افغانۍ پور منظور شوې ده، چې ددې ولایت په کچه د ۶۶ کوپراټیفونو د غړو او د … نور ولولئ
پوهنه

د نړۍ حیرانونکي هوټلونه

لیکنه او راټولونه: عایشه حیدري مسافرت د ژوند‌ یوه خوندوره برخه ده، چې نن ورځ په نړیوال صنعت باندې بدل شوی. او د نړۍ په ټولو هېوادونو کې هڅه شوې چې د مسافرينو لپاره د اړتیا وړ امکانات او اسانتياوې برابرې شي. ځینو بیا په دې کې ډېر حیرانونکي او د پام وړ کارونه ترسره کړي، چې د ګرځندویانو پاملرنه خپل لوري ته را  واړوي. د دغو ټولو هڅو او حیرانونکو کړنو له ډلې یوه … نور ولولئ
په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ برازیل دریم هیواد سو او مثبتي پېښي یې ۳ لکو ته رسیږي

خبریال: فضل الله فضلي په ټوله نړۍ کي لاهم د کرونا وبا یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي ډېریږي او د ورځي تر ۹۰ زرو پوري کسان په ویرس اخته ثبتیږي او دا شمېر لا پر لوړېدو دئ. خو د ویروس تر ټولو ډېري مثبتي پېښي چي له لسو زرو اوړي، د ګوتو په شمېر هیوادو کي ثبتیږي او اروپا چي لوی هیوادونه یې سخت وځپل سول، نوي پېښي پکښي کمي سوي دي. اوس … نور ولولئ